د هیفا زوی په تمځي کې ولاړ و. چې نیت مې کاوه د مور پوښتنه یې وکړم دی بس ته وخوت. په سرویس کې بیروبار و، نه راښکاریده

هیفا بوډۍ ده، چې ګرځي د لاس لرګی ورسره وي. یوه ورځ تیز باران وریده ما د دې پر سر چترۍ ونیوله چې لنده نه شي او تر تمځي سره ولاړو. له دې ورځې راوروسته چې مې کله په کوڅه کې وویني خامخا راته سلام کوي، خو له نژدې یوې اونۍ راهیسې مې نه ده لیدلې.

د ډیویسکا تمځی د شپږم پراګ د بسونو وروستی ټپال دی. هلته چې کوزیدم د هیفا زوی هم ښکته شو. دی ژر ژر روان و، ورګړندی شوم، سلام مې وکړ:

 – مور دې نه ښکارې څرنګه ده؟

سړي شونډه په غاښ کړه:

– مور مې مړه شوه

– اوهو خوارکۍ، څرنګه؟!

– ناڅاپه ناروغه شوه په کور کې څوک ورسره نه و دوې ورځې وروسته زه خبر شوم چې ورغلم صحت یې خراب شوی و، نو امبولانس مې راوغوښت روغتون ته یې یووړه او بیا یې یوه ورځ وروسته ساه وخته

– ښه ښځه وه خوا مې پرې بده شوه، چیرته یې خاورو ته سپارئ، که وشو چې په مراسمو کې برخه واخلم

– نه یې ښخوو، لګښت یې ډیر دی، سوځوو یې

– دې وصیت کړی و چې ویې سوځوئ؟

– د یاداشتونو کتابچه یې ما وکتله څه یې نه دې پکې لیکلي.

0 thoughts on “مور / اجمل پسرلی”
  1. په زړه پورې. په شرق او غرب کې د عاطفې او مهربانۍ پارډاکس وینو.
    دلته انسان په ماشومتوب کې له مینې او مهربانۍ بې برخې وي، وهل کېږي، سپکې سپورې اوري، غوښتنو ته یې څوک پام نه کوي.
    په غرب کې بیا په زړبودن کې د انسان دغسې حال وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *