نن ۴۰ طالبان ووژل شو، لس سرتیري شهیدان شول، پلونه او پلچکونه په بمونو والوزول شو، چاودنې کورونه ونړول او نور نور. هو، موږ د جګړي انساني تلفاتو او مادي تاوانونو ته ښه متوجه یو، هره ورځ هغه اعلانوو او تاوانونه محاسبه کوو خو داچې په اوږد مهال کې دغه جګړه څومره ژور زموږ مدني او ټولنيز ژوند اغیزمنوي، يا هیڅ خبر نه یو او هم ډیر لږ ورباندې فکر کوو.
اوس څلور لسیزې جګړه روانه ده، خو ایا کله مو دا پوښتنه فکر ته راغلې چې د انساني تلفاتو له زاويې زموږ د کومې کتګورۍ وطنوال زیات شهیدانیږي؟؟
ځواب يي ساده دی، او ښايي ټول په ځواب کې ووایاست: ځـــــوانـــــان!
خو د ځوان مرګ یوازې دا نه دی چې ېوې مور خپل خوږ بچی دلاسه ورکړ، يو پلار بې زویه شو، یوه خور بې وروره شوه! بلکې دغه راز هیواد د سباورځې يو راتلونکی پلار د لاسه ورکړ. يو ځوان چې د بقا د طبعي قانون په اساس باید واده وکړي، کورنۍ جوړه کړي، کوچنیان رالوی کړي او بالاخره بشري ټولنه ژوندۍ وساتي.
که په جنسیتي نظر د جګړې د قربانیانو محاسبه وکړو، ښايي د هلکانو تلفات د نجونو په پرتله تر ۹۵ سلنې هم زیات وي. په دې مانا چې موږ میلیونونه نارینه ځوانان د لاسه ورکړل، خو په میلیونو پیغلې ژوندۍ دي. پس دغه ژوندې پیغلې مخکې له دې چې واده شي، کونډې شوې دي.
که نن ورځ تاسې له رسنیو خبر اوری چې هلته په يوه مغاره کې ۱۵۰ طالبان ووژل شول، او يا په لس ګونو سرتیري شهیدان شول، نو فکر وکړی چې چې په همدې لحظه کې په همدې شمیرافغانې پیغلې هم کونډې او بې سرنوشته شوې( طالب، سرتیری ټول افغانان دي)
د جګړې بله ستره ناخواله غربت او د هغې په پایله کې د ځوانانو فرار دی. که پروسږکال دوه لکه ځوانان له هیواد څخه جرمني او لویديځې نړۍ ته وکوچېدل، په همدې شمېر د هیواد په کورونو کې بندیوانې او معصومې پیغلې بې مړونو پاتې شوې. له بده مرغه دالړۍ دوام لري او ولاړه نه ده.
له ودونو سره نه علاقه اویا انکار یو بل ټولنیزلامل دی چې نن ورځ محسوسیږي. ځني ځوانان چې د ټولنېزو رسنیو د لارې له بهرنۍ نړۍ سره اشناشوي اود هغوی د کورني ستاندردونو او اسانتیاوو څخه معلومات لري، زړه نه کوي چې د پخوا په څیرپه غریبۍ او بې کورۍ کې په توکل خپل ژوند شروع کړي. د دوی د پوهې او شعور سطحه له پخوا لوړه شوې ده. دغه راز د جګړې دوام او نامعلومه راتلونکې بل لامل دی چې د ځوان څخه د واده جرات سلبوي.
دویمه ډله نارینه ځوانان هغه دي چې بهر ملکونو ته تللي، هلته يا قبول شوي او یا د انتظار په حالت کې ژوند تیروي. دوی هم په بدو شرایطو کې ژوند کوي. ودونه کول ورته سخت شوي دی. د دوی لوی اکثریت سخت فزیکي کارونه کوي او کورونو ته پیسي لیږي. له بده مرغه ډیر يي له لوړو تعلیماتو څخه محروم پاتې کيږي. د دوی څخه ځنې که څه هم غواړي چې په خپل هیواد کې ودونه وکړي او بیا خپلې مېرمنې بهر ته له ځان سره راولي، خو ډیرو بهرنیو ملکونو قوانین دومره سخت کړي چې نژدې ورته ناشونې ده. په بهر کې افغانې رالوېې شوې تعلیم یافته نجونې خو هیڅ نه حاضریږي له دې ځوانانو سره ودونه وکړي. وايي هم تعلیمي او هم کلتوري تفاوتونه لري. په نتیجه دغه ډله ځوانان بې ودونو پاتې کيږي او عمرونه يي پورته ځي.
دریمه ډله هغه افغاني ځوانان او پیغلې دي چې د لویديځ په ملکونو کې زیږيدلي او یا په ډیر کوچنیوالي کې هلته تللي او اوس رالوی شوي دي.
دا ډله نجونې او هلکان په تیوریکي ډول کولای شي یو د بله سره ودونه وکړي خو د کورنیو قیودات او کلتوري دودونه اجازه نه ورکوي چې یو دبله سره مخکې له واده وپيژني او سره وګرځي، کوم چې په لویديځو ملکونو کې اوس یو ستانډرډ دی. په همدې ډول دغه پیغلې او ځوانان د لويديځ د کلتور تر اغیزې لاندې نه غواړي چې په غیاب کې او په پټو سترګو یو د بل سره نامزد شي. دوی له پلرونو او میندو سره تل په اختلاف او کشمکش کي وي. ډیر وختونه يی جنجالونه تر محکمو رسيږي . په دغو مسلو کې قوانین هم د ځوانانو ملاتړ کوي.
يو بل ټکي هم باید له یاده ونه باسو چې په بهر کې يو شمېر رالوی شوي افغاني ځوانان حتی له دې انکار کوي چې د بل افغان سره واده وکړي. ډیر وخت داسې شوي دي چې:
لور مور ته وايي: مورې له افګان(افغان) سره واده نه کوم!
او زوی پلار ته وايي : پلاره له افګانې( افغانې) سره واده نه کوم!
وجه يی څه ده؟
کورنی تاوتریخوالی او پراخه تبلیغ. ډیر ځوانان ګوري چې پلاريی د مور سره ظلم کوي او يا ورباندې حکومت کوي، له افغان څخه ویره پيداکوي. دوی دغه اړيکي د بهرنیانو له کورني اړیکو سره پرتله کوي چې په مساوات او متقابل احترام ولاړې دي. بل داچې عموما يې په ښوونځيو رسنیو او ټولنیز ژوند کې ډیرې داسې خبرې او بحثونه اوريدلي چې ګوندې په اسیايي او اسلامي ټولنو کې ښځو ته هیڅ اهمیت نه ورکول کيږي، نارينه تل په ښځه حاکمیت لري او دویم لمبر انسان ګڼل کيږي.
ډیر نور عوامل هم شته ، خو نه غواړم چې لیکنه اوږده او لوستل يي له حوصیلې ووځي. خو په لنډو کې باید ومنو چې زموږ ټولنه په يوستر مدني بحران کې راګیر ده. د جګړې د اغیزې دا منفي اړخ هم ډیر خواشینونکی او زورونکی دی او که سوله هم راشي، ډیره اوږده موده به يی اغیزې احساسوو.
جګړ باید ژر ختمه شي.
د یو مدني او سوله ایز افغانستان په هیله!!
ځیرک صا حب السلام علیکم و رحمته الله ، الله د تل خو شحاله لره، قلم د وچ مشه، ډیر ښه پر وا قعیتو نو ولاړ زموږ د ټولنې واقعې انځور مو وړاندې کړۍ ده ، له دې انکار نشي کیدای چې په ټولو بشري ټولنو کې د نا رینه ځوا نانو تلفات تر ښځو زیات دي، په تیره بیا په هغو ټولنو کې کې چې په کلو نو هلته جګړه روانه وی، د جګړي د سون تو کي نا رینه په خا صه تو ګه ځوانان وی، له همدې کبله ده چې د اسلام په مقدس دین کې یو ځوان تر څلورو پورې ښځې کولای شی، دلیل یی هم همدا دۍ چې که دا کار و نشي یو ډیر تعداد پیغلې له میړه محرو مې کیږي او ټو لنه له یوه اخلا قي نا ورین سره مخا مخ کیږي، دا چې ددې تر څنګ جنګ ټو لنه له نورو مصیبتو نو سره هم مخا مخ کوي چې ، هغه فقر، مرض، بیسوادي،او پلو نو ، مکتبونو ،شفا خانو او پلچکونو ، سر کونو خلاصه د ژوندانه د ټولو آسا نتیا وو له منځه وړل دی ، الله د دا مصیبت هر څو مره زر چې کیدای شي زموږ د ټو لنې له اوږو لرې کړي، آمین