یهودیان د موسی علیه السلام امت او د لارښووني لپاره یې آسماني پیغام تورات نازل سوی دی. اسرائیل هغه فتنه خوښوونکی قوم دی، چي د دوی له لاسه ډېر پیغمبران په شهادت ورسېدل. دوی ته عیسی علیه السلام او داود علیه السلام ښېرا کړې وه، نو الله (ج) دوی تباه کړي وه.
په قرآن کریم کي دوی په مغصوب علیهم نومول سوي، د اوسني معاصر وخت د ټولو فتنو تر شا د دوی لاس دی، د کمیونیزم او سوسیالیزم الحادي فتنه هم د یهودي کارل مارکس له خوا وه، دوی په دې باور دي، چي له دوي څخه پرته ټول ملتونه خره، سپي او خنزیران دي، سر یې ووهی او مال یې تالا کړئ.
دوي د خپل یوازیتوب، ځان لوړ بللو، نژاد پالنې او توطئیو له امله وځورېدل او وشړل سوه، بیا د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپاره سول، چي د دوي ځیني وګړي د اروپا، روسیې د بالکان هیوادونو، امریکا او اسپانیې ته ورسېدل او ځیني یې په افریقا او آسیا کي اوسېدل.
په ۱۸۷۹ م کال د یهودیانو تي ۲ ت او پرک خلک د صهیونیزم او استعمار په هڅونه د فلسطین په مځکه کي مېشت کړای سول او د هغه ځای عربان اوسېدونکي یې له هغه ځایه وایستل. او له هغه څخه وروسته یې د اسرائیلو په نامه د هیواد بنسټ کښېښود. له هغه سره یې سم یو څارګره اداره هم جوړه کړه، چي موساد نومیږي.
د اسرائیلي دولت او موساد منځته راتګ:
د نړۍ په نقشه کي په بېلابېلو سیمو او هیوادونو کي د زور واکو قدرتونو له لوري نوي هیوادونه رامنځته سوي چي د ساتني لپاره یې هر ډول سرښندنو ته ټټر وهل سوی دی.
هغه هیوادونه چي نوي زېږېدلي وي او یا هم نوي رامنځته سوي وي، نو د ساتني لپاره یې په بېلابېلو نومونو څارګري او جاوسوسي ادارې جوړیږي.
ددغسي نوو هیوادونو له ډلي یو هم د اسرائیلو غاصب دولت دی، دا دولت په کال (۱۹۴۸) زېږدیز د می پر ۱۴ نېټه د برچې په زور د فلسطین په خاوره رامنځته سو، چي د خپلواک هیواد په نامه یې تر اعلانولو څو ساعته وروسته د امریکا د هماغه وخت د ولسمشر (ټرومن) له لوري په رسمیت وپېژندل سو.
ورپسې د اسرائیلو د دولت د څارګري ادارې (موساد) بنسټ هم کښېښوول سو، دا هغه اداره ده، چي همدغه دولت یې له ماتي او ورکېدو خوندي کړ.
هغه مهال د موساد په پیاوړتیا کي د سیمي او نړۍ د ځینو هیوادونو څارګرو ادارو هم برخه واخیسته، د امریکا (FBI) او (CIA) پر څارګرو ادارو سربېره، د انګلستان (SIS – MI6) او د هندوستان (RAW) هغه څارګري ادارې وې چي د موساد په غښتلي کولو کي یې پوره مرستي وکړې او همدغه ادارې وې چي د موساد جاسوسانو ته یې د رمزیه شفرونو او پیغامونو روزنه ورکړه.
موساد په بېلابېلو سیمو کي د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د عربي هیوادونو پر ضد خورا زیات ستر جنایتونه سرته رسولي دي.
د دې جنایتونو له شمېره د عراقي اټومي بټۍ پوهانو وژنه ددغه هیواد پر اټومي ریکټرونو او همداشان په فلسطین کي عامه وژني، د ودانیو ورانول او د فلسطین د خاوري غصب هغه څه دي، چي یادونه یې اړینه ده.
د موساد داخلي جوړښت:
په ۱۹۷۷ زېږدیز کال کي د موساد په اداره کي اووه څانګې جوړي سوې چي تر اوسه پوري په خپل حال پاته دي.
په دغه ادارو کي د جمع کولو په نامه اداره تر ټولو پراخه اداره ده، غه شعبه په نورو هیوادونو کي د جاسوسۍ او خصوصي عملیاتو مسؤلیت په غاړه لري.
پدې ادارې پوري اړوند راپورونه هم ددې څانګي په لاس کي دي، اداري کارکوونکي یې په دننه او بهر کي پر دندو بوخت دي او له سفارتي مصؤنیت څخه هم برخمن دي چي (لیګز) ورته ویل کیږي، خو ځیني یې بیا هم له دغه مصؤنیت څخه برخمن نه دي.
ځیني نوري ادارې د مختلفو شغلونو په نامه یادیږي چي نومونه یې تجارتي شرکتونو ته ورته دي او نوري شعبې هم لري چي د ملګرو څارګرو ادارو سره د اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.
د دوي د لاس لاندي یوه اداره ده، چي د خصوصي عملیاتو برخه ورته ویل کیږي، ډېر کارکوونکي لري او د عربي مخالفینو پر ضد د پټو عملیاتو مسؤلیت په غاړه لري، چي دغه ډله د نازیانو د نوو ګروپونو پر ضد هم متحرک سوي دي.
دغه اداره خپل عملیات ددغو نومونو تر چتر لاندي سره تنظمیږي.
اول سبوتاژ: د تخریبي فعالیتونو سرته رسول.
دوهم پیره ملټري ایکټیوټي: د پولیسو د ټولو فعالیتونو سرته رسول.
درېیم سایکو لوجیکل وارفېر: په مناسب وخت کي د جکړې کول.
که څه هم د موساد رئیس یوازي د لومړي وزیر پر وړاندي ځواب ورکونکی وي خو بیا هم د شخصیتونو په حوالې سره دده په معمول کي تبدیلي راتلای سي، یعنې د موساد رئیس د عملیاتو پر مهال مکلف نه دی چي دفاع وزیر ته خبر ورکړي.
که چیري د سترو عملیاتو سرته رسول وي نو ددې عملیاتو فیصله د کابینې کمیسیون کوي چي د لومړي وزیر او د موساد د رئیس په ګډون پکښې به د مربوطي ادارې وزیر هم برخه اخلي.
خو تر ډېره بریده د موساد څارګره اداره د اسرائیل د جګپوړو چارواکو له پوښتني پرته عملیات تر سره کوي.
د موساد څانګي:
د موساد اداره ۸ اصلي څانګي لري، تر ډېره ددې ډلي مشران او د فعالیت مرکزونه په پټه کار کوي.
۱ـ د استخباراتي معلوماتو راټولوونکې څانګه: د موساد ستره څانګه ده، چي د څارګریزو عملیاتو مسؤلیت پر غاړه لري.
۲ـ د سیاسي اقدام او مرستندویه چارو څانګه (وادات): د سیاسي فعالیت او له دوستو هیوادونو سره د څارګریزه مرستو ترسره کولو څانګه ده.
د وادات د کمېټې غړي په لاندي ډول دي:
الف ـ د نظامي استخباراتو مدیر چي په (آمان) یادیږي.
ب ـ د کورنیو چارو استخباراتي مدیر چي په (شین بت) یادیږي.
ج ـ د عمومي امنیت سازمان مدیر چي په (شاباک) یادیږي.
د ـ د بهرنیو چارو وزارت د چارو لارښود او جوړونکی (دا مرکز د سیاسي او ډېپلماټیک جاسوسۍ په برخه کي تخصص لري).
ر – د پولیسو د عملیاتو د برخي مدیر په (مانام) یادیږي.
س ـ د لومړي وزیر په سیاسي، نظامي، امنیتي او د ټروریزم پر وړاندي د مبارزې په برخه کي خصوصي مشاورین.
۴ـ د خاصو عملیاتو برخه: په ډېر حساس ډول د اسرائیلو د دښمنانو ترور ددې څانګي پر غاړه دی.
۵ـ د تبلیغاتو او د تبلیغاتو ضد څانګه: د رواني جګړې، تبلیغاتو او عملیاتو مسؤلیت پر غاړه لري.
۶ـ د تحقیقاتو څانګه: د ورځي، اونۍ او میاشتي اطلاعاتو ورکول په غاړه لري.
۷ـ د ټکنالوجۍ څانګه: د پرمختللو وسائیلو په هکله د معلوماتو څانګه ده.
په موساد کي د جاسوس ټاکل او روزل:
د تربیت په سلسله کي متوسط شکل او صورت، غیر مشهور، مګر باصلاحیته ځوانانو ته لومړیتوب ورکول کیږي. د ژورنالیستانو وینا ده چي د موساد سره د لیدنو په صورت کي هیڅکله دداسي اشخاصو سره نه یو مخ سوي چي د رعب او اثر خاوندان وي او که وي هم نو ډېر کم دي.
البته دا ټول اشخاص ډېر باصلاحیته او ذهین دي چي ددې اشخاصو د قابلیت په لیدلو سره انسان حتماً متاثره کیږي. موساد اکثره وخت دداسي ځوانانو په لټه کي وي، چي سخت زړونه ولري، هغه چي د لوړو مقاماتو سره د غره په شان ډغره ووهلای سي او په هیڅ صورت کي چاته د خپل دردېدلو علت ونه وایي. که ډېر نږدې دوست یې هم وګوري نو هغه د خپل مقصد څخه خبر نه کړي او دا هم ورته ونه وایي چي څومره وخت کیږي دلته ولاړ دی او د څومره وخت لپاره دلته نور هم پاته کیږي.
د ابتدایي تربیت په دوران کي د دوي د کمزوریو د پیدا کولو او پېژندلو ډېر زیات کوښښ کیږي او د یوه شخص په تېر ژوند باندي هم ډېره څېړنه کیږي چي دې شخص په تېر ژوند کي د کوم عرب سره دوستي تېره سوې ده او که نه؟
بیا په تربیه کېدونکو ځوانانو کي حتماً د هغه ځوانانو ټاکنه کوي چي د پوځ د تربیت اهلیت ولري او د څارګرو ادارو لپاره هم موزون وي.
د بزګر زامن په طبیعي توګه د موساد لپاره مناسب موندل سوي دي، د زراعت په برخه کي زده کړي په دې ډول افرادو کي د جاسوسۍ فن نور هم پیاوړی کوي.
څنګه چي د یو انګرېزي زوی په ښوونځي کي د درس ویلو څخه وروسته په (MI6) کي د مقررېدو خوب ګوري، د دهقانانو زامن بیا د مکتب او پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته په موساد کي د وظیفې د سرته رسولو خوب ګوري او کله چي په موساد کي مقرر سي د موساد لپاره ډېر کامیاب وي.
هر هغه څوک چي غواړي په موساد کي دنده سرته ورسوي نو ازموینه به ورکوي او چي کله کامیاب سو نو بیا ورته په ډېره ښه توګه تربیت ورکول کیږي، چي د مشکلاتو سره مقابلې لپاره چمتو سي.
د موساد د جاسوسانو ابتدایي کورس یو کال وي چي په دې موده کي ورته د مختلفو پیښو په اړه اساسي روزنه ورکول کیږي، لکه د جاسوسۍ په ساحه کی د مخصوصو شفرونو استعمال، د اسلحې استعمال، د خپل ځان څخه دفاع، د مشکلاتو څېړنه او د نورو هیوادونو ژبي هم ور زده کوي.
ددې لپاره چي د دوي د جاسوسانو او د هغه هیواد د اوسېدونکو تر منځ توپیر ونه سي نو خپلو جاسوسانو ته د نړیوال کولتور په برخه کي هم ډېره زده کړه ورکوي، او ددې لپاره چي په نورو هیوادونو کي د مسافرو په حیث ښکاره نه سي دا تربیت هم ورکوي چي څه ډول کالي واغوندي، ټوکي څنګه وکړي او د حال پوښتنه څنګه وکړي.
د موساد او د اسرائیلو لپاره د اټومي وسلو لاسته راوړل:
کله چي اسرائیلي مشران پدې کوښښ کي سول چي د اسرائیلو څخه د اټومي اسلحې لرونکی هیواد جوړ کړي نو موساد ته امر وسو چي موږ باید د نړۍ سره ځان برابر کړو، د موساد لپاره دا کار ستونزمن و، ځکه دوي خامو موادو ته ضرورت درلود چي د اټومي بټۍ په جوړولو کي ترې کار واخیستل سي.
ددې موادو غیر قانوني ترلاسه کول ضروري و، چي دا کار موساد سرته رسولی سو، ځکه چي موساد د وسلې د قاچاق په برخه کي ډېره تجربه درلوده، نو موساد په دې لټه کي سو چي یورانیم په زیاته پیمانه پیدا کړي.
پدې وخت کي امریکا، انګلستان، فرانسه، چین او روسیې ددې موادو د تر لاسه کولو او د اټومي وسلو د جوړولو قانوني جواز درلودی او دا هیوادونه په نړیواله سطحه د اټومي وسلو د مخنیوي د سازمان غړي وه او همدارنګه دوي نه غوښتل چي کوچني هیوادونه دي اټومي وسلې تر لاسه کړي.
اسرائیلو په ۱۹۵۷ م کال کي په یو یا دوه اټومي بټیو باندي کار شروع کړ، په ۱۹۵۶ م کال کي د فرانسې د وخت حکومت پلان درلود چي سویز کانال تر لاسه کړي، نو پدې وخت کي اسرائیل ددې هیواد د وزیرانو سره په مسلسله توګه اړیکه درلوده، چي دې کار هم د دوي لپاره یو څه اسانتیا رامخي ته کړه، ټول اسرائیلي اذهان پدې وخت کي پدې متفق وه چي اټومي وسله تر لاسه کړو.
کله چي فرانسې ولیدل چي اسرائیل د دوي سره متفق دي نو د فرانسې د دفاع وزیر (بورجزمانوري) پدې راضي سو چي کله زما د حکومت دوره راغله نو د اسرائیلو سره به د اټومي وسلو د پروګرامونو په برخه کي مرسته وکړي، کله چي بورجز د صدراعظمۍ څوکۍ اشغال کړه نو د خپل بهرنیو چارو وزیر په ګډون یې د اسرائیلو سره یو پټ تړون لاسلیک کړ.
ددې تړون په اساس اسرائیلو ته (۱۲۴) میګا ټنه ري ایکتر او ددې د فعالولو تربیت او د ضرورت په اندازه یورانیم ورکول سول، د اسرائیلو له خوا دا تړون دومره مخفي و چي یوازي ۹ تنه په خبر وه.
تر دې وروسته موساد په نړیواله سطحه هغه کارونه وکړل چي هیڅ د تصور وړ نه دي. او تر اوسه نړیوال له دوي څخه په عذاب دي او هر وخت د دوي له خوا ګواښل کیږي.
د موساد ترهګري کړني:
موساد د خپل ژوند په دوران کي ډېري ترهګري کړني کړي دي، چي موږ یې یوازي په لاندي ډول نومونه اخلو:
۱ـ د نازي مشرانو ښکار کول.
۲ـ په مصر کي د اټوم پوهانو وژنه.
۳ـ د فلسطین د آزادۍ د تنظیم سره جګړې.
۴ـ د منځني ختیځ په هیوادونو کي بریدونه او جاسوسي کړني.
۵ـ په لبنان کي جګړه، ظلم او زورزیاتی.
۶ـ په صابره او شطیله کي ۱۳۰۰ فلسطیني نارینه، ښځینه او ماشومانو حلالول او عام وژنه.
۷ـ د امریکا څخه د یورانیمو غلا.
۸ـ د پاریس په یو هوټل کي د اټوم پوهـ وژنه.
۹ـ د اسلام په وړاندي کړني.
۱۰ـ او د نړۍ په ټولو هیوادونو کي په زر هاوو غیر قانوني، غیر اخلاقي او غیر انساني کړني چي د اسرائیلو د څارګري ادارې (موساد) له خوا تر سره سوي دي.
پای
و من الله التوفیق
م – ش – ژمن
لښکرګاه – هلمند – افغانستان
ډیر اعلی ژمن صاحب
دیر ضروری معلومات وو مننه کور مو ودان.