پیلیزه

د افغانانو د ملي یووالي بنسټیزې ستنې پر ملي او انساني ارزښتونو ولاړې دي، تاریخي ویاړونه، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، ملي واکمنۍ ته درناوی، د افغاني کولتوری ارزښتونو پالنه او خوندیتوب، د هېواد د ملي ژبو پراخوالی او بشپړتیا د افغانستان په تاریخ او کولتور کې خورا لوړ د ستاینو څخه ډک ځای لري او د هېواد پالنې بنسټ جوړوي.

په افغانستان کې ټول سیاسي ګوندونه، ټولنیز او کولتوري خوځښتونه د ژبې او ټبر د خوندیتوب په موخه رامنځته شوي خو له بده مرغه ملي بڼه او ملي تګلار نه لري، ملي ژبو ته د یو شان  ودې ورکولو په برخه کې پاتې راغلي سربیره پردې د مظلومې او محرومې پښتو ژبې سره توپیري چلن کړي.

ژبه یوه ټولنیزه ښکارنده ده، په انساني ټولنه کې رامنځته شوي د انساني ټولنې بقا او پایښت پردغه ستر کولتوري ارزښت پورې اړه لري له همدې کبله اړینه ده چې د ژبې پرمختیا، ودې، پرمختګ او بشپړتابه په موخه باید پوهنیزې موندنې، سیاسي لیکنې، مانوفیسټونه، ویناوې، تاریخي متون، اعلامیې، ژوندلیکونه … 

 او داسې نورې ارزښتمنې لیکنې د فکري رغونې، د ملي ژبو د لابډاینې، فرهنګي پرمختګ په موخه باید د افغاني ټولنې د مانیزو(معنوي) ارزښتونو په رڼا کې ولیکل شي یا د نورو ژبو څخه زمونږ مورنۍ ژبې ته راوژباړل شي.

ټول هغه فرهنګي میراثونه چې په لیکل شوې بڼه ثبت شوي یا په شفاهی بڼه وجود لري چې په دې کې کتابونه، رسالې، برېښنایز متنونه، ورځپاڼې، فلمونه، ډرامې انځوریز راپورتاژونه یا غږیز متنونه چې د بشري نړۍ ګډه فکري پانګه ده د ژباړې وړ دي.

 د هرې انسانې ټولنې غړي حق لري چې له دغه فکري پانګې اغیزمنه ګټه پورته کړي، دا ګډه فکري پانګه باید د روڼ اندو، لوستوالو له خوا ملي ژبو ته وژباړل شي، له ښه مرغه زمونږ مورنۍ ژبه پښتو پر دې لار بریالي ګامونه اخلي خو د دومره پرمختګ سره بیا هم له توپیري چلنده کړیږي.

د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې ارزښت او تاریخي مخینه 

هره ژبه خوږه درنه او اړینه ده، په مورنۍ ژبه زده کړه اړینه او د ژوندانه په ټولو پړاونو کې باید ځانګړي ارزښت ورکړل شي، هره ژبه د بشریت د پوهنې او عقل ګډه پانګه ده او له همدې کبله یې باید د خوندیتوب او پراختیا لپاره اړین ګامونه پورته شي ځکه په له منځه تلو یې د بشریت تفکر ته زیان اوړي.

پوهنیزو څېړنو ښودلې پر مورنۍ ژبه زده کړه د روغ شخصیت په رامنځ ته کېدو کې لوی لاس لري، برسېره پر دې له ښوونپوهنیز(پیداګوژیک) اړخه د ښوونې او روزنې لپاره تر ټولو غوره ژبه مورنۍ ژبه ده ، په مورنۍ ژبه ښوونه او روزنه د غوره او اغیزمنې زده کړې بنسټ جوړوي، ژبه د انسانانو ترمنځ د مالوماتو د راکړې ورکړې بنسټیزه وسیله هم ده.

د پورتنیو لاملونو پر بنسټ د ۱۹۴۸ کال د مارچ د میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان ملي مشر محمد علی جناح اردو ژبه چې یوازې ۷.۵ سلنه وګړو خبرې پرې کولې د پاکستان هېواد یوازینۍ ملي ژبه اعلان کړه. خو دا پریکړه ختیځ پاکستان (بنګلا دیش) ته د منلو وړ نه وه او غوښتل یې چې د دوي مورنۍ ژبه په ښوونیز نظام او دولتي ادارو کې شامله شي.

پر لوړو زده کړو بوختو زده کړیالانو د جناح د پریکړې پر خلاف ګڼ لاریونونه پیل پر مورنۍ ژبه د زده کړې غوښتونکي شول، په مورنۍ ژبه د زده کړې حق لپاره يې په ریښتیولۍ او مېړانه غږ پورته کړ.

پاکستاني وسله والو پوځ د ۱۹۵۲ کال د فبروری په ۲۱ نېټه د دوي پر سوله ییز لاریون ډزې پیل کړې، لږ تر لږه تر ۲۰۰۰۰ وګړي او زده کړیالان په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق په تور ووژل شول. دغه ورځ هر کال د بنګالیانو له خوا لمانځل کېده او ملګرو ملتونو ته یې وړاندیز وکړ ترڅو دا ورځ د مورنیو ژبو د خوندیتوب او انساني رښتو(حقونو) ته د درناوي په موخه د یوې نړیواله ورځ په توګه په راتلونکو کلونو کې ولمانځي.

د بنګالیانو د سوله ییزي مبارزې له کبله په مورنۍ ژبه د زده کړو رښته(حق) مطرح او انساني رښتو(حقونو) ته د درناوي لپاره یونیسکو د فبروری  ۲۱ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په توګه اعلان او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د نوامبر په ۱۷ نیټه دا ورځ رسماً د نړیوالې ورځ په توګه ومنله او اوس هر کال دا ورځ د مورنۍ ژبې د ساتنې او پالنې په موخه لمانځل کیږي.

د افغانستان په اساسي قانون کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د آسانتیاوو برابرول د دولت له ارزښتمنو دندو څخه یوه دنده بلل شوېده؛ ځکه چې مورنۍ ژبه زمونږ د شخصي، کولتوري او ملي پېژند نه بیلیدونکې برخه ده.

مورنۍ ژبه د ذهني، اخلاقي، فزیکي، او پوهنیزې ودې لپاره تر ټولو اغیزمنه وسیله ده، په مورنۍ ژبه ځواکمنتیا زمونږ د فکر، عواطفو، احساساتو، عقیدې، ملي پېژند، ملي تشخص او زمونږ د وینا د ځواکمنتیا په مانا ده، ځکه چې مورنۍ ژبه د ملي، شخصي، قومي، کولتوري، سیاسي، دیپلوماتیک، جغرافیایي، ټولنیز، مذهبي، سیمه ییز او توکمیز پېژند مورګڼل کیږي نو دې رښتې ته باید په ریښتینولی سره تبلیغات وشي.

د افغانستان د اساسي قانون په شپاړسمه ماده کي راغلې چې د پښتو، دري، ازبکي، پشه یي، نورستاني، پامیري او په هېواد کې د نورو موجوده ژبو له ډلې څخه پښتو او دري ملي رسمي ژبې دي، په هغو سیمو کې چې ډیره کې(اکثریت) په ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني او یا پامیري ژبو څخه پر یوه ژبه خبرې کوي په پښتو او دري سربېره هغه ژبه دریمه رسمي ژبه ده.

دولت د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه اغیزمن پروګرامونه پلي کوي، د اساسي قانون په رڼا کې تدریس په هغو ژبو باید وشي چې په قانون کې یادونه ترې شوي ده.

د ملګروملتونو د بشري رښتو د اعلامیي د لومړۍ مادې او نورو نړیوالو تړونونو او یا د ښوونیز او کولتوري سازمان(یونسکو) د پریکړو او سپارښتنو سره سم ټول انسانان خپلواک دنیا ته راغلي، په پت او رښتو کې سره یو شان دي، د یو او بل پروړاندې باید په ورورولۍ سره چلن وکړي، میندې او پلرونه خپلواک دي چې د خپلو اولادونو لپاره د ښوونې او روزنې ډول غوره کاندي. 

ملي ژپه د ملي یووالي د ټینګښت تر ټولو غوره وسیله ګڼل کیږي

لومړی: تر هغو چې ملتونه په یوه واحد کولتوری ارزښت باندې باوري نه شي او پالنه يې و نه کړي لکه د ګډو ملي ژبو ساتنه او پالنه، د مانیزو(معنوي) ارزښتونو خوندیتوب او درناوی تر هغې مهاله پورې بریا او ملي پیوستون په یوه انساني ټولنه کې ناشونی دي.

دویم: وروسته له ملي ژبې مادي اړيکې او اقتصادي زیرمې دي چې د یوې ټولنې په ګډ ملي اقتصادي وضعیت کې خورا ارزښتناک ځاي لري او ټولنې ته ملي بڼه ورپه برخه کوي. 

دریم: ګډ جغرافیایی چاپیریال چې ولسونه پکښې ژوند کړي او د ټولو ژبنیو، توکمیزو او عقیدوي توپیرونه سره د یو او بل  پروړاندې له زغم څخه کار اخلي ترڅو ټولنیز پیوستون او ملي یووالی له ګواښ سره مخ نه شي. 

څلورم: په واکونو کې د ټولو قومونو یوشان ګډون چې غوره بیلګه د میرویس نیکه ملي پاڅون و، د ملي سیاسی مبارزې په لپاره پرته له عقیدوي، توکمیزو او ژبنیو توپیرونو افغانان د صفوي سترواکۍ د مذهبي فاشستي سیاستونو د مخنیوي په موخه سره یو شول، په ویاړ سره یې د ملت جوړونې پر لور نوي ګام د نړۍ په سیاسي تاریخ کې پورته کړ.  

د ملتونو سیاسي تاریخ ګواهی ورکوي هرکله چې د ملتونو شتون په یوه ټاکلي جغرافیه کې ګواښل شوی ملي ژبې او ملي کولتوري ارزښتونو د دوی د یووالي او د دښمن د ماتې لامل شوي چې په دې برخه کې د افغانستان په لیکل شوي تاریخ کې د ملي پاڅونونو او غورځنګونو بیلګې د یادونې وړ دي.

د ملت په توګه هر کله چې د پښتون ټبر شتون د پردیو له خوا ګواښل شوی، یا د دوی پښتني لوړو ټولنیز اخلاقی او سپېڅولو مانیزو(معنوي) ارزښتونو ته زیان اړول شوی پښتو ملي ژبه له ښه مرغه د دوي د ملي یووالي د ټینګښت او د پرګنو د یوځای کېدو لامل شوې ده. تر څنګ یې د پښتو ادب د پراختیا او پشپړتیا په موخه د افغانستان د ملي ژبې پښتو په تاریخ کې نوی څپرکی پرانیستل شوی چې غوره بیلګې یې د پیر روښان ملي مبارزه ده چې تر څنګ یې پښتو ادب هم وده وکړه، د سترخوشحال ملي غورځنګ یې بله غوره بیلګه ده چې د پښتو ادب د ودې، بشپړتیا او پښتوپالنې په برخه کې کارنده ونډه واخیسته له برکته یې پښتو د هراړخیزې ودې څخه برخمنه شوه،  د اصیلو پښتنو«میرویس خان نیکه د افغانستان بنسټ ایښودونکی» د ټبرواکۍ پرمهال ژبساتنې او ژبپالنې ته لوړاوی او ځانګړې پاملرنه یې بله د یادولو وړ بیلګه ده چې د ښکیلاګرو هېوادونو د ښکیلاکي سیاستنو پر وړاندې یې افغانانو ته یووالۍ ورپه برخه کړ.

د مورنۍ ژبې پر وړاندې زمونږ ملي مسوولیت

د افغان ولسمشر اشرف غني”احمدزي” له ارزښتناکو ویناوو څخه:

((زموږ ځوان توکم ته اړینه ده چې د خپل ملي کولتور د ژورو ریښو په هکله پوه شي؛ د اطلاعاتو او کولتور وزارت، علومو اکاډمي او پوهنتونونه باید څېړنې وکړي، پوهنیزې غونډې، سترې کولتوري شوراګانې باید رامنځته کړي بنسټیز بحثونه باید وکړي ترڅو له دې لارې د افغانستان په ملي کولتور پانګونه وشي. افغاني ټولنه له افراطیت څخه ځوریږي دغه افراطیت ته مرمۍ ځواب نه ورکوي، جګړه پرمونږ تحمیل شوې، خو تر ټولو مهه ده چې باید یو نوی فکري لید لوری رامنځته شي ترڅو زمونږ ملي تاریخي پیژند او ملي ژبې خوندي پاتې شي نو مهمه ده چې سربېره په اقتصادي او امنیتي برخو د ملي کولتور په برخه کې هم پانګونه وشي)) 

د بشري ژوندانه لیکل شوی تاریخ ګواهي ورکوي چې تل انسانانو هڅه کړې تر څو خپله مورنۍ ژبه ژوندۍ وساتي د لوړتیا، بشپړتیا او پراختیا په موخه یې باید هڅاند واوسي ځکه چې مورنۍ ژبه د یوې اړينې او خورا ارزښتمنې ټولنیزې ښکارندې په توګه د انساني ژوندانه د اړتیا او رواني روغتیا سره نیغه اړیکه لري، په غوړیدو سره ېې ویوونکی د خوښۍ او نیکمرغۍ څخه ځان برخمن بولي، په ودې سره یې ځانونه د ویاړونو مخکښان او لارښوونکي ګڼي، نو په کار ده چې په ساتلو کې ېې باید د یوه غوره انسان په توګه برخه واخلي او دا دروند او ارزښتمن مسوولیت د ژوندانه په ټولو پړاونو کې په بریا سره ادا کړي.

لومړی: د مورنۍ ژبې پروړاندې زمونږ لومړنۍ مسوولیت دا دی چې د ښېرازۍ، ودې، پراختیا او سمسورتیا لپاره ېې باید د ژوندانه په ټولو برخو کې هڅاند واوسو او خپله مورنۍ ژبه د پوهنیزو پرمختګونو کې اغیزمنه وسیله وګرځوو ځکه د مورنۍ ژبې پراختیا او وده پر مورنۍ ژبه د ګړیدونکي د رواني روغتیا لامل ګرځي او په غوړېدو یې ویاړي.

دویم: دا اړینه بولم چې د ژبې د هراړخیزې پراختیا په لپاره باید لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې په مورنۍ ژبه  ترسره شي ځکه چې زده کړه انساني ژوندانه ته ښکلا او رڼا وربخښي نو باید ښوونیز نظام په زده کوونکي باندې باید یوه ژبه تحمیل نه کړي او د ټولنې د لا کولتوري ښکلا په لپاره باید پر ټولو ملي او رسمي ژبو د لیک او لوست ارزښت خوندي او پیاوړي کړي او دې ارزښت ته د درناوي لپاره باید په ټولنه کې هر وګړی په مورنۍ ژبه د لیک او لوست پر ارزښت پوه کړي شي.

د مورنۍ ژبې د ودې په موخه باید په ښوونیز نظام کې ونډه لرونکي اړخونه په ځانګړې توګه ښوونکی، زده کوونکي او زده کړیال په مورنۍ ژبه د لیک او لوست ارزښت له پامه ونه غورځوي په مورنۍ ژبه زده کړه د انسانانو د هراړخیز پرمختګ بنسټ جوړوي، د بشري ټولنو وده او پرمخیون د انسانانو د فکري هڅو په پایله کې منځ ته راځي، خو د دې هڅو او کړنو په سمبالښت کې د ژبې لوبغاړیتوب ټاکونکی او د ارزښت وړ دی.

دریم: د هر ډول ګواښ څخه د مورنۍ ژبې د خوندیتوب آر باید په مورنۍ ژبه ګړیدونکي وګړي په خورا جدیت سره په پام کې ونیسي، ځکه چې ځینې ټولنې ناوړه کرغیړنې موخې لري او د خپلې ژبې د خورېدو په موخه هڅه کوي تر څو خپل کولتور او ژبه په نورو ټولنو تحمیل کړي او د نرمو کړنلارو په کارولو سره غواړې له ټاکل شويو جغرافیایی پولو څخه ورهخوا خپلې ژبې ته ناروا پراخوالی ورپه برخه کړي چې غوره بیلګې ېې کولتوري یرغل، د ګاونډیو هېوادنو په کورنیو چارو کې لاسوهنه، خپله ژبه په نور تحمیلول، غیرملي نومونې په ملي ترمینالوجۍ کې شاملول، د ښوونې او روزنې د بنسټونو نړول، پر هغو کولتوری ارزښتونو چې مخینه یې په افغانستان پورې اړه لري د سیوري اچول ‌دي.

په یویشتمه پیړۍ کې د زبرځواک هېوادونو ښکیلاکي سیاستونو بڼې بدلون کړی، په نوي ښکیلاک کې د یرغل تر ټولو مهمه او ارزښتمنه موخه د ملي کولتوري ارزښتونو او دودونو بدولون دی چې د انساني ارزښتونو د خوندیتوب مهمه برخه جوړوي دا تګلاره د نیواکګرو هېوادنو د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو خورا ارزښتمنه برخه ګڼل کیږي.

زبرځواک هېوادونه غواړې له دې لارې ملتونه ایل  او د خپل ژوندانه بڼه او سبک پرې تحمیل کړي چې غوره بیلګه یې د ایران کولتوري یرغل دی چې د دې یرغل په پایله کې مونږ ډیر بدلونونه په ملي پوهنیزو بنسټونو کې وینو او د دې شاهدان یو چې ایراني کولتوري یرغل زمونږ په ټولنه کې د وروڼو قومونو ترمنځ بیلتون رامنځ ته کړی، ملي رسنی مو هم په لوی لاس د دې یرغل په چوپړ کې دي، لار ورته هواروی او لا ګړندی ېې ساتي.

د افغانانو تر ټولو اړینه دنده او مسوولیت دا دی چې د افغاني ټولنې د ملي پایښت په موخه ژبې، انساني ارزښتونه، دودونه، تاریخي ویاړونه او په ځانګړې توګه ملي ژبې چې یوازې د پوهولو وسیله نه بلکه د ملي پیژند مور ګڼل کیږي  وساتي او د خوندیتوب په موخه یې باید هڅاند واوسي په زړه ورتیا، میړانه یې پالنه وکړي. 

څلورم: په هره انساني ټولنه کې د ژوند، تاریخ، کولتور او ملي پیژند پیاوړې ستنه ژبه ده، هره ټولنه هڅه کوي چې دا ستنه لاپیاوړي او غښتلې کړي، ځکه په نسکورېدو سره ېې انسانان خپل ملي پېژند له لاسه ورکوي او هیڅوک دې ستر ګواښ ته تیار نه دي. د وروستیو شمېرو له مخې په نړۍ کې څه باندې شپږ زره ژبې ژوندۍ دي خو ٪۴۳ ژبې له ګواښ سره مخ دي، مجازي نړۍ کې د ملي ژبو کارونه خورا ډیر ارزښت لري ځکه چې مونږ د نړیوالتوب په پېر کې ژوند کوو نو مهمه ده چې ژبه او کولتوري چاپېریال خوندي وساتو د ورپېښو ګواښونو په وړاندې باید نه ستړې کېدونکي مبارزه وکړو تر څو زیانمن نه شي. 

د ملي ژبو په مړینه کې توپیر لرونکي لاملونه مهم ګڼل کیږي چې ځینې یې په لاندې ډول دي. 

۱. د خلکو مړینه او یا لږوالی چې د نشت تر پولو ورسیږي، نو ژبه یې هم د ژوندیو ژبو له لیکه وځي.

۲. کله چې د یوې ژبې ویونکي د بلې ژبې د ځای نیولو په تکل پرته له دې چې ټولنیز اخلاق او ټولنیز عدالت په پام کې ونیسي، ظالمې او جابرې ډلې رامنځته کوي تر څو خپله ژبه د بلې ژبې ځای ناستې کړي نو کله چې یوه ژبه د بلې ژبې ځای نیسي نو پخوانۍ ژبه هم ورسره مري.

د پورتنیو لاملونو په پام کې نیولو سره ویلای شو چې دا نه یوازې د واکمن نظام بلکه د افغانانو ملي مسوولیت دي چې د مورنیو ژبو د خوندیتوب په موخه باید هراړخیزې هڅې پیل کړي  د ساتنې، پالنې او پرمختګ په موخه یې باید لاندې ټکي هیر نه کړي 

۱. دا زمونږ مسوولیت دی چې باید ټولې ټولنیزې چارې له یوه مخه په خپله مورنۍ ژبه پرمخ بوځو.

۲. په ملي او ټولنیزو رسنیو کې یې باید په خورا ارتوالي سره وکاروو.

۳. نورو ته د ملي تاریخ، ملي کولتور د ورپېژندلو او سپړلو په برخه کې باید د ارزښتمنې وسیلې په توګه وکارول شي.

ځکه چې  د ملي ژبو د پرمختګ او پراختیا مسوولیت انسانانو ته ورسپارل شوی نو اړینه ده چې خپلې مورنۍ ژبې له مړینې وژغورئ او د پرمختګ لپاره یې تل په هڅه کې واوسئ.

په لوړو پوځي پوهنیزو بنسټونو کې له پښتو ملي ژبې سره توپیري چلن کیږي

لومړي: په پوځي پوهیزو بنسټونو کې پښتو د دړې یا دروازې ژبه ده نه د دفتر او ادارې؛ ټولې ادارې چارې په یوه ژبه پرمخ وړل کیږي او دا ژبه پر ټولو تحمیل شوې ده.

دویم: ټول لیکل شوي مکتوبونه چې ادارو او دفترونو ته استول کیږي په یوه ژبه وي چې ډیری مهال ملي نومونې هم په سم ډول نه پکښې کارول کیږي.

دریم:  ټول لکچرنوټونه او په لوست خونه کې کوم لکچر چې د استاد له خوا وړاندې کیږي په یوه ژبه وي، ډيری مهال د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغوړونه هم د استادانو له خوا ترسره کیږي چې دا په خورا سپین سترګۍ سره د ملي ژبې پښتو پرحق سترګې پټول دي.

څلورم: د ملي پوځي اکاډمی ترانه پښتو وه ملي، تاریخي، اخلاقی بڼه يې درلوده زده کړیال ته یې د هېواد پالنې سپيڅلی احساس ورکاوه همدارنګه  تاریخي ویاړونه، د تاریخی مشرانو نومونه، د ملي اتلانو نومونه پکښې اخیستل شوي و، په ډیر سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره د مغرضو پښتو ضد کړیو له خوا بدله شوه، په دې کار سره د دې خاورې ریښتیني اتلانو ته چې د تاریخ په اوږدو کې یې د دې خاورې د دفاع او ملي خپلواکی په لار کې مبارزه کړې د دوی له خوا سپکاوی وشو.

پنځم: د ملي پوځي اکاډمی د دیپلوم درجې چې په څلورو برخو ویشل شوې وي (منځنی، ښه، ډیر ښه او خوراښه) چې په پخواني حربي پوهنتون کې هم دا درجې کارول کېدې د لومړي ځل لپاره د پښتو ضد کړیو له خوا بدلې شوې اوسمهال دا درجې نه کاریږي.

شپږم: په پوځی پوهنیزو بنسټونو کې چې په نوم ملي یادیږي، پښتانه ملي پوځي شخصیتونه یوازې د پښتوپالنې په تور د محکومیت تر پولو رسیدلي، د ملي پوځي پوهنیزو شخصیتونو ځپنه او وژنه د ټبر، ژبې او سمت تر سرلیک لاندې په یو دودیز آر اړول شوې دی.

