نن د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده، دا چې ژبه مو خپل هويت دی، که مو ژبې ته خدمت وکړ، نو خپل هويت مو ثابت کړ.
د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت غواړو، لومړی له هغو ملګرو او وروڼو څخه مننه وکړو، چې شپه او ورځ يې پر خپلو ځانو يوه کړې ده، خپله ژبه يې د نړيوالو ژبو په کتار کې ځای او د ګوګل ترانسليت ژبه شوه.
زموږ بريا خپلې ژبې ته خدمت کول دي، موږ پر خپله مورنۍ ژبه وياړو، ځکه همدغې ژبې زموږ هويت ثابت کړی دی، دا چې په ګران هيواد کې پښتو د اکثره ولسونو ژبه ده، نو باید په ټولو ادارو کې يې انډول مراعات شي.
موږ خپلې ژبې ته په خدمت او نورو ژبوته په درناوی مکلف يو، خو لا هم ډېر کار او ستړو ته اړتيا ده، چې مورنۍ ژبه د نورو پرمختللو ژبو سياله وګرځوو.
ددې لپاره چې زموږ ژبه نوره هم بډايه شي،لا هم وکولای شو خپل ولس او ژبې ته خدمت وکړو، نو له ټولو ليکوالو نه مو هيله ده، چې له نورو ژبو څخه خپلې مورنۍ ژبې ته علمي ليکنې راوژباړي، هڅې او هاند وکړي، چې د خپلې مورنۍ ژبې حق ادا کړي.
له دولت څخه مو همدا هيله ده، چې د اساسي قانون سره سم د پښتو ژبې لپاره کار وکړي، تر اوسه لا هم په ډېرو دولتي ادارو کې يواځې دري ژبه دود ده، دا چې دري هم د هيواد رسمي ژبه ده، نو باید په دواړو ژبو ټول دفتري کارونه تر سره شي.
پردې هيله چې د پښتو ژبه مو لا علمي او غني شي، نو لا هم ډېر زيات کارکولو ته اړتيا ده، تر څو ددغه ژبې د علمي کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلو.
په درنښت کليوال ملګري ټولنه