تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي د جمعې په ورځ د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې وویل چې د هند اوبه باید وړیا پاکستان ته ونه بهېږي.

ښاغلي مودي د پنجاب په بټنډه ښار کې یوې غونډې ته وویل چې د ده حکومت به کروندګرو ته د پرېمانه اوبو د برابرولو لپاره اقدام وکړي.

ده وویل«د اباسین په اوبو کې زموږ د کروندګرو حق دی. حکومت یوه ضربه قوه جوړه کړې چې له پاکستان سره د اباسین د معاهدې پر اساس دغه هیواد ته د بهېدونکو اوبو په اړه څېړنه وکړي او په دې اړه نظر ورکړي چې هند له دغو اوبو څرنګه ډېر تر ډېره استفاده کولی شي.»

پاکستان او هند په ۱۹۶۰ م کال د اوبو د وېش پر سر موافقه لاسلیک کړه.

د دې معاهدې پر اساس له هند څخه د پاکستان پنجاب ته د بیاس، راوي او سوتلج سیندونو کنټرول د هند په لاس کې دی خو د اباسین، چُناب او جهلم واک پاکستان ته ورکړای شوی دی.

هند د اباسین یوازې په سلو کې ۳۰ اوبه کاروي.

خو ښاغلي مودي د هندي پنجاب ایالتي جرګې ته وویل چې حکومت به یې پرېنږدي چې د اباسین یو څاڅکی پاکستان ته وبهېږي او د دې پر ځای به دا اوبه جمو او کشمیر، پنجاب او نورو سیمو ته ورکړي.

ده د هند پر تېرو حکومتونو نیوکه وکړه چې پاکستان ته یې اوبه پرې ایښي او خپل کروندګر یې له اوبو محرومه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *