د ژبې په اړه، د لوړو، خیالي او ښکلو شعارونو تر ویلو مخکې، راځئ هر یو له ځانه وپوښتو، موږ خپله، خپلې ژبې ته څه کړي دي او نور څه کولای شو؟ ژبه، باید بډایه شي، ژبه باید علمي شي، ژبه باید اقتصادي شي، ژبه باید سیاسي شي، ژبه باید د فرهنګ په ګاڼو، وګاڼل شي، ژبه باید له لافو او بې ځایه ستاینو، وژغورل شي. دوکتور لطیف بهاند |
دا مقاله د مورنۍ ژبې د هغه علمي سیمینار له پاره لیکل شوې ده چې د «ملي تحریک» د ډنمارک څانکې له لوري د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د ډنمارک د «وایله» په ښار کې جوړ شوی و.
په پیل کې د دې خبرې یادول اړین گڼم:
د مقالې په سریزه کې د مورنۍ ژبې په باب زما تیوریکي خبرې په ټولو ژبو پورې اړه لرلای شي، خو له تیوریکې خبرو نه وروسته زما د بحث موضوع یوازې پښتو ژبه ده. لومړی مې په بېلابیلو ځایونو کې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو د موقعیت د څرنگوالي او له هغې سره د چلند په باب عمومي خبرې کړي، بیا مې یې اوسنی حالت څېړلی او ارقام وړاندې شوي دی او په پای کې مې یې ستونزو ته په اشارې سره، له خپله انده حللارې ورته په نښه کړې دي او د وړاندیز په ډول مې د ټولو په مخکې ایښې دي.
ژبه د انسان د اوږدو تجربو ټولگه ده. څوک چې ژبې ته په کم ارزۍ گوري او د ژبې وییونو ته په تیټه سترگه گوري، په حقیقت کې د بشر تاریخي ودې ته ارزښت نه ورکوي. دا باید په یاد وساتل شي چې له ژبې سره ساده او سطحي چلن، په اصل کې له انسان سره هماغسې چلن دی. ژبه د لسگونو زرو لغاتو لښکر دی چې وروسته له ډېرو کړاوونو او تجربو برابر شوی دی او دې د کار وړ لښکر ته باید درناوی وشي، ځکه چې هر چپرې یې کارولی شئ. څوک چې د ماناوو دې لښکر ته ارزښت نه ورکوي او یا په درنه نه ورته گوري، هغوی د بشریت د اوږدو ـ اوږدو مودو تجربې بې ارزښته گڼي.
که حقیت ته ځیر شو، ژبه په اصل کې بېرته انسان ته، د ده د باندني چاپېریال ژباړه ده او باندني چاپېریال ته د ده ور ژباړل دي. ژبه د انسان او فزیکي ـ ټولنیز چاپېریال په منځ کې د اړیکو وسیله ده.
ژبه یوه بهانده، خوځنده او د بدلېدو په حال کې پدیده ده، که کار او پاملرنه ورته وشوه، خوځېدونکې او غني کېدونکې به وي او که کرار لاس تر زنې ورته کینو، له تلو او خوځيدو لوېږي او د مرگ دایرې ته ورننوزي.
هر څومره چې ژبې په پوهې، مالوماتو او فنونو باندې سمبال شوې وي، همغومره غني او د نړۍ په اسرارو خبرې او پوه وي؛ په همدې سبب علمي ژبې گڼل کېږي او ویونکي یې همغومره پوه او د نړۍ په پوهېدنه باندې برلاسي وي.
مورنۍ ژبه یوه ونه وگڼئ چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې زېړې نه شي، ونه رژېږي او ونه زړه او پوده نه شي.
زما مورنۍ ژبه پښتو به، زما د دننني او باندي جهان ژباړه په بشپړ ډول نه شي کولای، خو څنگه چې ما د خپلې مور غږ په همدې ژبه اورېدلی دی، لومړني توري او وییونه مې په همدې ژبه اورېدلي دي، د مینې لومړنی غږ مې په همدې ژبه اورېدلی دی؛ لیکل په همدې ژبه کوم، او تر ټولو ژبو ډېر، له دې ژبې سره پاتې شوی یم؛ ځکه نه شلېدونکی عاطفي اړیکې ورسره لرم او د مور په څېـرراته گرانه ده.
تر هر څه مخکې د دې خبرې یادول اړین دي چې د مورنۍ ژبې د ورځې لمانځنه یوه تفریح او وخت تېرونه نه ده. دلته یا د نړۍ په هره بله برخه کې چې د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل کیږي، اصلي موخه یې د خپلې مورنۍ ژبې د بقا او غنا له پاره مبارزه او هلې ځلې دي.
«د ملګرو ملتونو، د یونسکو ادارې له خوا، د مورنۍ ژبې لمانځنه، د نورو موخو تر څنګ، یوه اساسي موخه یې دا ده، چې د نړۍ چارواکي او فرهنګیان، په دې خبر کړي چې:
هر ماشوم، باید په خپله مورنۍ ژبې زده کړې وکړي.»
ظاهراً د پښتنو په واکدارۍ کې خپله ژبه (پښتو مورنۍ ژبه) ورنه غوڅه شوې ده. په خپل کور او خپل کلي کې، په خپل وطن او خپل واک؟ کې له پښتنو څخه په مورنۍ ژبه د زدکړو حق اخستل شوی دی. دا ډېـره موده، د دیموکراسې په دایره کې، د پښتنو نوی نسل په خپله ژبه د زکړو حق نه لري.
زموږ په وطن او ټولنه کې د جګړې اور او ویر، په لسګونو سونامي ګانې رامنځ ته کړې او بې شمیره غمیزې یې په میراث پریښې دي؛ داسې چې زموږ څو نسلونه یې د اور خوراک کړل او هغه چې د دې سونامي ګانو له مرګونو څپو څخه نیم ژواندي پاتې دي، له بیلابیلو ستونزو سره لاس ګریوان دي. د جګړې او له جګړې د را زیږیدلو سونامي ګانو د زور او تاو په وجه یو شمیر وطنوالو خپل کلي کورونه، نغري، هدیرې او هر څه په ځای پریښودل، بهر ته یې یوازې د سر د خلاصون په تمه مخه کړه.
تللي خلک په بهر ملکونو کې له رنګارنګ ستونزو سره مخ شول، چې تر ټولو لویه غمیزه او ستونزه یې د نورو ټولنو د کلتورونو تر فشار لاندې او ډیر ځلې د کورنیو د مشرانو د بې غورۍ په وجه د مورنۍ ژبې او په عام ډول د خپل کلتور د ډیرو برخو له لاسه ورکول دي.
د بهر میشتو افغانانو له ژوند نه چې کوم ښکلی انځور دننه په افغانستان کې د خلکو د ذهن په ګالري کې رسم شوی دی، دا سم او ښکلی نه دی، نه یې منفي اړخ سم دی او نه یې مثبته خوا سمه ښودل شوې. ژوند په هر ځای او هره ټولنه کې چې وي، منفي او مثبت اړخونه لري او زموږ افغانانو د ناکامۍ یو دلیل دا دی چې هر چیرې او په هر څه کې ډیر اِفراط او تفریط کوو.
