الله تعالی دښځو پيدايښت يوه تحفه ګڼلی ده او هغه ئې په ايت کريمه کې دنارينه و نه مخکې ذکر کړی ده .
الله تعالی فرمائى: ( يهب لمن يشاء اناثا ويهب لمن يشاء الذکور) سورة الشوری ايت ٤٩
ژباړه : چاته چې دالله تعالی خوښه وشي نو نجلۍ ورکوی او چاته ئې چې خوښه وشي نارينه ورکوي .
متاسفانه زموږ په ټولنه کې د ښځو سره د څارویو په څیر سلوک کیږی، خرڅول، د تعلیم څخه محرمول، ظلمونه، وهل ټکول، په بدو کې ورکول، د حق څخه محرمول، اجباری ودول، په وړکتوب کې ودول، په بدو کې ورکول، خلاصه د الهی مخلوقاتو څخه د یو بیخی ادنی مخلوق په سترګه ورته کتل کیږی. او بیا دغه ظلمونو ته د غیرت نوم ورکول کیږی او د اسلام مقدس دین ته يې نسبت کیږی چې دا یوه بله عظیمه ګناه ده چې یو عمل په اسلام کې نه وی او څوک يې اسلام ته نسبت وکړی.
په تیرو څو لسیزو کې د ناانصافی، ظلم او حق تلفی دغه کچه خپل اوج ته رسیدلې. د غیرت په نامه داسی بې بنیاده ناوړه او نا مشروع اعمال تر سره کیږی چی نه خو زموږ د کلتور برخه ده او نه د اسلام. د ښځو څخه بې موجبه پوزه، غوږ، شونډی پریکول، وهل ټکول، تیزاب اچول، سوځول او رنګارنګ جبرونه کول زموږ د ټولنی وحشت، ناانصافی، غیر اسلامی او غیر افغانی اعمال څرګندوی.
د بد ټولنیز فرهنګ شته والی، فقر، بی کاري، د عدلي او قضایي ارګانونو ناسمه پاملرنه د ښځو د حقونو په برخه کې په ځانګړي ډول د میراث او ازدواج حق، له زده کړې او تحصیل څخه د انجونو لیری والی، په لیری پرتو سیمو کې د قانون د حاکمیت نشتوالی، دا ټول هغه عوامل دي چې پر ښځو او ماشومانو یې د تاوتریخوالي او تجاوز کچه لوړه کړی ده.
څو ورځی مخکی په بغلان کې د پېښی شوې واقعې نه خبر شوم، ډیر زیات ورباندی خفه شوم چی هغه لا نه وه زړه شوې بیا د هرات د واقعې نه خبر شوم چی یو چا د خپلی دیرش کلنی ښځی نه د خپلو څلورو ماشومانو په مخ کې پوزه او شونډی پرېکړې! دغه خبر می د خپګان کچه نوره هم را اضافه کړه، افسوس راته ودیردلو او هغه د اسلام نه مخکی دور قیصې می سترګو ته تاو راتاو شوې!
موږ هر وخت ناخوالې په ګوته کوو خو د حل لاری يې نه لټوو او که یې وهم لټوو عملی کوو یې نه، د دغسی ناخوالو د لمنځه وړل زموږ د ټولنی په اصلاح کې او د یو ښه راتلونکی ضامن کیداي شی. ښځه د یوې کورنۍ بنیاد ایښودنکې ده، که موږ بنیاد سم کښیږدو موږ به یوه سالمه کورنۍ منځ ته راوړو او که موږ یو ښه کورنۍ ولرو موږ یو ښه ټولنه منځ ته راوړي شو.
زموږ ټولنه یوه اسلامی او کلتوری ټولنه ده، په ورته ټولنه کې باید له داسی نورمونو او میکاینزمونو نه کار واخستل شی چی هغه موثر واقع کیداي شی. د مثال په توګه خلګو ته د اسلام له نګاه نه د ښځو حقوق وروښودل شی، تعلیم ته وده ورکړل شی، د قانون حاکمیت ته خاصه پاملرنه وشی او د هری هغی پیشی لاملین سزا شی چی په ورته اعمالو کې دخیل وی.
که ښځه ښځه ډيره یاده کړو نو یو استثنايي وجود مو ترې جوړ کړ. راځئ مجموع کې د انسان خبره وکړو نو که په دې کې ښځه راغله، که نارینه پکې راغی او که ماشومان یا بوډاګان نو په دې ډول به مو د ښځې درناوی د ښځې نه بلکه د انسان په حیثیت کړی وی.
درناوی