دا زه ولې ډیری وخت د چوپ شه، صبر شه، کلمه مخ ته ږدم؟؟
دا ځکه مورجانې ستا خبرې دي، دا خبرې هیڅ وخت نه هیریږي، د مینې او یوې دنیا نه ښې خبرې دي.
خو بيا هم په سلګو سلګو راته ستا د مينې او خلوص د بيانولو يو لوی مقدس کتاب د سترګو رپ کې، خلاص کړي. په لړزيدلي ناچاره غږ دې د غم سندريزه وږمه پيل کړي او راته د اوښکو امیل جوړ کړي…..
ستا د مینې هغه شيبې را يادې شي، چې ته به نه وې خو ستا يادونه به هميشه راسره ملګري وو، ستا د خبرو تمثل به ماته د کوټې دیوالونو کاوه، ته به نه وې، خو په ټوله هوا ، ځکه، اسمان او ټولو کایناتو کې به ستا د انځورونو يو عظیم او سپیڅلی کاروان را روان و.
مورې! په سمندرونو، غرونو، ګلونو او باغونو کې ستا تصويرونه ښکاريدل، هر هر څه راته ستا خبرې کولې تورې خاورې راته د سرو زرو هندارې او په هندارو کې ستا د خيالي انځورونو ترسيمونکی او انځورګر ښکارېدم، خو ته نه وې هلته مورجانې!
سترګې به مې ډکې شولې اوښکو نه
مورې! هره ساه به مې زخمي شوله
مورې! ما چې تاته دعا نه کوله
بل هره دعا به مې زخمي شوله
زه داسې اند او فکر کوم، چې د زړه په کونج کې او زما له سیوري سره جوړه بل سيوري هم روان دی، خو لیدلای مې نسوای، بلکې خوشبو مې یې حس کوله. خو دغه څېره راته پردۍ او نا اشنا نده، کټ مټ لکه دځان غوندې مې راته ښکاري، زه هم نه يم ناهيلۍ، نه زړه خورم، ښايي ټول عمر هم راته ستا د مينې دغه انتظارستړی کوونکی نه وي، او نه ځان ستومانه وبولم. اوس هم زما په غوږ کې همغه ستا د مينې، عاطفې، پاک احساس، مقدسه موسکا او لورينې انګازې شته چې ما ژوندی ساتي او دراتلونکي لپاره مې په زړه کې د هيلو زړي شيندي.
د دې ستړي ژوند د کاروان په مزلونو کې هم ستا د مينې انګازې اورېدل کيږي ،په خوبونو کې هم ستا د تمام عمر د مسافرې مينې، عاطفې اولورينې څرکونه له ورايه ښکاري .
ګرانې مورې: هغه څه چې زه يې ستا د مينې نه دومره په لرې کې ساتلی يم نشم بيانولی خو….
کله کله همدا ويره راسره وي، چې هسې نه خپل ټول ژوند مې همداسې بې پروايۍ کې تيرکړی وي او ځان ته مې هيڅ پام نه وي.
زه ښايي ډير زیات بې پروا وم خو ما وبښه! مورجانې: ته دپسرلي لمړنی سهار یې، ته د ژوند نایابه خوښې یې، ته د جنت د هوا وږم یې، ته خدای مقدسه پیدا کړې یې ته د ګلونو آميل يې، ته زړونو ته سکون بښې، ته زړونو مينه او عاطفه ورکوې، خو زه اوس هم ستا د مينې په ارمان ددې ستړي ژوند د کاروان سره مزلونه وهم .دا مزل به لا روان وي، مګر ستا نشتون به مې دایم الحال ځوروي.
خدای دې د جنت په منارو کې را سره په سپین جنتي مخ دیدن وکړه، خدای دې هغه منزلت در کړي، لکه دنیا کې یې چې در کړی او ښه نوم یې په قران کې یاده کړې یې…
دا بیت مې هسې ځوروي بیا هم نن ځان پې ځوروم…..
اېمانو وایه د ژوند به څه خوښي وي؟؟؟؟
د سړي چې وې ادې په هدیره کې
اېمان صیب په زړه پوری قصه وه الله دی په عمر او قلم برکت کیږده