لیکوال: جبران خلیل جبران –
د زړه له زوره راپورته شوی هغه خوږ غږ دی چې له مینې، خلوص، مهربانۍ او شفقت څخه ډک دی.
مور هرڅه ده
مور د غم په تکه توره شپه کې د خوښۍ رزینه وړاندګه ده،
مور د تکلیف په وخت کې د ارام او سکون څپه ده.
مور د کمزورۍ په وخت کې د حوصلې او قوت بښونې ملکه ده.
مور د محبت، سکون، اخلاص، بښنې، زړه سوي او خواخوږۍ یو سمبول دی، چې د کاېناتو ستر څښتن پورته له هسکه انسان ته د یوه ستر نعمت په توګه دې نړۍ ته رالېږلې.
ددې کاېناتو هر یو شی د مور پر ستروالي او هستۍ باندې دلالت کوي.
لمر ددې مخکې مور ده، د خپل وجود رڼا او حرارت ځمکې ته وربښي
لمر ټوله ورځ له ځمکې سره وي، هغه یوزاې نه پرېږدي مګر چې ماښام یې کرار، کرار په داسې حال کې ویده ویده کړي چې د سمندر د څپو، د مارغانو د نغمو او د ویالو د زمزمو په ژبه شوکه شوکه اللو، اللو ورته وايي.
ځمکه بیا د ونو او ګلانو مور ده.
هغوی پخپله غېږه کې ځای او وده ورکوي، د هغوی پالنه کوي، هغوی ته ډوډۍ ورکوي، هغو ته ښکلا وربښي تر هغه چې هغوی د انسانانو په څېر د ځمکې پر مخ زرغون شي.
دا ګلونه او داو نې بیا د خپلو تخمونو او مېوو مهربانې مینې دي چې پخپلو پستو غېږو کې یې پالي.
مورې!
ددنای ددې ټولو رازونو سرچینه ستا سپېڅلی ذات دی. ددې دنیا ټوله ښکلا، ټوله مینه، ټول اخلاص ستا له ذاته سرچینه اخلي.
مورې…
ته یو ستر، بې پایه او ابدي ذات یې…