همدا نن د کندوز په اکثریت ساحو کې سپین بیرغونه رپیږي. خو تاسې داسې فکر ونه کړئ، چې ګونډې دغه سپین بیرغونه د سولې ښکارندویي کوي، بلکې د بیرغونو دغه تغیر د سلګونو ځوانانو، سپین ږیرو، ماشومانو او ښځو د وژنې او د سلګونو کورونو د ویجاړئ، د پلچکونو او لارو د له منځه تللو او د زرګونو انسانانو د بې ځایه کیدو کیسې بیانوي.

د ژمي په رانږدې کیدو سره بیا ددې تمه پیدا کیږي، چې د بیرغ رنګ بیرته تور، سور او زرغون شي؛ خو ددې تمه کله هم نه کیږي، چې د سیمې ټوپکوال او چارواکي دې بدل شي.

همدغه سړی، چې نن د حکومت د مخالفو وسله والو قوماندان دی، په ژمي کې بیا د محلي پولیسو یا اربکیو د پوستې قوماندان شي د سولې شورا سره د یو ځای کیدو امتیازات به هم واخلي او معاش به یې هم په افغانیو شي، ګرم لباسونه به هم تر لاسه کړي مهمات او وسلې به یې نوي شي، توده بخارۍ او زغال به بې توله ورمات شي د سپین رینجر تېل خاوند به وي. له ولس به عشر، زکات، حق العبور او نور په زور اخلي، جرګې مرکې به هم دی فیصله کوي او قاضي او څارنوال به هم خپله وي؛ خو په راتلونکي پسرلي کې به بیرته بیرغ بدل کړي په رینجر به د اسلامي دولت پر ځای د اسلامي امارت لوحه وځړوي، سترګې به یې تورې وي او لونګۍ پاج، مهمات خو به یې هسې هم ذخیره کړي وي، پوسته به ړنګه کړي، د خلکو په باغچو او حجرو کې به شپې شروع شي معاش به یې نه پوهیږم، چې په ډالرو وي که په کالدارو؛ خو د عشر د تر لاسه کولو لپاره به یې یوازې یوه کوچنۍ چیټۍ (خط) کفایت کوي، چې بزګر یې تر ده ورورسوي. د ښار د ځینو هغو خلکو څخه به باج هم راټولوي، چې په موسساتو یا غوړو حکومتي چوکیو کار کوي، شریعت به په دې ډول تطبیقوي، چې ته به فکر کوې چې نعوذباالله په ده رانازل شوی د حکومت مامورین یا که د تېر ژمي همکاران په لاره یا د هغه په کور کې بیامومي دیرش ډزه به یې ولي ډېر خلک به دده له ډاره په ځینو جنازو کې هم ګډون نه شي کولی ( ده به پرې د کفر ټاپه لګولي وي)

د اردو او پولیسو مسوولینو به په سلګونو نوي تنکي ځوانان د بدخشان، تخار، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورو ولایتونو کې جذب کړي وي، هغه به پرې ورشیوه کړي په لسګونو به له دوی ووژني او څه به له ځایي جګړه مارو. اردو او پولیس به په اخر کې توپونه ورمرش کړي د خدای او د بنده کور به نه ګوري او له هوايي میدانه او خاکنۍ له سره به ړندې ډزې کوي، چې مازیګر جګړه پای ته ورسیږي، او لارې خوشې شي، د د کندوز دوه سوه بستریز او د بې سرحده ډاکټرانو روغتونونه به د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي خلکو له زخمیانو ډک وي، او د دښتو هدیرې به له قبر کیندونکو.

په یوه میاشت کې به جګړه بیرته د کندوز ښار تر پولو راورسیږي، د حکومتي قوماندانانو باډي ګاردان به د دولسو پر ځای تر دیرشو ورسیږي لارې به هر چیرته بندې وي او چې کلیوال په ښار کې د خیرنو جامو سره ګیر کړي نو د طالب وسله وال او تروریست ټاپه به یې پر تندي ورولګوي، خو مخالف وسله وال به د جګړې تر څنګ په ارام زړه په ښار کې خپل د سیمنټو، غلو دانو، د موټرو د پرزو، بارګینونو او نورو تجارتونو ته هم زور ورکړی وي خو څوک به یې پوښتنه هم نه کوي.

د کلي کور ځلموټي به د کفر او اسلام په دغه سپیڅلې جګړې کې دومره احساساتي او تاوده شوي وي، چې د جهادي!! قوماندان به ورته ځانګړي فدايي ډلې جوړې کړي، چې نه یې له پوستې ویره کیږي او نه له ټانک او تیارې.

دا پنځم کال دی، چې په اخترونو کې یوازې هغو کورونو ته سړی له ورتګه نه وزګاریږي، چې د کور غړي یې په دغو جګړو کې له لاسه ورکړي وي د مني په اخرو ورځو کې چې خبریږې ډېرو یارانو دوستانو به دې درسره خدای پاماني کړي وي، ځینې به له مجبورې ورځې په یوه ډله کې ننوتي وي چې یا به بندیان وي او یا به پیښور او پنجاب ته د ژمي تېرولو لپاره تللي وي؛ خو ډېری وسله وال به بیا هماغه د تېر کال د ډرامې ګردان ته اماده وي او د سولې د شورا سره به یې تار ټینګ کړی وي، په کلیو کې به د نوو پوستو د جوړلو کار په درز روان وي، ملي او نړیوال مطبوعات به د حکومت نوې لاسته راوړنې تکراروي او تلویزوني خپرونې به هغه عسکر درته ښايي چې د ژمني لباس سره کومې لوړې پایې باندې د سپین برغ پر ځای تور، سور او زرغون بیرغ لکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *