تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هند صدراعظم نریندرمودي د افغانستان امنیت ته د واشنګټن او نوي ډیلي ژمنه تازه کړه.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو تېره شپه /پنجشنبه/ په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ او صدراعظم مودي همدا راز د هند او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د امریکا او هند اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې نژدې شوي دي.

د دواړو هیوادونو د اړیکو نژدې توب د پاکستان اندېښنه پارولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *