موزېم هغه ځای چي د یوې سیمی یا هیواد لرغونتوب او تاریخي ارزښتمن توکی پکښی ساتل کیږی چي د یوه هیواد د فرهنګ او کلتور ښکارندويي هم کوی او لیدو ته یې د بیلا بیلو سمو څخه د سیلانیانو راتګ اقتصاد ته د ګټي د رسیدو سبب ګرځی .
د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د موزیم د ورځی په مناسبت د دغه هیواد د موزیونو وضیعت ښه کولو لپاه یوه پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړه . دغه وزارت په پام کي لري چي د هیواد له موزیم څخه په نا قانونه توګه وړل شوی اثار له پردیو هیوادو څخه راټول او هیواد ته یې راستانه کړي .افغانستان چي د دولتی موزیمونو تر څنګ یو شمیر نور خصوصی موزیمونو درلودونکی دی چي تاریخي اثار پکښی ساتل کیږي تر څو تاریخ خوندی پاتی سي .
د نورستان یو اوسیدونکی ددې ولایت  تیرو دوو پیړیو په لاس جوړ کړي اثار راټول کړي دا اثار دده په واسطه په ډیره سخته راټول کړي او په پام کی لری په خپل کور کي د موزیم په بڼه یو ځای ورته جوړ کي .دا ټول توکي په یوه وړه خونه کي راټول دي و ددې ښکارندوي کوی چی نورستانیان په ځان بسیا وو له خوړو پوښاک تر پوښاک او د لوښو کنډولو هر څه یې خپل وه. د نورستان د تیر یوه مهمه برخه د تربګنیو د پیر غشی او لیندی دی چی اوس د لوبو وسیلې ګرځیدلي دي. چي ددې لوبي  ځانګړی وختونه  مرغومی او سلواغې میاشت چي ښه واوره پریوځي نیزه بازی او نښي وهل پیل کیږي. باژ چي د نورستان د خلکو د موسیقي یوه ډیره پخوانۍ اله ده .د نورستان د برمګټال اوسیدونکی محمد جمی د باژ په اړه وویل : “زموږ بیلابیل اټنونه دي او همدي واژ موسیقي ته ځوانان په غورځیدو زموږ تر ټولو خوندور اتڼ و.
د شتمن فرهنګ نښی که په موزیم کي وی او که په زړو خونو کي خو د نورستان د خلکو پاملرنه تاریخي اثارو ته زیاته شوي چی د دې ولایت پخوانی کلتور ، ژوند ،تار یخ او تاریخي پيښو د ژوندی پاتي کیدو لامل ګرځي. د واما ولسوالۍ اوسیدوکۍ ملا عارف په وینا ” د فرهنګ په بدلولو کي د اسلامي دینی عالمانو رول خورا مهم دی دوۍ هڅه وکړي چي گډا له منځه یوسی او خلکو ته وواي چی دا کار حرام دی په کورنو کي یو بل ناروا کار د شرابو جوړیده و چي دا هم ملایانو بند کړ .تاریخي اثر دی چي هیواد نړۍ ته ورپیژني همدارنګه نورستان د خپلو تاریخی اثارو په راغونډولو سره ددي ولایت تاریخي تاریخي معرفت هیوادوالو ته په لاس ورکوی او خبروي یې.
افغانستان چي هره سیمه ،دښنتي ،غرونه یې بې له کومي تاریخي پیښي نه دی پیژندل سوی  د هر ولایت وګړو ته پکار ده چي  د نورستان د وګړو په مثبت ګام ګام کیږدي او د یوۍ پیژند پاڼي په توګه هم د خپل میشت ولایت اوهم د هیواد نور ولایتونو تاریخي اثارو څخه خبر او ساتنه وکړي .چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همږي په دي برخه کي  له خلکو او د هیواد له خصوصی موزیموو  سره ډیره زیاته شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *