تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي نن /دوشنبه/ وویل، د هند یو اعشاریه ۲۵ ملیارده وګړي به د افغانستان د سولې او سوکالۍ لپاره تل د افغانانو ترڅنګ وي.
ښاغلي مودي دا خبره هغو مراسمو ته د ویدیو کنفرانس له لارې وکړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې جوړ شوي و.
دا ماڼۍ د هند په مالي مرسته بیا رغول شوې او نن د ولسمشر غني له لوري پرانستل شوه.
مودي وویل«افغانستان زموږ نژدې دوست دی. زموږ ټولنې او ولسونه له پخوا زمانو څخه له یو بل سره اړیکې او تماسونه لري. له همدې کبله موږ په دې خوابدي کېږو چې د بهرنیو عواملو او د تشدد او ترور د عناصرو له لوري ستاسو ویاړلي ملت ته ستونزې زېږول کېږي.»
ښاغلي مودي زیاته کړه «اجازه راکړئ چې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړم چې د هوسا افغانستان او ستاسو هیواد ته د سولې، امنیت او سوکالۍ په راوستلو کې به د هند ۱ اعشاریه ۲۵ ملیارده وګړي تل له تاسو سره وي.»
مودي چې په نوي ډیلي کې له خپل دفتره د ویدیو کنفرانس په وسیله ږغېده، ټینګار وکړ چې د ټولو افغانانو د روښانه راتلونکي لپاره به د هیڅ خنډ پروا ونه کړي.
زنده باد دوستی واقعی هند و افغا نستان
مرده باد پا کستان
Greetings,
May I ask, why did you take off my comments relating to India’s prime minister statements, after you approved and online it?
Salaamona,
Kawoly sham wopushtam che wali zmaa koments che de Hindustan de Sadr-Azam de wina sara ala darlooda pass la hagha che online shoe, berta mo offline klarl ?