دانسان دشونډو په واسطه جوړېدونکې تر ټولو خوږه جمله یوازې او یوازې د مور نوم دی. په وجود کې تر ټولو ښکلی، سپېڅلی پاک او زړه راښکونکی غږ “اي مورې” مورکې” مورجانې”دی. مور هغه کوچنی لغت دی، چې له هيلې، عشق او لوريينې ډک دی. مور په بشري زړه کې تر ټولو خوږ او خوندور او له لطافت څخه ډک نوم دی، چې ډېری وخت د هر چا په شوڼدو باندې وي. په ژوند کې مور هرڅه ده. مور د لورينې، نرمښت ، زړه سوي او زده کړې سرچېنه ده.د مور په غيږ کې لومړی د اسلام مبارکه کليمه زده کېږي، د دين فرایض د مور له سپېڅلې خولې څخه زده کېږي. چې دا چينه نه یوازې سړي ته اوبه ور کوي، بلکې د اوبو په ځای د زړګي وينې هم ور کوي. چا چې خپله مور له لاسه ورکړه په حقيقت کې يې هغه سينه او زنګون چې ده به ورباندې دسکون لپاره سر ايښوده، هغه لاسونه او خوله چې دده له پاره به تل په دعا پورته وو او هغه سترګې چې تل به يې دده لارې څارلې له لاسه ورکړې دي، د مور نشتون یوازې دا نه چې زړه پرې دردوي، بلکې د سترګو ځير، په څهره کې د خوشۍ نشتون او داسې نور څه هم را برالا کوي.

مور د لوی خدای ج هغه ور کړه ده، چې د خپل اولاد د روزنې او پالنې لپاره هرې سرښندنې ته چمتو ده. تر دې چې خپله وينه هم ترې نه سپموي. ټوله ورځ او شپه یې په زړه کې د خپلو اولادنو اندېښنې وي. په رحم کې يې د اولاد له جوړښت څخه بيا تر مرګه پورې مور خپل اولاد ته هر هغه څه وړاندې کوي چې په هغه کې يې د اولاد ښېګڼه او نيکمرغي وي. مور د اولاد د روزنې او پالنې لپاره ډېرې شپې سبا او د اولاد لپاره هر هغه څه کوي چې د نړۍ پر مخ يې بل څوک نه شي کولاي.مور هغه څوک ده، چې د اولاد په درد باندې دردېږي، د اولاد په غم باندې داسې دردمنه کېږي، چې بلاخره ددې غم له وجې د مرګ په پوله باندې سفر کوي. مور ته د اسلام د مقدس دين له خوا هم د پلار په پرتله درې ځله لوړه رتبه ورکړل شوې، ځکه د اسلام مبارک دين هم مور ته تر پلار دری چنده لوړه رتبه ور کړې ده. یو صحابي راغلی د نبي (ص) مبارک حضور ته او ورنه ویې غوښتل، چې اې د خدای (ج) نبي غواړم جهاد ته لاړم شم. نبي ص ورته وويل چې ایا مور دې ژوندۍ ده؟

هغه ځواب ور کړ بلې، نو ورته ویې ويل، د مور خدمت دې و کړه ځکه جنت د مور تر پښو لاندې دی.

ددې مبارک حديث شريف نه دوې ماناوې اخيستل کېږ.

لومړی: دا مالومېږي چې، د مور خدمت په ځينو حالاتو کې تر جهاد غوره دی.

دوييم: دا چې جنت د مور تر پښو لاندې دی، بدون د مور له رضا څخه څوک جنت ته نه شي داخيلدلای حتا که یې جهاد هم کړی وي.

مور ده چې خپل اولاد په ملغلرو اوښکو لمانځي، هغه يوازې او يوازې خوږه مور وي. له هغې سره تر بل هر چا زياته مينه وکړه، په ژوند کې هره اسانتسا ورته برابره کړه، ځکه هغه ستاسو لپاره هر وخت يوازنی کس و چې ته یې په ژوند پوه کړی یې، تاته یې مينه در زده کړې ده، ته یې له خپلې غيږو نه تر دې ځايه پورې را رسولی یې.

مور تر نېمې نړۍ غوره ده، مور هغه چينه ده چې تل اوبه در کوي، هېڅ وخت داسې نه درته وایي چې نوره زما په اوبو باندې ځان مه ساته، د همېش لپاره دا چينه تا ساتي.

مور ده چې د نړۍ اتلان یې روزلي دي، مور ده چې دا وطن یې له ناخوالو نه را ساتلی دی، مانا دا چې د وطن هره مور یو رښتنۍ مور ده.

له نازو انا نه تر ميوندۍ ملالې پورې، تر ناهید شهيد پورې……..

مور ده چې د ژوند پيل په خندا در زده کوي، په ناز ناز درته وایي اللو اللو، وای تر دې اللو دې در قربان وای، موره ته څومره سپېڅلې جمله یې، ته نه هيرېدونکې یې، ته به د تاريخ په هره زرينه پاڼه کې ژوندۍ ساتل کېږې.

مورې زه چې ستا خبرو پسې ځمه

ته به وایې ملغلرو پسې ځمه

هدېره کې د قبر خاورې ښکل کړم

بیا تور غره ته په ګورګورو پسې ځمه

په ځوانۍ کې د مور مرګ سړی یا ليونی کوي، یا هم یو درد په زړه کې ور اچوي چې دا درد ځينې خلک د هنر په ژبه یانې په شاعرۍ باندې باسي، دا چې زه هم یو دداسې کسانو څخه یم چې مور مې په ډېره وړکتوب کې د لاسه ور کړې ده. نو د مور مرګ شاعرۍ را زده کړه، درد مې و پېژانده، د کور له ډېرې ځحه محرومیت مې وليد، تورې شپې مې وليدې چې بې موره او بې ډېوو مې سبا کړې.

لاس مې مړوندو کې مات شوي دي

نه لرمه زه پکې هېڅ زور مورې

اوس چې ډېوه بله کړمه نه ښکاري

هغسې روښان زمونږه کور مورې

بیا نن “ايمانو” درته راغلی دی

خاورې ښکلوي د ستا د ګور مورې

مورې، ستا دعاوې وې چې تر دې ځایه پورې پرې را ورسېدم، اوس هم هيله درنه کوم چې په خاورين قبر کې دې په دعا کې له یاده ونه وزم. ستا دعا به ماته د یوه غره په شان همت را کولو، ستا دعا وه ژوند کې مې ډېری پرمختګ و کړ.

مورې یو ځل بیا لاس درته لپه کوم، په نيک نوم دې یادوم، له رب نه درته جنت برين غواړم، روح دې په کوثر او برين غواړم.

One thought on “مور و پېژنئ، چې څوک ده! / ایمان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *