چې لاسنیوی یې نشو کولای وزر یې هم باید پرې نه کړو.

تېره جمعه مې له مور سره په ټلیفون کې خبرې کولې، د خبرو له انداز څخه داسې راته معلومېده، لکه نن چې د نورو ورځو په پرتله زیاته خوشحاله وي، پوښتنه مې ورڅخه وکړه، نن ډېره خوشحاله راته ښکارېږې؟ زما کشره خور یې راته یاده کړه، چې شنبې ته یې له مدرسې څخه دولس زده کوونکې فارغېږي.

کله یې چې زه د خوشحالۍ په علت باندې پوه شوم، لومړی مې مبارکي ورته وویله، وروسته له هغې ماته ډېر خاطرې را په یاد شوې.

 تقریباً اته – نهه کاله مخکې مو کډه کابل ته راغله، له ځان سره مې فکر وکړ، دادي ته خو یې ښوونځي کې شامل کړې، باید خویندې دې هم درس ووایي، د خویندو د درس خبره مې کله چې پلار ته وکړه، هغې راته وویل “چې دا خبره بل ځل راته تکرار نه کړې، دا کابل دی، ستا د عمر په اندازه مې په کې شپې ورځې سبا کړې دي”  لاس یې مخامخ راته ونیولو، کړل یې “هر څه راته داسې معلوم دي لکه ددغه لاس ګوتې”.

خدای شته دې خبرې یې زما په روحیه زیات منفي تاثیر وکړ، دا چې پلار مې و، ورسره اوږده مې نه کړه، دري میاشتې مو په همدې کور کې ووتې، له دې ځای څخه مو کډه وکړه، قلعه واحد ته، هلته مو یوه میاشت ونه وتله، بیا مې پلار ته وویل “دا نجونو ته، چې ښوونځي ته اجازه نه ورکوې باید مسجد ته خو ولاړې شي” لنډه یې درته وایم،  په دې خبره سره یې د تندي ګونځې وغوړېدې، راته کړل یې “سمه ده” زه ولاړم  بازار ته، البغدادي قاعدې مې  ورته راوړې بس په درس ویلو یې پیل وکړ.

پوره یوولس میاشتې یې دلته درس وویلو، پکت دومره څه یې زده کړل چې د قران کریم له روی ویلو سره بلدې شوې، هغه د چا خبره “ سم طوطي په خبرو راغلو سم یې روزنکی له لاسه ورکړ” نور مو له دې ځایه هم کډه ولاړه.

کرایي کور دې ورک شي، هر وخت داسې کېږي، سم د کوڅې  او جومات له خلکو او هغه چاپیریال سره بلد شې، بس قرارداد دې پوره شي، کډه دې دربار کړي.

له دې ځای څخه مو کډه بار کړه، ولاړو دېوانبګي ته، هلته مو هم نهه میاشتې تېرې کړې، بیا داسې ځای مې ورته ونه موندلو چې د پلار له خوښې سره سم  برابر وي، کوم څه یې چې زده کړي و،نږدې له یاده یې ووتل، کور ته مو موټر نه ورتللو، له دې ځای څخه هم کډه شول نیازبیک ته.

په نازبیک کې کوم کور مو چې ونیولو، زیات په کې خوښ و، کله چې ژمي شو، داسې خشت پشت یعنې نم یې وکړ، چې هېڅ زندګي په کې نه کېدله، زموږ لږ عصري کور ته زړه کېدلو خو د مور مې له عصري کوره داسې بد راغلل، چې هېڅ اندازه نه لرله، بس په بل کرایي کور پسې  را ووتو، ډېر ورپسې وګرځېدو، مور به مې وروسته له هغې همېش راته ویل “داسې ځای ونیسئ چې خامه وي خو وچ وي، نم ونه لري” ځکه دلته ډېره وځورېدله، کله چې د حوت میاشت شوه، له دې کور څخه مو هم کډه وکړه بل کورته ورڅخه ولاړو، دادي نږدې اوه کاله کېږي، په همدې کور کې ژوند کوو.

خو په دې کډو کډو کې مې خویندې له درسونو څخه بیا پاتې شوې، کوم څه یې چې زده کړي و، هغه یې هم نږدې له یاده ووتل، کله چې اخري کور ته راغلو، هلته د نجونو مدرسه وه.

