تاند- د موریشیس ټاپو (Mauritius) حکومت اعلان کړی چې که څوک غواړي د دغه هیواد تابعیت واخلي باید یو ملیون ډالره ورکړي.
د پیسو په وړاندې د کاناډا په ګډون یو شمېر نور هیوادونه هم د نورو هیوادونو اتباعو ته دایمي اقامت ورکوي خو کاناډا او نور هیوادونه دا پیسې د دولت د خزانې لپاره نه غواړي بلکې د پانګونې لپاره غواړي. یعني پیسې د هماغه کس دي.
خو د موریشیس ټاپو حکومت ویلي چې دا پیسې به د دغه هیواد ملي بسپنې ته ورکول کېږي او بېرته به نه ورکول کېږي.
موریشیس، چې افریقا ته نژدې د هند په سمندر کې دی، ۲۰۴۰ کیلو متره مربع مساحت لري او نظام یې پارلماني دی.
دا ټاپو په ۱۵۰۵ م کال پرتګالیانو کشف کړ او اوس د بریتانیا د کامن ویلت یا ګډو ګټو د ټولنې غړی دی.
د ۲۰۱۶ م کال د سرشمېرنې له مخې د دې هیواد نفوس څه باندې یو ملیون او ۲۶۲ زره دی.
فرانسوي او انګلیسي د دې ټاپو رسمي ژبې دي.
د موریشیس د حکومت له لوري د یو ملیون ډالرو د ادا کولو په بدل کې د تابعیت د ورکولو د پروګرام پر اساس به، چې د دغه هیواد پارلمان او صدراعظم تایید کړی، د تابعیت اخیستونکي د کورنۍ هر بل غړي ته به د یولک ډالرو په بدل کې تابعیت ورکول کېږي.
د موریشیس د اپوزیسیون ځینې سیاستوال د حکومت پر دې طرحې نیوکه کوي او وايي چې باید په تابعیت تجارت ونه شي.
د دې ټاپو په سلو کې ۴۸ اعشاریه ۵ هندو مذهبه، ۳۲ اعشاریه ۷ عیسویان، ۱۷ اعشاریه ۲ مسلمانان او صفر اعشاریه ۸ د نورو دینونو پیروان دي.