تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې وویل، هیواد یې غواړي چې له امریکا سره امنیتي موافقه په مناسب وخت کې لاسلیک کړي څو د نړیوالو ځواکونو د محارب ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړای شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي وویل، د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل د ناټو غونډې ته وویل چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره یوازې افغانستان دوه شرطونه لري چې یو د سولې د معنا دارو خبرو پیلول دي او بل د افغانانو پر کورونو د حملو درول.
موسي زي همداراز وویل:«موافقه منظور شوې او موږ باور لرو چې تایید به شي، نه یوازې باور لرو بلکې موږ غواړو چې دا موافقه د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ په ښه وخت کې لاسلیک شي، خو حاضردمه زموږ تمرکز د دوو یادو شویو مسلو په اړه د ډاډ ترلاسه کول دي چې هغه زموږ د سولې هلې ځلې او د افغانانو پر کورونو د عملیاتو بندول دي.»
موسي زي په عین حال کې ټینګار وکړ چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو واک یوازې له ولسمشر کرزي سره دی.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي ویلي و چې کېدای شي د افغانستان د حکومت یو وزیر له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې دوه ورځینۍ غونډې په پای کې پرون د افغانستان �� بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ضرار احمد مقبل او کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي سره وکتل او هغوی ته یې وویل، که افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیانو ملاتړ غواړي نو ژر تر ژره دې د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وویل، د ناټو ټولو وزیرانو د افغانستان د حکومت لپاره څرګند پیغام درلود او هغه دا چې دا ډېره فوري چاره ده چې امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي.
تر ده مخکې پرون د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمرمنس وویل، که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي دا به یو سخت او جدي ګوزار وي.
USA should accept Karzi SB demond because they are usefull for both side
تاند.دموافقی لاسليک کول غيره کرزي يابل ريس جمهورد(اتخاباتوورسته)چه هرڅوکوي نه سي لاسليک کولاي اوواک بايدريس جمهورولري اويادکرزي په امر امضاسي که داسي نه وي نوملت سل په سل کي فکرکوي چه کرزي هيڅ کاره نه دی(البته چه اوس هم دامريکابی اجازي څه کولاينسي فقط دايوګايم دي)دخلګوخطآايسته دی که اتخابات وي که نه وي امريکادافغانستان مشرمعلوم کړيدی دآخبارات،رسني،راديواوتلويزيون داټوله يولوي پراپاګند دي ټوله تناب دامريکاپه لاسکي دي.