عجیبه خو لا داوه، چې مازدیګر له کورس څخه راغلم، کشره خور مې بې حده را باندې ګرانه ده، منډه یې راواخیسته، راته کړل یې “لالا!” ما ویل “څه وایې؟”دې راته کړل “په کوڅه کې ډله نجونو له هغه کوره راووتې، په لاسونو کې یې قران شریفونه هم و” دا مې له لاس څخه ونیوله، کوټې ته راننوتم، مور ته مې وویل “سبا به ورسره ولاړه شې مدرسې ته، هرڅومره فیس یې چې غوښتو، بس دوي دواړې به په کې شاملې کړې”

مور بیچاره ګۍ مو درس مرس نه دی ویلی او نه یې دې ته دومره ارزښت ورکولو، چې نجونې په مدرسه کې شاملې کړي، او ان دایې راته وویل چې هغه نورو له ړانده ملاصاب( ملاصاحب) څخه به یې سپارې وخوړلې، ټکی به یې زده نه کړو، نه پوهېږم ددې په پیسو زړه نه کېدلو، که یې په نجونو باندې باور نه و، چې درس به زده کړي.

له نرمۍ څخه مې کار واخیست، مجبوره مې کړه، سبا ورسره ولاړه، ورېره او خور مې یې دواړه په کې شاملې کړې، دادې له هغې ورځې څخه تر نن پورې نږدې اوه کاله ووتل چې درس وایي.

اوس په همدې مدرسه کې استادانې دي، دوی قاریانې شوې، قران کریم یې نږدې تر نمیایي زیات حفظ کړ، سره له دې زیات کتابونه یې  ولوستل، او لا د علم په سمندر کې غوټې وهي. تېره ورځ مې چې له مورسره په موبایل کې غږېدم د خوشحالۍ علت یې همدا و، چې دولس زده کوونکې یې قاریانې شولې، دشنبې په ورځ ټکري ورباندې اچوي، په دې کار سره یې نه یوازې موږ په شونډو موسکا خپره کړه بلکې مور او پلار مې هم زیات ورته خوشحاله و.

مور مې اوس اوس دېرې دعاګانې راته کوي، پلار مې هر وخت زړه ته ونږدې کوي، دواړه ډېر رانه خوشحاله دي، د وخویندو خو پوښتنه مه کوه چې هر وخت یې لاسونه زما په حق کې رب ته لپه کړي وي.

نو خبره مې دا کوله چې موږ باید له پخوانیو کسانو سره له زور او زیاتي کار وانخلو، په نرمۍ ورسره خبرې وکړو، هغه څه ښه متل دی چې وایي« نرمه غاړه چاړه نه خوري» په هر ځای او هر کار کې چې له نرمۍ څخه استفاده وشي د انسان د کامیابۍ سبب کیږي.

د پخوانیو خلکو تر پام تعلیم بد شوی دی، هغوی ملامت نه دي، پخوا یوه داسې انګیزه ورکړل شوې ده، که چېرې نجلۍ له کور څخه ووځي، بس فاحشه او خطا ورڅخه جوړېږي، نو له دې وېرې نه غواړي خپلې لوړنو باندې درس ووایي، که چېرې خپلو اولادونو ته که نارینه وي یا ښځینه سمه روزنه په کور کې وړکړل شي، زه باوري یم هېڅ کله به داسې کار ونه کړي چې هغه دې د کورنۍ د بدنامۍ سبب وګرځي بلکې د کورنۍ لپاره به ویاړونه وي.

هر ماشوم نیال ته ورته دی، که چېرې دهقان د خپلو نیالونه یا باغچې خیال وساتې د هغې سمه روزنه وکړي، په خپل وخت کې یې له کږوالي څخه وساتي، اوبه ورکړي، نورې کیمیاوي دوګانې ورکړي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې نیالي به یې په هغه ډول سره حاصل ته برابر شوي وي څنګه یې چې صاحب ورڅخه طعمه لري، نو ماشومان هم داسې دی که چېرې مور او پلار ورسره خواري وکړي، په بېلابېلو وختونو کې د دوي ضرورتونو ته توجو وکړي زه باوري یم داسې به روزل کیږي څنګه چې د کورنۍ ورڅخه توکو وي.

اوس هم په زیاتو کورنیو کې بې عدالتي روانه ده، هلک او نجلۍ ته په یوه سترګه نه کتل کیږي، مور او پلار نظر لوړنو ته له زامنو سره زیاته خواري کوي، په زامنو درس وایي، کورس ته یې لېږي، ښې ښې جامې ورته کوي، حتا په ځینو کورنیو کې وینم، مور او پلار په خوړو کې هم له اولادونو سره توپیري چلند کوي، دغه ټکو ته باید هره مور او هر پلار جدي توجو وکړي.

نو زه د هغې ورځ په طمعه یم چې په هېواد کې یوه نجلۍ هم بې سواده ونه وینم، ټولې په تورو جامې او سپینو ټکریو کې ښوونځي ته په تګ او راتګ کې ووینم، یوه باسواده ښځه د ټولې کورنۍ د باسوادۍ سبب کیږي چې دا تجربه  ما کړې هم ده.

۱۳۹۶د تلې ۱۰مزارشریف

ژوند او خاطرې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *