افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۶/۸/۱۳
د اونيزو تحقيقي غونډو په دوام افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د پنجشنبې په ورځ خپله اونيزه تحقيقي غونډه وکړه او حميد الله عزت خپله چمتو شوې موضوع (د امریکا او پاکستان مشترکې ګټې) د غونډې برخه والو ته وړاندې کړه.
د اونيزې تحقيقي غونډې پيل د سپېحلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، ورپسې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز ریس استاد پوهنمل خيرالاحد خبرې وکړې او راغلو مېلمنو ته يې ښه راغلاست وويل، ورپسې يې د ياد تحقيقي مرکز په فعاليتونو لنډې خبرې وکړې، چې له ورځې بلې ته د پراختيا په حال کې دي.
حميد الله عزت د خپلې چمتو کړې موضوع په لومړۍ برخه کې د هغه فکټورونو يادونه وکړه، چې امريکا د افغانستان په پرتله پاکستان ته ترجېح ورکوي.
لومړی : د ستراتیژیک موقیعیت له اړخه پاکستان امریکا ته ډېر اهمیت لري، کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان ایجاد شو، دوه میاشتې او لس ورځې وروسته امریکا په رسمیت وپېژاند او دا خپله ددې ښودنه کوي چې دوی له وخته ښه روابط لري. د هماغه وخت په سیټو او سنټو تړون کې د پاکستان غړیتوب دغه هیواد له امریکا او ځینو نورو هیوادونو سره خورا نږدې کړ، ځکه سیټو د شوروي بلاک او یا کمونیزم د نفوذ د مخنیوي په موخه رامنځته شوی و اوپه دې پیمان کې نظامي همکارۍ هم شاملې وي چې پاکستان ورنه ګټه واخیسته.
دویم : د نړي په کچه اوس د امریکا اقتصادي سیال چین دی او امریکا له مختلفو لارو هڅه کوي چې ددې هیواد د پرمختګ مخه ډب کړي، پاکستان د چین ستراتیژیک ملګری دی او امریکا نه غواړي چې پاکستان له لاسه ورکړي ځکه امریکا غواړي د پاکستان په واسطه د چین د یلغو او سینکیانک ایالت مسلمانان د چین د حکومت په مقابل کې را پورته او له دې لارې امریکا چین تر فشار لاندې ونیسې چې د لا نور پرمختګ مخه یې و نیسې.
حميد الله عزت د موضوع شاربلو او لا ښه توضيح لپاره په ځينو نورو بعدونو هم بحث او خبرې وکړې، چې موږ يې پر همدې دوو فکټورو باندې بسنه کوو.
وروسته پر ياده موضوع باندې ازاد بحث وشو، ځينو ګډونواولو ويل امريکا نه باید اوس پر پاکستان باندې زیات باور او اعتماد وکړي، ځکه پاکستان ي، تروریست او ترهګر هيواد دی او د نړۍ تر بل هر هيواد زیات بنسټ پالي لري، چې ټوله نړۍ يې له ګواښ او خطر سره مخ کړې ده، همدارنګه د ۲۰۰۱زيږديز کال د سيپتمبر د بريدونو طراح اسامه بن لادن هم د پاکستان په زړه ايبټ اباد کې وموندل شو او د نړۍ ډېر نور مشهور ترهګر هم د اسامه بن لادن په څېر په پاکستان کې موندل شوي دي.
له ګډ بحث او نظر شريکولو وروسته اونيزه غونډه د غرمې په دوولس بجې د دعايې په لوستلو سره پای وموند.