په پرمخ تللو هیوادونو کې ژوند رنګینۍ لري، خو ستونزې یې هم ډیرې او چاقې دي. په هغو ټولنو کې د اِنتګریشن(integration) یا په ټولنه کې جذبیدل او د هغو له قوانینو سره ځان برابرول، لږې نه، ښې ډیرې ستونزې لري؛ هغه هم یوه شرقي او د بیلې عقیدې درلودونکي انسان ته. په افغانستان غوندې یو چاپـیـریال کې زیږیدلي، را لوی شوي انسان ته او بیا په اروپا غوندې یوې ټولنه کې ټول عمر ژوند کول، داسې یوه بوټي ته ورته وګڼئ چې له ګلانو او رنګینیـو نه یې ازغي او بد رنګي زښته ډیره ده.
په داسې ټولنو کې زیـږیدلی او زیږیدونکي نسل ته که مشران پام و نه کړي، هماغسې لویـږي لکه د هغې ټولنې وګړي او دا نوي ورغلي خلک تر څو چې ځان له هغې ټولنې او د هغو له قوانینو سره جوړوي، یا د لیونتوب پولې ته ور رسیدلی وي او یا هم دومره وخت ورباندې تیر وي چې نور د کهولت خزان وهلي بڼ ته ور ننوتی وي.
په دې لیکنه کې د همدغو ترخو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره کوم تصویر چې زه له افغانستان نه د باندې د افغان ماشومانو او کوچنیانو د روزنې، مورنۍ ژبې د زدکړې، د فرهنګ د ساتلو او د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې وړاندې کوم، همدا اوس وایم چې منفي اړخ یې ډیر دی. ما دې څوک د ډیر خوشبین او ډیر بد بین په تور نه رنګووي، دا یو تریخ واقعیت دی او لکه د سقراط جام، اوس افغانانو ته ور په برخه دی.
کله چې یو ماشوم، کوچنی یا تنکی زلمی د وطن پریښودلو ته اړ کیږي، نو د باندې له وطن نه، که لرې وطن وي که کوم نږدې هیواد، په لومړي ګام کې د مورنۍ ژبې زکړه، ساتل او پالل ور ته ډیر اړین وي او وروسته له هغه نه په مورنۍ ژبه باندې ورته د مطالعې او د کوچنیانو د ادبیاتو لوستل مطرح وي.
په وطن کې د ټوپک د شپیلۍ د سُر کیدو، د جګړې د اور د تودیدو او ځینو نورو دلایلو پر بنا ډ ډیـری افغانانو منډه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته وه، چې شمیر یې میلیونونو تنو ته رسیده.
په ایران کې خو یې په ډیرو ځأیونو کې افغان کوچنیانو او ځوانانو ته، ښوونځي او پوهنځي ته د تګ اجازه هم نه ورکوله او د ژوند په هر چاره او هر ځای کې دوی ته د «آشغال» خطاب شوی، کیـږي او که چیـرې کومې سلنې ماشومانو کوم ټولګي ته د تک چانس تر لاسه کړی هم وي، په داسې چاپـیـریال کې به و چې یو توری به هم د دوی د ژبې او عقیدې، تاریخ او جغرافیې هلته نه و. د مورنۍ ژبې، یا په خپله خوښه زدکړو او یا د ماشوم پالنې، روزنې او د کوچنیانو د ادبیاتو خو لا پوښتنه هم باید و نه شي.
په پاکستان کې هم د پاکستاني قوانینو په چو کاټ کې او په افغانانو باندې د حاکم اِفراط له وجې په هغو کتابونو او درسي موادو کې چې دوی استفاده ورنه کوله، داسې څه نه شته چې ماشوم دې له پر مختللو علومو او عصري ژوند سره آشنا کړي. هغه کتابونه او درسي مواد چې ما لیدلې دي هلته درسي پروګرام داسې برابر کړای شوي و چې تر مثبتو موادو منفي په کې ډیر ځاي ��ر ځای شوي وو. نور مضامین خو پرېږده، ان په ریاضي کې یې هم جگړه، وژنه او نفرت ځای پر ځای کړی دی.
همدې موادو ته په کتو سره، په دې اړوند ما د ۲۰۱۲ کال په پیل کې د یوې مقالې په ترڅ کې داسې لیکلي وو:
«هلته په افغانستان کې زموږ د کوچنیانو او زلمیانو په غوږونو کې د ښوونکي د غږ پر ځای، د قومندان آمرانه چیغې آزانګې کوي. اوس زموږ ماشومانو او زلمیانوته د الف او ب د زدکړې پر ځای د ډزو کولو لارښوونه کیـږي، دا دی زموږ سرنوشت او دا دی زموږ ښوونه او روزنه. په ګاونډیو هیوادونو کې چې کوم ښوونځي او پوهنځي پرانستل شوي وو، هغه هم د سیاست او مذهب په رنګ رنګول شوي وو. هلته هرې مذهبي او سیاسي ډلې هڅه کوله چې خپل افکار او عقاید تدریس کړي او د خپلو نظامي اهدافو د تر سره کولو له پاره، په لومړي ګام کې د ماشومانو او تنکیو زلمیانو په ذهنونو کې د جګړې، وسلې او وژنې مفاهیم ځای پر ځای کړي. د دغو ښوونځیو او پوهنځیو په درسي کتابونو کې هیڅکله زده کوونکو ته د خپل وطن تاریخ، ملي ګټو، تمدن او علمي پرمختګونو په باب، څه نه لیکل کیدل، مورنۍ ژبه او ملي کلتور اصلاً مطرح هم نه وو. د دغو ښوونځیو په یو درسي کتاب کې مې ولوستل:
«ت = توپک،
ج = جهاد،
م = مجاهد،
ټ = ټانک،
و = وژل،
او…
ماشوم ته باید د علم، نوي ژوند او تمدن تدریس وشي، نه د وژلو او دښمنۍ. هغه درسي کتابونه چې د ایدیالوژیو په رنګ رنګول شوي وي او سیاسیون د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره، یوازې د وهلو، نیولو او وژلو تدریس ته په کې لومړيتوب ورکوي، نو داسې درسي کتابونه پرته له دښمنۍ او کرکې نه نور څه د زده کوونکو په ذهن کې تداعي کوالی شي. د افراطي افکارو خاوندان داسې کتابونه او درسي مواد خپروي چې د نفرت او وژنې زړی کري، نه د ورورګلوۍ او انسانیت…»
د نوي نسل د روزلو په سلسله کې ما په لومړي ګام کې د کوچنیانو ادبیاتو او مورنۍ ژبې ته د اړینې پاملرنې په خاطر لومړی یو کتاب (د کوچنیانو ادبیات، ۱۳۶۶ کال چاپ، کابل) او ورپسې مې د مهاجرت په چاپیریال کې «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر او اوسنی حالت» تر نامه لاندې گڼ شمیر مقالې لیکلې دي، چې اوس «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت، دویم ټوک» تر سرلیک لاندې په آنلاین بڼه تر لاسه کېدای شي.
د هغو تر څنګه مې، بیا هم د نوي نسل د روزلو او مورنۍ ژبې ته د جدي پاملرنې په خاطر، د مطالعې د عامیدو، له پاره، د مطالعې د مهموالي، د مطالعې په برخه کې د شته ستونزو او د دې ستونزو د حللارو په باب ګڼې مقالې لیکلې دي، چې د ځینو سر لیکونه یې دا دي:
ــ زموږ تعلیمي نظام او د جهادي کتابونو لړۍ،
ــ د افغانستان ښوونیز نظام جامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل…؟
ــ نوی نسل، مطالعه ستونزې او نوې هیلې،
ــ کتاب، مطالعه او زموږ دریځ )د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت (،
ــ څو بیسواده نسلونه او زموږ مسوولیت،
ــ د مطالعې دود او دوې وروستۍ مقالې،
ــ کتاب سوځونه ونه،
ــ څو مقالې، څو څپیړې او یو یاد داشت،
ــ مشرانو تاسې د ټوپک تخم کرلی ولې؟
ــ یو تصویر، زر خبرې )د مطالعې د پلویانو نوي ګامونه(،
ــ قلم، ټویک او چکچکې،
ــ تعلیم، کتاب ویشنه، مطالعه او قلملار ټولنه،
ــ »راتلونکی نسل ښاد کړئ« )د نوی نسل نوې روزنه(،
ــ چیرې چې ښوونکی نه وي،
د دغو یادو مقالو په ترڅ کې مې وخت په وخت ټینګار کړی دی چې د نوي نسل روزنه او مورنۍ ژبې ته پاملرنه یو اړین کار دی او که نوی نسل و نه روزل شي، ممکنه نه ده چې د یوې ټولنې د پرمختګ، آبادۍ او ښیرازۍ بنسټ دې کیښودل شي او د دې هیلې د پوره کیدو بنسټ سواد زدکړه او منظمه مطالعه جوړي.
د نوي نسل دا روزنه که په هېواد کې دننه وي که د باندې؛ لازمه دا ده چې که ماشوم او کوچنی زدکړې په خپله مورنۍ ژبې باندې وکړي، ډېر به ښه وي.
زموږ بهر ته تللي ټول هیوادوال په لرې او نږدې هېوادونو کې د گڼ شمیر نورو ستونزو تر څنگ د مورنۍ ژبې د خوندیتوب او نه خوندیتوب له پوښتنو سره مخ شول.
کله چې زه د افغانستان پریښودلو ته اړ شوم، لومړنی ځای چې ما د افغان ماشومانو او کوچنیانو او نوي نسل بد حالت په کې ولید، هغه پيښور و. سره له دې چې زه تر سخت رواني فشار لاندې وم، بیا مې هم د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل ته د څه لیکلو په نیت ګوډ مات یاد داشتونه په ذهن او کاغذ باندې اخستل.
د نوي نسل د سواد، زدکړو، روزنې، مورنۍ ژبې ته خطر پېښېدل او د کوچنیانو د ادبیاتو د خراب حالت د یو تصویر وړاندې کولو په موخه مې په ماسکو کې، «نوید» نومي اخبار ــ چې د ښاغلی فاروق فردا په مدیریت خپریده ــ د «پردی چاپـیـریال او د مهاجرو کوچنیانو د زدکړې مسآله» تر سر لیک لاندې، د مقالو سلسله پیل کړه. د یادې مقالې په پیل کې مې دا پوښتنه د افغانانو مخ ته کېښوده:
ولې مو کوچنیان تر اوسه پورې په خپلو مورنیو ژبو لیک لوست نه شي کوالی؟
او بیا مې د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په ۲۲ مه د دویم ځل له پاره په ویبپاڼو کې هم خپره کړه. هلته ما د افغان ماشومانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو او مورنۍ ژبې خراب حالت ته په کتو سره خپل نظر لیکلي او خپور کړی و او اوس هم په هماغه نظر یم، هغه نظر داسې دی:
«… ما د مهاجرت د نورو ترخو تر څنګه، د افغان کوچنیانو راتلونکې زوروي او هر کله په دې فکر کې یم چې په پردیو چاپیریالونو کې به د افغان کوچنیانو د سواد مسآله څنګه کیـږي؟ ځکه چې مهاجرت هر څه له انسان څخه اخلي. مورنۍ ژبه، کلتور، رواجونه، کور، جومات، مړی، ژوندی، هدیره او… خو موږ باید ځانونه تسلیم نه کړو. له ټولو میندو او پلرونوسره ښایي چې د نورو نا خوالو سره د مبارزې تر څنګ، په جدي ډول له دې ستونزې سره هم مبارزه وکړي، تر څو زموږ کوچنیان له خپل فرهنګ، تاریخ، عقایدو، ادبیاتو، ژبې او… څخه بیګانه او لرې پاتې نه شي او که ځای پر ځای لاس تر زنې کینو، خدای مه کړه سبا به زموږ د هر یوه کوچنیان بې سواده، له خپل فرهنګ او ژبې سره نا آشنا را لوی شي؛ بیا به نوی نسل له خپل فرهنګ، ژبې، تاریخ او هر څه سره نا بلده او بیګانه وي. بیا به دا د شرم پیټی چیرته او تر څو پورې پر شا چلوو.»
راځئ هر یو له خپل ځان سره سوچ وکړو چې د ویده کيدو په وخت کې خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه باندې کتابونه لولو او په ارامتیا سره هغوی د خوب څپو ته سپارو که نه؟
که و، څوک؟ چېـرې او کوم کتابونه او کومې کیسې ورته لولئ؟
که چیـرې د کوم افغان ماشوم مور یا پلار د خوب په وخت کې، ماشوم ته د آرامه خوب په موخه، کوم کتاب یا کومه کیسه لوستې وي، هغه به هم د کوربه هیواد په ژبه وي، نه د ماشوم په مورنۍ ژبه.
هر یو باید فکر وکړو چې د ژبې د زدکړې لومړنی پړاو او اساس اورېدل دي. که چیـرې یوه افغانه کورنۍ په خپلو منځو کې په خپله مورنۍ ژبه ونه غږېـږي، او که میندې پلرونه یا نور مشران ماشوم ته څه وانوروي، ماشوم ژبه له دېوال، ونې، تیـږې او… نه اوري او کله چې څه وانوري، نو څنگه به یې زدکړای شي؛ نو په دې ډول به بیا د مورنۍ ژبې په نامه څه موجودیت هم نه لري او چې مورنۍ ژبه نه وي، نو څه شی به وساتل شي، او څه شی به وپالل شي؟
په مورنۍ ژبه ماشوم او کوچني سره خبرې کول او هغوی ته کتاب لوستل ډېرې گټې لري. ما په دې باب د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ په پیل کې یوه مقاله خپره کړې ده، هلته ما داسې لیکلي وو:
«له بده مرغه چې کوچنیانو ته په لوړ آواز د کتاب لوستل په افغانستان کې څه چې دلته په پرمخ تللو ټولنو او شته امکاناتو کې هم په افغانانو کې دومره نه ده دود. یا ځان نه په عذابوو او یا هم د پردي دود په شان په بده سترګه ورته ګورو. په هیواد کې دننه او له هیواد نه د باندې، ټول مشران باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي چې ماشومانو ته په لوړ غږ د کتاب لوستل هغوی ته ډیره ګټه رسوي. هغه ماشومان چې د ژوند له لومړنیو کلونو نه کیسې او نکلونه اوري، هغوی به په راتلونکې کې بډایه او شتمنه ژبه ولري، ماشوم ته په لوړ غږ کتاب لوستل د دې سبب کیږي چې ماشوم په راتلونکې کې د پراخیدونکي تخیل خاوند شي؛ د همدې له پاره باید ماشوم ته په لوړغږ کتاب ولوستل شي او په لوړ آواز سندرې ورته وویل شي. د ماشوم د ژبې پایه او اساس د ژوند په همدغو کلونو کې ایښودل کیږي. ماشوم ته باید په لومړي ګام کې په مورنۍ ژبه کتاب ولوستل شي، بیا په نورو ژبو.
د میندو پلرونو دنده ده چې له ماشوم سره په لومړي ګام کې په مورنۍ ژبه خبرې وکړي، که ماشوم خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي، د نورو ژبو زدکړه ورته آسانیـږي. ماشومان، ځوانان او لویان کولای شي د مطالعې له لارې په هر څه باندې پوه شي، کولای شي د زدکړې له لارې هر څه توضیح او بیان کړي او زدکړه له انسانانو سره مرسته کوي چې ټولې شته ستونزې د خبرو او پوهاوي له لارې حل کړي او له یو بل سره په آرامه خپل ژوند پرمخ بوزي.»
بیا کله چې زه (آصف بهاند) اروپا ته را ورسیدم، د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزنې، په تیره بیا د مورنۍ ژبې د زدکړې او یا عادي لیک لوست د یادولو په موخه مې خپلې هلې ځلې منظمې کړې او جدي هوډ مې وکړ چې په دې برخه کې به کار کوم، نو هماغه و چې په لومړي ګام کې مې په سویدن کې د مورنۍ ژبې له ښونکو سره د سویدن دولت او ځینو افغان فرهنګي ټولنو او شخصیتونو په مرسته کار پیل کړ او د ۲۰۰۲ کال په جنوري کې مې په ستاکهولم کې د دریو ورځو په مخ، د مورنۍ ژبو په هغه سیمینار کې د لکچرست په توګه فعاله ونډه واخیسته چې په سکندنویايي هیوادونو کې د میشتو افغانانو د مورنۍ ژبو د ښونکو له پاره جوړ شوی و. په یاد سیمینار کې مې، خپل لومړني یاداشتونه، د دوو مقالو په چوکاټ کې، له ستاکهولم نه په خپریدونکې «فردا» نومې مجله کې خپاره کړي دي. (فردا مجله، د ۲۰۰۲ کال د مارچ او اپریل ګڼه)
له هغه نه وروسته مې د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزنې په برخه کې چې څومره توان رسیدلی او موضوع پورې اړوند مواد په مخه راغلي دي، ما وخت په وخت لیکنې کړې دي. «د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر او اوسنی حالت» تر سر لیک لاندې مې د دې کرښو تر لیکلو پورې گڼې مقالې خپرې کړې دي چې ټولې په ویبسایتونو کې همدا اوس هم آنلاین موجودې دي، که یې درانه لوستونکي د مطالعې لیوالتیا ولري، کولای شي په دې پته یې ولولي:
http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?95
ما په ۱۹۹۴ ام کال کې ویلي، لیکلې او خپاره کړې وو چې ټول خلک په تیره هغه قلموال چې عملاً د کوچنیانو د زدکړو او ادبیاتو په برخه کې فعال دي، باید دې موضوع ته په کمه سترګه ونه ګوري، خو هغسې چې باید، و نه شول. هغه توري دا دي:
«زه له ټولو فرهنګیانو، په تیره له هغو فرهنګیانو څخه چې عملاً لیکنې او نشرات کوي، هیله کوم چې د افغان مهاجرو کوچنیانو د ښوونې او روزنې له پاره کم له کمه په خپلو خپرونو کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي جنید شریف د خپلو ژباړو په لړ کې د یوه ژباړل شوي اثر په مقدمه کې لیکلي ووچې:
«… بیټ نیکه په دویمه هجري پیړۍ کې په زارۍ، زارۍ د خدای له دربار غوښتلي وو چې:
دا وګــړي ډیــر کــړې خدایـه
لـویه خـدایــــه، لـویه خدایــه»
او خدای(ج) دا وګړي ډیر کړل؛ خو اوس ـ اوس داسې څوک نه شته چې یو وار ووایي:
دا وګړي ماړه کړې خدایه! لویه خدایه، لویه خدایه، دا وګړي باسواده کړې خدایه! لویه خدایه، لویه خدایه !!!»
زه د یو عیني شاهد په توګه ویلای شم چې:
د پاسنیو نیمګړتیاوو تر څنګه دا هم باید یاده شي: افغانان چې هر هیواد ته رسیدلي دي، په ټول کې د خپلو ماشومانو او کوچنیانو د پاللو، روزلو، فرهنګ ساتلو فکر ورسره و. د دې کار له پاره یې د کوربه هیوادونو له امکاناتو نه تر یوې اندازې استفاده هم کړې او په شخصي او انفرادي ډول یې هم دې موخې ته د رسیدو هڅې کړې دي، خو په ټول کې دا کار که هر چا ته د ارزونې له پاره وسپارل شي، ضعیف ځکه ارزیابي کیـږي چې په بهر کې مو ډیره سلنه ماشومان، کوچنیان او نوی نسل په خپله مورنۍ ژبه سم غږیدای نه شي، لیک لوست ورباندې نه شي کولای او…
د دې ټولو نیمګړتیاوو او منفي خبرو په څنګ کې، په بهر کې افغانان د نوي نسل د پالنې ــ روزنې، د کوچنیانو ادبیاتو ته پام، مورنۍ ژبې ته توجه او له نوي تمدن او نوې نړۍ سره د نوي نسل د آشنا کولو له پاره ځینې ګټور کارونه هم کړي دي چې تر ټولو غوره بیلګه یې د ځینو ویبپاڼو او فیسبوک پاڼو جوړل او په هغو کې د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو په برخه کې تر ټولو نوې لاسته راوړنې، تخلیقات، ژباړې او روزنیزې مقالې او مطالب خپرول دي. لکه:
ــ ماشوم روزنه (فیسبوک پاڼه)،
ــ د ماشوم د ادبیاتو کور(فیسبوک پاڼه)،
ــ پل (ویپاڼه)،
ــ کتابتون دات کام (ویبپاڼه)
ــ قاموسونه دات کام
ــ کوچنی دات کام (ویبپاڼه)
ــ پۍتو دات اس اي
او…
د ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل د روزلو په برخه کې په دې وروستیو کې هڅې زیاتې شوې دي ډیری ویبسایتونه په دې برخه کې لیکنې، ژباړې او تخلیقات خپروي. د ساري په ډول د تاند او پل فعالیتونه یادولای شو. هغه څه چې نن سبا «تاند» او «پل» ویبپاڼې او د دوی قلمي همکاران لیکي او خپروي یې د کمیت او کیفیت له پلوه له تمې نه لوړ او مثبت دي. مینه وال کولای شي په دې باب زیات مالومات په دې لینک کې ولولي:
http://www.archive.www.archive.taand.com/pal/archives/2458
دا پتې چې ما یادې کړې، که له افغانستان نه چلیږې او خپریږي، که له بهر نه اداره کیږي، خو اوسنۍ تکنالوژي یې سمدلاسه، په هماغه شیبه کې مطالب د نړۍ په هر ګوټ کې تر لوستونکو، لیدونکو او اوریدونکو پورې رسوي.
په اروپا کې، په سکندنویايي هیوادونو کې، په تیره ډنمارک کې، چیرې چې د مورنۍ ژبې د تدریس او یا له دې سره اړوند کتابونه او درسي مواد ما ته په مخ راغلي دي، ما په خپلو یادداشتونو او مقالو کې د هغو یادونه کړې ده او ثبت کړي مې دي. د دې خبرې یادول ډیر اړین ګڼم چې د مورنۍ ژبې په برخه کې تر ټولو ډیر او موثر کار د سویدن په هیواد کې تر سره شوی دی؛ هم د سویدن د دولت په پاملرنې او هم په سویدن کې د میشتو دانشمندو فرهنګیانو په جدي کار او پاملرنې سره تر سره شوی دی، درسي مواد برابر شوي، درسي کتابونه لیکل شوي د مورنۍ ژبې کورسونه دایر شوي دي او حتی د مورنۍ ژبې له پاره ویبسایتونه پرانستل شوي دي، چې موثریت یې په سویدن کې د افغان میشتو کورنیو په ماشومانو، کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کې له ورایه محسوس دی.
اوس افغانان په هر ډول شرایطوکې چې دي، په هر هیواد کې چې ژوند کوې، باید د مورنۍ ژبې د زدکړې، ساتنې او پا لنې په برخه کې او د کوچنیانو د ادبیاتو مسألې ته جدي پاملرنه وکړي. په ۲۰۰۲ کال کې چې ما د موضوع په اړوند د سویدن په ستاکهولم کې ځینې وړاندیزونه کړي وو، اوس یې هم ضروري بولم. هغه وړاندیزونه په لږ توپـیـر سره په دې ډول دي:
ــ په افغانستان کې سیاسي ـ نظامي حالت ټیکاو نه لري، هره ورځ څه چې هره شیبه بدلیدلای شي، د همدې دلیل له مخې د ټاکلي وړاندیز مطرح کول ګران بریښي؛ څنګه چې په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه د باندې د مورنۍ ژبې ستونزې توپیرسره لري، په افغانستان کې د ننه په مورنۍ ژبې د تدریس او لیک لوست مسآله طرح ده او له افغانستان څخه د باندې په مورنۍ ژبه باندې پوهیدل، د مورنۍ ژبې زده کول، ورباندې خبرې کول او د هغې د سا تلو او پا للو مسآله مطرح ده. د همدې دلیل له مخې په افغانستان کې دننه ټولو کورنیو، دولتي اړوندو ادارو، ښوونکو او فرهنګیانو سره ښایي چې په مورنۍ ژبه باندې د لیک لوست مسآله دې نه هیروي او ساده دې نه انګیري؛ ځکه چې په مورنۍ ژبه باندې د یو څه زده کول او په دویمه ژبه باندې څه زده کول ډیر توپـیـر سره لري.
ــ په ګاونډیو هیوادونو، په تیره پاکستان او ایران کې سره له دې چې مهاجرافغانان د یادو هیوادونو، ژبو او ټولنیزو سیاسي شرایطو بار پر اوږو وړي، خو باید د مورنۍ ژبې د زدکړې، ساتلو او لیک لوست مسآله هیره نه کړي.
ــ اوس چې له افغانستان نه د باندې بې شمیره فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي، که دغه ټولنې د نورو هیوادونو د ناروا پروګرامونو په لمنو پورې نه وي زوړندې؛ باید د افغان کوچنیانو مورنۍ ژبو ته پاملرنه وکړي او په کوربه هیوادونو کې له رسمي مقاماتو سره په تماس کې، د مورنۍ ژبې د زدکړې په برخه کې بنسټیز کار پیل کړي. څومره چې زه مالومات او تجربه لرم، د بي بي سي د تعلیمي ادارې له خوا د خپرو شویو کتابونو د تدریس نتیجه ډیره ښه ده، ځکه یې د تدریس د دوام پلوی یم او وایم چې د دغو کتابونو د تدریس لړۍ دې پراخه شي.
ــ څنګه چې ښکاره ده په افغانستان کې دننه چاپیریال، د ګاونډ یوهیوادونو چاپیریال او نوروهیوادونو چاپیریال یو بل سره جوت توپیرونه لري، باید د هرهیواد د عیني شرایطو، ستونزو او امکاناتو په نظرکې نیولو سره د مورنۍ ژبې د زدکړې، ساتنې او پالنې له پاره درسي مواد او شرایط برابر کړای شي.
ــ څنګه چې لیدل کیږي د ډیرو هیوادونو په تعلیمي نصاب کې د مورنۍ ژبې زدکړې له پاره ځای نه شته، د همدې دلیل پر اسا س له هرې ممکنې وسیلې نه په استفادې سره د مورنۍ ژبې زدکړه په تعلیمي نصاب کې ځای پر ځای شي او که ممکنه نه وي، د کوچنیانو کورنۍ، فرهنګیان او ښوونکي دې په شخصي ډول د مورنۍ ژبې د کورسونو پرانستلو ته ملا وتړي.
ــ په هیواد کې دننه او له هیواد څخه د باندې میډیا سره ښایي چې د مورنۍ ژبې د اهمیت، تدریس او ساتلو په برخه کې په پراخ ډول تبلیغاتي کمپاین پیل کړي. ټولو لیکوالو ته لازمه ده چې د موضوع د اهمیت په اړوند مقالې او کتابونه ولیکي.
ــ دې مسآلې ته دې د لویانو او کورنیو پام وي: کوچنی چې په پردي چاپیریا ل کې لوییږي، هرډول چې کیږي، باید د مورنۍ ژبې زدګړې ته یې جدي پاملرنه وشي، چې په دې ډول ماشوم وکولای شي چې له خپلې کورنۍ او هیواد والو سره د پوهونې را پوهونې او ارتباط یوه وسیله ولري. که نني ماشومان او د سبا ورځې ځوانان له هر څومره لوړو زدکړو سره خپل وطن او خپلو خلکو ته وروګرځي، که په خپله مورنۍ ژبه ــ چې د ده د خلکو ژبه هم ده ــ خبرې ونه شي کړای، نه یوازې دا چې هغو خلکو او هغه وطن ته خدمت نه شي کولی، بلکې خپل شخصیت ته یې هم ضرر رسوي او پایلې یې منفي دي.
ــ د مورنۍ ژبې په اړوند دې د ټولو اړوندو دولتونو، فرهنګي مؤسسو، میډیا او اشخاصو فعالیتونه، د ملګرو ملتونو د ځانګړو ادارو له پروګرامونو سره همغږي شي. درسي پروګرام او درسي مواد باید د علمي او متخصصینو له خوا د تیرو تجاربو له مثبتو اړخونو نه په استفادې سره ولیکل شي. هیله داسې ده چې د دې آثارو د چاپ مصارف دې د ملګروملتونو د ماشوم صندوق له خوا ورکړل شي.
څنګه چې د سویدن دولت د مورنۍ ژبې په برخه کې زیات کارکړی دی او ښې تجربې لري، نو په نږدې راتلونکې کې دې، د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې سره په تفاهم کې، د مورنۍ ژبې د تدریس او خوندي ساتلو کارپوهان، لیکوا ل او د نظر خاوندان د یوه علمي سیمینار پر میز سره راټول کړي؛ چې هغوی د یوه واحد درسي پروګرام او درسي موادو له پاره، خپلې تجربې، لیکنې او نظریات یو بل ته واوروي او په خپلو کې دې قناعت سره وکړي. داسې نه شي چې بیا یو ښوونکی په یو ځای کې ماشوم ته و وایي چې: د افغانستان فلانی واکدار خدمتګار او ملي قهرمان و او دا بل یې و وایي چې هغه خاین و، وطن پلورونکی او قاتل و. دا نمونې د دې لړ په تیرو تجاربو کې، له بده مرغه لیدل شوې دي.
ــ په راتلونکې کې دې په نویو چاپیدونکو درسي کتابونو کې د ملي ګټو او ملي هویت مسآلې ته جدي پاملرنه وشي او د مسایلو د روښانولو له پاره دې وطني نومونې او ملي ترمینالوژي وکارول شي.
ــ که موږ ماشومان له بیسوادۍ، ظلم، زورزیاتي او محرومیتونو څخه خلاص نه کړو، په څو یم ځل به مو انسانیت له بې عدالتۍ او ظلم سره مخامخ کړی وي.
راشئ ماشومان د بیسوادۍ له لوی ظلم څخه وژغورئ!
راشئ د کوچنیانو په باب هغسې چې د نوې زمانې علمي غوښتنې یې غواړي، فکر وکړو!
د پاسنیو وړاندیزونو تر څنگ، د مورنۍ ژبې د ستونزو او پوښتنو په برخه کې، څو نوې خبرې او نوي وړاندیزونه:
ستونزې:
آیا چا تر اوسه په دې باب فکر کړی دی چې ولې مورنۍ ژبې پښتو د وروسته پاتې والي او د بربادۍ دې برید ته رسېدلې ده؟ کله یې پر دې ستونزه خبرې کړې دي او یا یې چېرې یو څو کرښې پر دې ستونزه باندې لیکلې او خپرې کړې دي که نه؟
ما یې ځینې دلایل داسې په نښه کړي دي:
ــ له تعلیم څخه د پښتون قوم لرې پاتې کېدل،
ــ په زړو او دودیزو افکارو کې نښتل،
ــ پر پښتنو باندې د جگړې تحمیلول او په عمدي ډول په پښتني سیمو کې د جگړې اور تود ساتل،
ــ پښتانه اتفان نه لري:
تاسو هر یو فکر وکړئ چې دا اوس په څومره گوندونو، ډلو، سیمو، ولایتونو، خیلونو او… باندې ویشل شوي یاست. کار مو یو لاس او خبره مو یوه نه ده، ویل کېـږي یو څه، کیـږي بل څه، له ملي او سترو ارمانونو څخه؛ خپلو گروپي او گوندي ارمانونو او عقایدو ته ډېـر ژمن یاست،
ــ پښتون چې تل د جگړې د ډگر اتل دی، قربانیـږي؛ خو د بریا نه وروسته د بوټو په ځای کې ناست وي،
نو د ژبې به یې څه حال وي؟
ــ د ننه په افغانستان کې، په دفترونو کې د خپلو څوکیو او مقام د ساتلو په غرض اداري سازشونه. مورنۍ ژبه مو د سیاسي او اداري تضادونو په دوړو کې ورکه کړې او هېـره کړې ده. او تر ټولو رنځونکې لا دا ده چې همدا کسان، د دې پر ځای چې خپله مورنۍ ژبه او د ژوند مثبتې تجربې خپلو اولادونو ته ولېـږدوي، دوی خپل منفي او بربادونکي گوندي او سلیقوي تضادونه او کرکې راتلونکو نسلونو ته لېـږدوي. د دې اعمالو او تېـروتنو د څو پرلپسې کلونو تکرار پایله دا ده چې دغه ټیپ خلک حتی په خپلو کورنو کې هم مورنۍ ژبه نه لري،
ــ پښتو ژبه د اړتیا له ژبې لرې ساتل شوې ده، ځکه یې څوک زدکړې ته زړه نه ښه کوي،
ــ پښتو په لوی لاس د اقتصاد، علم، هنر، سیاست او… له کتاره ایستل شوې ده، په میډیا کې د پښتو برخه په دیني موضوعاتو باندې ډکه شوې ده، حتی د افغانستان په ملي تلویزیون کې،
ــ که هر زماني واټن وټاکل شي او د هغه وخت په اوږدو کې د دولتي او نا دولتې او حتی د اشخاصو کړه د مورنۍ ژبې په برخه کې وارزول شي، لیدل کېـږي چې هلته نور خو پرېـږده، حتی په خپله پښتنو لا هغه څه کړې چې مورنۍ ژبې ته یې نه یوازې گټه نه ده رسولې، بلکې خپلې مورنۍ ژبې ته یې بنسټیـزې ستونزې پېـښې کړې دي او پښتو یې دې خوار حالت ته رارسولې ده،
ــ د مورنۍ ژبې په برخه کې سیاسي سازشونه،
ــ مهاجرتونه او په پردي چاپېریال کې له مورنۍ ژبې بې برخې پاتې کېدی،
ــ د مورنۍ ژبې په برخه کې د ډېری کورنیو او په تېره میندو پلرونو بې پروايي، نه پاملرنه او د ورځنیو ستونزو او یا لږ ارامتیا په صورت کې هر څه ته شا کول او په کلونو، کلونو او لا نسلونو د دې تېروتنې تکرار او دوام،
ــ د سیاسي او نظامي ډلو د تېـروتنو په پایله کې، د خپل پښتون حریف د ماتولو او بد نامه کولو له پاره د پروپاگندو په نتیجه د پښتو ژبې او ټولو پښتنو بدنامه کول (د تره کي، امین او ډاکتر نجیب پر ضد؛ د دوی د خپلو گوندې حریفانو پروپاگندې، د گلبدین، سیاف، طالبانو او نورو پښتو ژبو سیاسي نظامي مشرانو د کارنو او عملونو په مقابل کې د سیالو ډلو تبیلغات)
ــ له یو شخص او کورنۍ نه نیولې، تر دولتي ادارو او مقاماتو پورې د مورنۍ ژبې پښتو په برخه کې بې تفاوتي او د «خیـر ده» پالیسي،
ــ د سیاسي گوندونو، ځینو ډلو او ځینو اشخاصو په برخه کې کله دعوې شوې ده چې پښتو مورنۍ ژبې ته یې کار او خدمت کړی دی، خو همدې دعوا کونکو دې ته هیڅکله پام نه دی کړی چې پښتو مورنۍ ژبې او پښتنو ته د یادو په اصطلاح خدمتگارنو د واک په دوره کې، د دوی د کړنو په پایله کې څومره خلک یوازې د دې له پاره د پښتو او پښتنو په ضد عقده اخیستې چې یاد خدمتگاران پښتانه و او په پښتو غږېدل او اوس یې داسې د پښتو ژبې او پښتنو سآه ایستلې چې بېرته یې سمول یا ناشوني دي او یا ډېر وخت ته اړتیا لري (ښې او غوره بېلگې یې د افغانستان په شمال کې تېرې شوې او اوس هم روانې دي)،
ــ خپلې مورنۍ ژبې سره سطحي او بیتفاوته چلن او په ورځنیو کارونو کې د ورځچاري پالیسي،
ــ په پښتو ژبه باندې د علمي موادو نشتوالی. دا موضوع په نیغه ورگرځي تحصیل کړو او په بهرنیو ژبو پوه لیکوالو او قلموالو ته چې د دوی په قلم، په پښتو باندي علمي او د اړتیا وړ مواد نه لیکل کېږي او نه ژباړل کېـږي (که شوي دي، په نشت حساب دي)،
ــ د کلونو ـ کلونو پرلپسې تېـروتنو د تکرار او غفلت په پایله کې اوس د پښتو ژبې وضعیت دومره خراب دی چې، زموږ کوچنیان په خپل وطن کې دننه په ډېرو سیمو کې په خپله مورنۍ ژبه د زدکړو امکانات نه لري، پښتانه کوچنیان محکوم دي چې په بله ژبه زدکړه وکړي، د بهرمیشتو کوچنیانو موضوع خو دې پر خپل ځای وي،
او…
دا او دې ته ورته دلایل او تېـروتنې د دې سبب شوی چې پښتو مورنۍ ژبه د بربادۍ دې برید ته او دې خوار حالت ته رسېدلې ده.
اوس باید څه وکړو؟
حللارې:
له دې حالت نه د وتلو له پاره او پښتو ژبه له داسې ستونزو نه د ژغورلو په خاطر، د اوس له پاره موږ دا دندې په مخ کې لرو:
ــ د پاسنیو یادو نیمگړتیاوو ټولې هغه برخې چې په خپله پښتنو زېـږولي دي، په خپله یې باید په هوښیارتیا سره اصلاح او رفع کړي،
ــ په لومړي گام کې باید د یادو تېـروتنو مخنیوی او نه تکرار له شخص او کورنیو پیل کړو، تر وړکتون، ښونځي، پوهنځي، دولتي او شخصي ادارو پورې، په ټولو ځایونو کې جدي پام ورته وکړو،
ــ موږ خپله باید خپله مورنۍ ژبه پښتو ووایو او وې لیکو،
ــ موږ که خپل وخت بېځایه ضایع نه کړو ښه به وي. هغه وخت چې په کې ځان سلامت او نور ملامت گڼو یا په هر مجلس کې ځانونه سپینې کوترې گڼو او مقابل لوری تور کارغان؛ که په هغه وخت کې د خپلې ژبې د غني کېدو او علمي کېدو په نیت، یوه پاڼه مطالعه وکړو، یوه کرښه ولیکو، یا د تخلیق په باب فکر وکړو، یا یو پروگراف ژباړه وکړو؛ نو په ورو ـ ورو به مو ژبه د غنا پر لوري حرکت وکړي، شتمنه به شي او له مرگ نه به وژغورل شي. موږ هر یو که د خپل ورځني، میاشتني او یا کالني مصرف ډېره لږه سلنه په خپله مورنۍ ژبې باندې د کتابونو خپرېدو او چاپ او د سواد زدکړې او عامېدو له پاره وسپموو، ژبه به مو له دې خوار حالت نه ووزي او مخ په بره به روانه شي.
ــ پښتون باید تعلیم سره پخلا شي او په نوې او مدرنې تکنالوژۍ سره ځان داسې سمبال کړي چې د تمدن له کاروان سره اوږه په اوږه روان وي، ځکه چې د مورنۍ ژبې د ساتنې، پالنې او پرمختگ اصلي لار په نوې بڼه تعلیم دی،
ــ زدکړي خلک باید خپله پوهه او علمي تجربې په خپله مورنۍ ژبه په میډیا کې وړاندې کړي، چې د اړتیا له مخې خلک اړ شي چې دا ژبه زده کړي،
ــ په هر ډول چې کېـږي پښتانه باید خپله مورنۍ ژبه د کمپیوتر جال ته ورننباسي او دا کار په علم سره کيـږي، نه د شپنۍ له ډانگ سره،
ــ د مورنۍ ژبې له پاره چئ عملاً کار وشي، که ډېر لږ هم وي، د درناوي وړ دی او که بې عمله خبرې په کلونو ـ کلونو وشي، هسې باد په توره وهل دی. موږ باید عملي کار وکړو،
ــ په مورنۍ زبه باندې زدکړې د هرچا حق دی، په مورنۍ ژبه هر څه ډېـر ښه زده کېدای شي، او دا حق هر چېـرې چې وي باید د تر لاسه کولو له پاره یې کار او مبارزه وشي،
ــ موږ ته هر ډول ضرر چې متوجه شوی او رسېدل دی، له خپل جهالت نه مو دی، نو ځکه باید جهالت له ځانه وشړو او د شړلو یوازینۍ وسیله یې تعلیم دی کله چې تعلیم یافته شوو، بیا نو هر څه سمولای شو، هر څه سم کارولای شو او په قدر یې هم پوهېدلای شو، له هغې ډلې نه مورنۍ ژبه،
ــ زموږ د تیرو نسلونو او اوسني نسل یوه تېـروتنه دا ده چې له دوی څخه ډیری د سیاسي بُتانو او باباگانو په لمنو او عبادت پورې نښتي وي، دا کار باید دوی پرېـږدي. تشې خبرې او بې گټې شعارونه بیا، بیا تکرارول، نه د چا ورځني ژوند ته گټه رسوي او نه هم مورنۍ ژبې ته،
ــ پښتانه باید په عملي ډول د خپلې ژبې د غنا له پاره له تعلیم کولو وروسته د علومو او هنرونو په ټولو برخو کې د علمي او هنري آثارو په لیکلو او ژباړلو باندې پیل وکړي، څو ژبه غني شي او له مرگ نه وژغورل شي،
ــ «مورنۍ ژبې ته تر ټولو لوی کار دا دی، چې انسان ته د ګټې او خیر رسولو پوهه او ادبیات په کې ډېر شي. انسانوژونکي ادبیات د مورنۍ او پلرنۍ دواړو ژبو بنسټ ویجاړوي. د نړۍ تر نیمايي زیات نفوس غواړي انګریزي زده کړي، ځکه د پوهنې، اقتصاد، پوهاوي او اړیکو ژبه ده. ډېر لږ کسان پوهیږي، چې په انګریزي کې د ویاړنو، حماسو، وژنو او وهنو څومره ادبیات شته؟ انګریزي نه زړه ژبه ده، نه سوچه او نګه، ګرامر یې له یوې لرغونې ( ژرمانیک) ژبې راپور کړی او وییپانګه (لغوي ذخیره) یې له لسګونو نورو(لاتین، فرانسوي، جرمني، یوناني او…) ان چې انګریزي څوک د شکسپیر لپاره هم نه زده کوي، بلکې انګریزي د معاش او ډوډۍ لپاره غوره کیـږي.
که مورنۍ ژبه درباندې ریښتیا ګرانه وي، په شعارونو نه، بلکې په پوهنه یې بډایه کړئ او ویونکیو ته یې د انساني ژوند د لاښه والي شرایط برابر کړئ.
تر هغو، چې د یوې ژبې ویونکي ځواکمن نه شي، ژبه ځواکمنېدای نه شي.»
ــ موږ باید خپله ژبه دومره غني کړو چې نه یوازې یې ویونکي خپل اړین علمي هنري مواد په خپله مورنۍ ژبه پیدا کړای شي، بلکې د نورو ژبو ویونکي، په دې ژبه کې د شته آثاررو نه د استفادې په خاطر دا ژبه باید زده کړي،
ــ زموږ د مورنۍ ژبې په برخه کې بله اساسي ستونزه د پښتني میندو له سواد او زدکړو نه د محرومیت مسأله ده. څنگه چې د مورنۍ ژبې له نامه څخه څرگندېـږي، بنیاد او سټه یې مور ده او کله چې مور له سواد، ښونځي او پوهنځي نه لرې او محرومه وي، څنگه کولای شي چې خپل ماشوم ته خپله ژبه په سمه توگه ورزده کړي او د زده کولو، ساتلو او پاللو پر ارزښت یې پوه کړي.
له بده مرغه چې د ډیری پښتنو پر ذهن باندې د «ښځه یا په کور یا په گور» پالیسي تر اوسه پورې هم حکومت کوي. د همدې پالیسۍ په دایره کې او د «غیرت» د دیوالونو په منځ کې ښځه نه شي کولای د مورنۍ ژبې په برخه کې خپل اصلي رسالت تر سره کړي. د دې استدلال له مخې موږ خپله د خپلې مورنۍ ژبې ودې او پرمختگ ته پاخه دیوالونه جگ کړي دي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول مو د خپلې مورنۍ ژبې مخه ډب کړې ده.
ــ ښاغلي یون د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر شپږمه نېټه، د یوه ځانگړي ملي سیاسي وړاندیز په ترڅ کې دا زېری هم ورکړ چې:
«لومړی کار او زېری دا دی چې د يوه کال په بهير کې به د ټولو پښتنو افغان پوهانو له نظرونو څخه (د پښتو ژبې د ودې ماسټر پلان) جوړوو…»
که په ریښتیا سره د ښاغلي یون دا وړاندیز د عمل جامه واغوندي، نو همدې ته د پښتو مورنۍ ژبې له پاره، پرته له لاپو نه عملي کار ویل کېږي.
اوس نو که څوک د مورنۍ ژبې بقا، غني کېدل او پرمختگ غواړي، نو د پښتنو له لوري دا زیـږول شوې ستونزې، په خپله پښتانه باید لرې کړي او که ځان بدل نه کړو، زموږ او زموږ د مورنۍ ژبې حال به تر دې هم بد وي.
ــ د نړۍ راتلونکې ژبه د تکنالوژۍ ژبه ده، موږ باید پښتو او پښتانه له تکنالوژۍ خبر او ورسره مل کړو، که نه نو د پښتو او پښتنو گلیم ټول گڼه،
ــ زما له نظره د اوسني نسل د مبارزو فوکس باید پر تعلیم باندې وربرابر وي. له کلي نیولې بیا تر ښاره، له داخل نه نیولې تر بهر پورې، که هم دا اوسنی نسل او هم راتلونکي نسلونه په نوې تکنالوژۍ سمبال او تعلیم یافته وي، بیا د هر څه په ارزښت پوهېـږي. د وطن، دخلکو، د ملي گټو… او د مور او مورنۍ ژبې پر ارزښت هم.
ژبه په تشو احساساتو او خالي شعارونو، نه له مړینې راگرځول کېږي او نه بډایه کيږي. ښاغلي ډوکتور لطیف بهاند د مورنۍ ژبې په هکله د خپلو گڼو خبرو په لړ کې یو وار داسې لیکلي وو:
«زه هیله لرم چې هر څوک د خپلې مورنۍ ژبې د لمانځنې، پالنې ، روزنې او پانګمن کولو حق ولري، خو ژبه په تشو نارو سورو، چغو او هغې ته د لویو ستاینو په ورکولو نه پانګمه کېږي او نه وده کوي. ژبه د علمي، تخلیقي آثارو په رامنځ ته کولو، ژبه کېـږي او تر ټولو مهمه دا چې ژبه باید په غوره توګه سیاسي – اقتصادي، فرهنګي شي.»
ځینې خلک دعوا لري چې پښتو ژبه څو میلیونه لغوي ذخیره لري، خو د یادې خبرې د ثبوت له پاره تر اوسه پورې کوم سند نه دی وړاندې شوی.
«د ښاغلي، ډوکتور عبدالحمید بهیج عثماني په وینا، زموږ د قاموسونو د وييونو يا لغتونو شمېر په دې توګه دی:
۱ـ درياب: ۶۰,۶۹۵
۲ـ پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس: ۴۷,۵۷۵
۳ـ پښتو ـ دري قاموس: ۲۸,۹۰۰
۴ـ انګرېزي ـ پښتو قاموس (علومو اکاډيمي)۹۷۱، ۲۳»
خو ډوکتور زیار د خپلو کلونو، کلونو څیړنو په پایله کې ویلي دي چې:
«ټول هغه لغتونه، چې زموږ په اوسنۍ ګړنۍ، لیکنۍ او څېړنیزه ژبه کې کارول کېږي، له ۸۰ زرو، نه زیاتېږي… په وروستیو څو لسیزو کې، د نیولوګیزم (د نویو لغتونو جوړونه) له نورو ژبو د ژباړې، د اصطلاحاتو او ټولو ترکیبونو سره کېدای شي، تر ۲۰۰ سوو زرو پورې ورسېـږي.»
چا څومره مورنۍ ژبې پښتو ته کار کړی، هغه نه شي پټېدای، که څوک یې یادونه ونه کړي، د یو څه مودې له پاره به هیـر شي چې دا کار موږ باید و نه کړو. هغه چا چې د تشو شعارونو پر ځای خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته عملاً کار کړی دی باید یاد شي او قدردانی یې وشي.
د پښتو ژبې د لومړني لاس ته راغلي شعر شاعر امیر کروړ جهان پهلوان نه را نیولې بیا تر نن پورې د ټولو شاعرانو، لیکوالانو، ژباړونکو، ژبپوهانو، ښوونکو، قاموس لیکونکو او قاموس ټولونکو کارونه او اثار مالوم او ثبت دي، څومره چې ما ته مالوم دی او اثار یې تر اوسنیو نسلونو پورې رارسېدلي دي؛ د هغو په استناد ویلای شم چې چا، څومره او په کومه برخه کې پښتو مورنۍ ژبې ته کار کړی دی:
د کلاسیکانو: روښاني دورې قلموال، خوشال بابا او کورنۍ یې، حمید مومند، رحمان بابا او د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې له پیل سره:
راحت زاخیلی، امین ملنګ جان، استاد الفت، پوهاند رښتین، علامه حبیبي، استاد خادم، علامه رشاد، استاد بینوا، محمد جان فنا، استاد صدیق روهي، استاد شپون، سلیمان لایق، پوهاند ډوکتور بهاالدین مجروح، استاد حمزه شینواری، استاد بختانی، حبیب الله رفیع، زلمی هیوادمل، استاد صدیق پسرلی ، پوهاند ډوکتور زیار، نادر جلالي، محمد عثمان نژند او د هغه وخت د معارف وزارت په تالبف او ترجمې ریاست کې د ده ځینې همکاران، د نویمې لسیزې له پیل مخکې د هغه وخت رادیو افغانستان ټول هغه نطاقان ـ ممثلین قلموال او په تیره هغه کسان چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یې د رادیو له څپو څخه کیسې ویلې (ستاره امیني) او…
تر یادو مشرانو وروسته په بل جنریشن کې: ، ډوکتور لطیف بهاند، ډوکتور داود جنبش، ډوکتور بهیج عثماني غفور لېوال، زهیر شینواری، اسماعیل یون، طاهر کاڼی، استاد علي رسولزاده، حاجي محمد نوزادي، ابراهیم نعیمي، ویسا ورونه، محمود مرهون، احمد ولي اڅکزي او…
پاس یاد شوي کسان هغه ښاغلي دي چې په خپلو بیسارو فرهنگي کارونو، تدریس، هستونو، ژباړو، قاموس لیکنو او… سره يې پښتو مورنۍ ژبه له لویدلو او هېرېدلو ژغورلې ده، زه یې د زړه له تل نه مننه کوم او ترسره کړیو کارونو ته یې د قدر په سترگه گورم او که د چا نوم زما هیر شوي وي او زما له قلم نه پاتې وي، له هغه او هغو نه زه بښنه غواړم.
زه د خپلو څو لسیزو زدکړو، تدریس، مطالعې، څیړنو، تخلیق او تجربو په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلی یمه چې:
مورنۍ ژبه یوه داسې ونه ده چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي، که شتمنه نه شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې به زېـړې نه شي، وبه نه رژېـږي او دا ونه به زړه او پوده نه شي؟
«کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي،
هغه قام سپک شي
او د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي،
نو هغه قام ورک شي.»
(خان عبدالغفار خان)
دډیرو مالوماتو څخه ډکه لیکنه دافغانستان څخه بهرمبندو اوپلرو لپاره ستر درسده.