تاند- په بروکسل کې د افغانستان او ناټو ترمنځ د خبرو له پیلېدو یوه ورځ وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور نوې موافقې ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک هم شي، له ۲۰۱۴ وروسته په هیواد کې د ناټو پوځیانو حضور نه شي یقیني کولی.
ده وویل، له ناټو سره د نوې موافقې په اړه خبرې روانې دي چې پراساس یې د دغه تړون یو شمېر پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
موسي زي دا هم وویل چې له ناټو سره د نوې امنیتي موافقې په اړه خبرې د افغانستان په غوښتنه پیل شوي دي.
له بلې خوا د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن پرون له افغان لوري سره د خبرو له پیلېدو وروسته وویل، ترڅو چې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه نه وې لاسلیک شوې ناټو به هم له افغانستان سره نه موافقه نهايي کړي او نه به یې لاسلیک کړي.
موسي زی وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد مقبل په بروکسل کې د ناټو له بهرنیو چارو وزیرانو څخه وغوښتل چې له ۲۰۱۴ وروسته د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه له افغانستان سره پر موافقې خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې پاتې کېدونکي بهرني پوځیان به جنګي رول نه لري خو د هغوی مسوولیت به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، مشوره او ملاتړ وي.
جانان موسي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان د ملګروملتو د امنیت شورا د غیردایمي غړیتوب لپاره د هند په ګټه له کاندیدو تېر شوی دی.
موسي زي وویل چې افغانستان به په کوم بل مناسب وخت کې ځان د امنیت شورا دایمي غړیتوب ته کاندید کړي.