اووم: د افغانستان د پوځي رتبو پرځای د ایرانې رتبو کارونه په خواله  رسنیو کې عام شوې او دا هڅه روانه ده چې په پوځي بنسټونو کې هم عام کړای شي.

اتم: د افغانستان دملی وسله وال پوځ، یا د افغانستان د ملي اردو پرځای خو د ارتش ملي افغانستان اصطلاحات کارول ېوازې دا پاتې ول چې پوځي رتبو ته بدلون ورکړي دا هڅه هم  له بده مرغه پیل شوي ده، هڅاند ملي شخصیتونه یې باید د مخنیوي په موخه چټګ ګامونه پورته کړي.  

نهم: د وسله والو پوهنیزو بنسټونو د مشرۍ په برخه کې پر دندو د ګمارنې معیار تبعیض دی، پوهه، شخصیتي ځانګړنې، هېوادنیو ګټو ته ژمنتیا، ملي احساس، ملتپالنه، ملي کولتوري ارزښتونو ته ژمنتوب، ملي تشخص، اکاډمیک شالید هیڅ ډول ارزښت نه لري او نه هم په پام کې نیول کیږي وروسته د ښاغلي تورنجنرال شیرمحمد”ځاځي” صیب  له مشرۍ څخه چې د هېواد پالنې په برخه کې ټولو عسکری اړوندانو ته بېلګه ییز شخصیت و په پوځي اکاډمی کې ډیری ګمارنې د سیاسي مصلحتونو په رڼا کې شوي او ملي بڼه هم نه لري.

که دوی ځانونو ته مسلمانان وایي د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی(ص) لارښوونه ده چې تاسې د ښو او نیکمرغو انسانانو د کارونو لپاره د هغوی شکر ادا کړي؛ که تاسې د ښو کارونو لپاره د څښتن تعالی د غوره بنده ګانو شکر نه شی ادا کولي نو د څښتن تعالی شکر به څنګه ادا کړي.

 هغه ټول ملي ویاړونه او ارزښتونه چې تاریخي مخینه یې پردې خاوره او ولس پورې اړه لري باید ټول یې درناوی وکړي او د خوندیتوب په موخه یې هیڅ ډول تکل ونه سپموي ګران افغانستان زمونږ ګډ کور دی، غرغر یې زما د نیکونو او پلرونو د مبارزو شهادت ورکوي، درې درې زمونږ د ملي اتلانو په وینو لړلي دي، دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې د سر په بیه ساتل شوي اوس هم  میړنی وسله وال پوځ د دې خاورې د ساتنې لپاره قرباني ورکوي، د دوی د هڅو او قربانیو په پایله کې مونږ د دې خاورې څښتنان شوي یو نو باید قدر یې وکړو او د ملي ټولنیزو ارزښتنو د سپکاوی پرځای یې باید درناوی وکړو چې دا د هر ریښتنې افغان دنده او ملي مسوولیت دی. 

وړاندیز ۱. د ملي ژبو د پرمختګ په موخه باید ملي پالیسي جوړه شي. ۲. ژبه هیڅکله د سیاسي وسیلې په توګه باید ونه کارول شي.3 . د لوړو زده کړو په ټولو بنسټونو کې باید په ټولو ملي ژبو تدریس پرمخ بوتلل شي. ۴. ملي پراخ فکره شخصیتونه باید په لوړو پوهنیزو بنسټونو کې په دنده وګمارل شي ترڅو د ملي ژبو سره توپیري چلن ونه کړي. ۵. په ملي ژبو سمبال ښوونیز نظام باید د افغاني ټولنې د اړتیاوو په رڼا کې رامنځته شي.۶. د نظام له خوا باید روغ ملي  تبلیغات وشي ترڅو د یوې ژبې ویونکي د خپلې ژبې پرمختګ او پراختیا د بلې ژبې په ځوړتیا کې ونه ګوري ۷. باید څېړنیز مرکزونو په لوړو پوځي پوهنیزو بنسټونو کې د ملي ژبو د ودې په موخه پرانیستل شي ترڅو ملي ژبې خوندي او د هراړخیز پرمختګ نه برخمنې کړل شي. پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *