تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د هند د بي جی پي مشر او د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، هېواد به یې افغانستان سره د سولې او امنیت په برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

مودي دا خبرې په نوي ډیلي کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په تازه لیدنه کې کړې دي.

مودي په دې لیدنه کې افغانانو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ویلې او ټینګار ی ېکړی چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات،امنیت او سولې پلوي دی.

حامد کرزي هم د دې لیدنې په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د هند له لومړي وزیر څخه یې د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې د مرستو مننه کړې ده.

هند په سیمه کې د افغانستان ستر مرستندوی او ستراتیژیک ملګری بلل کېږي چې تر اوسه یې په بېلابېلو برخو کې له کابل سره ۲ ملیارده ډالر مرسته کړې ده.

دغه هېواد په داسې حال کې له افغانستان سره د مرستو د دوام خبره کړې ده چې دمګړۍ یې له پاکستان سره د کشمیر پر سر لانجه سخته شوې او پاکستان ویلي چې دا لانجه پر افغان سوله هم تاثیر کولی شي.

One thought on “مودي: په هیڅ شان له افغانستان سره خپلې مرستې نه دروو”
  1. رتر دا هغسی هندو نه صدقه شه
    د حیرا دمنډۍ څنګ کې عالمان
    د اسلام په نوم یې ټول اسلام بدنام کړ
    چا ویل چی مسلمان دی پاکستان
    د جهاد په نوم یې خونه کړه راورانه
    اوس وحشی ښکاری دنیا ته مسلمان
    د هندو دوستی بهتره تر دا کفر ده
    نه د شیخ جامه کې پټ منافقان
    هر افغان چې باور کړي په پنجابیانو
    حرامی دی مونږ یې نه شمیرو افغان
    زه به څه درته ژړا کړم خلکو واورئ
    رهبران مو شول مزدور د پاکستان
    اوس خو زیړې سترګې ګرڅي نه شرمیږي
    نه زره غیرت لري نه څه ایمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *