راپور: حبیب وقار

د خوست په ليرې پرته ولسوالۍ ګربزو، د شهيد قادر محمد په ليسه کې موسکا عامه کتابتون پرون د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د کب مياشتې په يوولسمه نېټه په شاوخوا شپږ سوه ټوکه کتابونو سره د کلي عامه کتابتون له لوري د الهي کلام په سپېڅلو ايتونو سره پرانيستل شو.

د شهيد قادر محمد لیسې مدير حيات ګل د کلي عامه کتابتون له خوځښت مننه وکړه چې د دوی د سيمې په خلکو يې دا لويه ډالۍ ولوروله.

حيات ګل ژمنه وکړه چې د کتاب به ښه ساتنه کوي: «د کتابتون د ساتنې او پالنې له پاره به يو استاد ګمارم چې زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو ته د مطالعې له پاره کتاب څنګه ورکړي او څنګه يې بېرته ترې واخلي.»

د کلي د عامه کتابتون په استازولۍ مجیب الرحمن محمودي خبرې وکړې محمودي له ټولو هغو کسانو چې د دې کتابتون په جوړولو او هغو کسانو چې د دې کتابتون له پاره يې کتابونه ورکړي مننه وکړه. نوموړي زياته کړه: «موږ د هر کتاب له پاره له خلکو سوال او ګدايي کوو، هيله ده ښه استفاده ترې وشي او ښه وساتل شي.»

محمودي زياته کړه چې د کتابتونونو د جوړولو له پاره يوه منظمه تګلاره لرو، له همدې کبله د هېڅ کتابتون کتاب نه ورکېږي او په ښه ډول ساتل کېږي. نوموړي د موسکا عامه کتابتون په جوړولو کې د همکارۍ له کبله له تکړه خبريال سليمان ژوندي مننه وکړه.

ورپسې د کلي عامه کتابتون غړي شفیع الله مشفق د موسکا عامه کتابتون تګلاره ولوسته دا چې د کلي عامه کتابتون کوم شرایط او کوم اصول لري، لوستونکو ته کتابونه څه ډول ورکوي.
غونډه په لنډې دعايې سره پای ته ورسېده.

One thought on “موسکا عامه کتابتون پرانيستل شو”
  1. سلام
    اقرا باسم ربک
    انشا الله لوی خدای( ج )به تاسې ټولوته ته نوره عامه بریا هم در په برخه کړی چې دکتاب فرهنګ ته مو ملاتړلې ده او دموسکا به نوم مو کتابتون پرانیتی دی زه باورلرم چې کتاب اوکتابتون دیوې تولنې په پوهه او بیداری کې ستر لومړیتوب لری او دېره په زړه پورې سرمایه ده
    بریالی او کامیاب اوسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *