مودي

تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰مه: د هند لومړي وزیر د سپټمر د یوولسمې د بریدونو د اتلسمې کلیزې په مناسبت ویلي، ترهګري نړیوال ګواښ دی او له هغه د ترهګرۍ اساس کېښودل شو چا چې د پاکستان د رامنځته کولو نظریه وړاندې کړه.

نریندرا مودي ویلي، پاکستان په ډېر پټ ډول سیالکوټ، جمو او راجستان کې د جاسوسۍ کارونه مخته وړي او ترهګریزو کړنو ته چمتو والی نیسي، خو په وینا یې د ده حکومت په دې وروستیو کې د ترهګرو پر ضد کوټلي او جراتمندانه ګامونه پورته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هندي استخباراتي ادارو ټول هېواد ته د تیارسۍ امر وکړ او زیاته یې کړه چې ۴ پاکستاني کمانډويي جاسوسان دغه هېواد ته په افغاني پاسپورټونو ننوتي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *