ارګ ته یوې نېږدې سرچینې ویلي، چې ارګ اوس د ټاکنو پر ځای په موقت حکومت بحثونه پيل کړي او ښایي پرېکړه وشي، چې تر راتلونکیو دوو کلونو پورې دې په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته شي او له هغې وروسته دې ټاکنې تر سره شي.
داسې نظر هم دي، چې امریکا، برېټانیا، پاکستان او طالبانو هم په افغانستان کې د موقت حکومت په جوړېدو سلا شوي او په دې برخه کې په قطر او امریکا کې نورې هڅې هم روانې دي.
سرچینې وایي، طالبان به د اوربند او ورپسې د سولې له لارې موقت حکومت ته شامل شي؛ خو د موقت حکومت د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه لا بحثونه شته.
ځینې سرچینې وايي، چې ټول اړخونه په دې فکر کوي، چې څنګه کولای شي موقت حکومت یوه داسې شخص ته وسپارل شي، چې ټولو افغانانو او جهتونو ته د منلو وړ وي او ورسره تر څنګ دا نظر هم مطرح شوی، چې موقت حکومت دې د یوې کمېټې له لارې رهبري شي.
له دې وړاندې د ولسمشرکرزي په ګډون سربېره ډاکټر خلیلزاد او ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډېرو نورو مشرانو ویل، چې راتلونکیو ټاکنو ته دې د ملي اجماع له لارې نوماندان معرفي شي.
حتی یوشمېر کسانو له ملي اجماع دا تصور کاوه، چې د ټاکنو پر ځای دې ملي اجماع ترسره شي.
په راتلونکیو ټاکنو کې د نوماندانو په توګه د ډېرو کسانو نومونه یادېږي؛ خو تر اوسه یوه هم په رسمي ډول خپله نوماندي نه ده اعلان کړې. ولسمشر کرزي ته هم د ډېرو کسانو نوماندېدل منسوبېږي؛ خو یادې سرچینې ویلي، چې دمګړۍ د ولسمشر ډېر مېلان خپل ځانته دی او هڅه کوي چې په واک کې پاتې شي؛ خو دا چې قانون ورته اجازه نه ده ورکړې او واک يې پای ته رسېږي.
خو د موقت حکومت په نوې طرحه کې ولسمشر کرزي ته ځای نشته، ښايي له همدې امله وي چې په دې برخه کې کېدونکیو هڅو ته د ملوک الطوایفي په نظر ګوري.
ولسمشر او ټیم یې په دې اړه بحثونه پيل کړي، چې څنګه کولای شي په موقت حکومت کې خپله ونډه او واک ولري. ورسره تر څنګ د دوستم په ګډون یوشمېر نورو پخوانیو جهادي قوماندانانو چې پوهېږي په موقت حکومت کې واک نه ورکول کېږي او د واک د تر لاسه کولو لپاره شرطونه وړاندې کوي، چې طالبان یې نه مني لاس په بغاوت پورې کوي. د جنرال عبدالرشید دوستم وروستي تحرکات ښایي له همدې امله وي.
کابو درې میاشتې وړاندې راته د ښاغلي عبدالستار سیرت له ادرسه یوه وېډو را ورسېده په دې وېډو کې ډاکټر صیب سیرت خپله د موقت حکومت طرحه اعلان کړې وه او ویلي یې ویل، چې د افغانستان اوسنۍ اداره او حکومت په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه دي.
هغه ویلي ول، د ستونزو او بحران د پای ته رسولو لپاره په کار ده، چې لومړی په افغانستان کې یو موقت حکومت رامنځته شي، د هغه په ونیا ټولې هغه جاسوسې څېرې چې اوس په حکومت کې دننه یا د باندې راټولې شوي او د ولس په وینو یې غصب او فساد ته ملا تړلې ګوښي او پر ځای یې پاک او پر هېواد مین کسان د موقت حکومت چارې په لاس کې واخلي.
په دې طرحه کې زیاته شوې وه، چې دغه نوې اېجاد شوې جبهه به په هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره زمینه برابروي او له هغې وروسته به ټاکنې کېږي.
که څه هم چې په افغانستان کې یوازې د شاهي رژیم پلویان بې طرفه پاتې نور خو ټولو په افغانستان کې هم په جګړه کې برخه اخسیتې او هم یې په فساد او خیانت کې. نو یوازینۍ هیله د پخواني شاه له پلویانو کېدای شي، چې په رښتیني ډول هېواد ته خدمت وکړي او هېواد له روانو جګړو او ناورینونو وژغوري، ځکه یوازې هغوی دي، چې د هېواد پالنې حس یې نه دی ازمویل شوی.
خو د اوسني موقت حکومت طرحه زما په اند چې د ډاکټر سیرت له طرحې سره توپیر لري او دا طرحه تر ډېره د طالبانو په خوښه او د سولې راوستو لپاره کېږي.
په دې طرحه کې تر ډېره داسې ګومان دی، چې پخواني ټوپکوال دې په کې کمه ونډه لري او ښايي امریکا، پاکستان او برېټانیه دې پایلې ته رسېدلي وي، چې طالبانو ته په راتلونکي حکومت کې ډېره ونډه ورکړي.
که څه هم چې ډاکټر زلمی خلیلزاد هم په دې باور دي، چې په ملي اجماع کې به ټول د هېواد او خلکو ملي ګټو ته ژمن کسان به په کې راټولېږي، هغه کسان چې لاسونه یې په وینو سره وي او په فساد ښکېل وي د دې ملي اجماع برخه نشي کېدای، چې تر ډېره یې دغه څرګندونې د مرستیال ولسمشر فهیم قسیم له څرګندونو وروسته کېږي؛ خو ځینې سرچینې وايي، چې طالبان په موقت حکومت کې د خلیلزاد له شتونه سره هم مخالف دي خو بیا هم په دې اړه خبرې روانې دي. دا چې خلیلزاد به په کې وي که نه په دې اړه به د بحثونو پایلې وروسته راوځي.
خلیلزاد ته نېږدې سرچینې وايي، چې ښايي په راتلونکیو دریو اونیو کې د ملي اجماع برخلیک روښانه شي؛ خو معلومه نه ده چې اجماع به تر سره شي او که نه یا به په ملي اجماع کې د موقت حکومت په اړه بحث وشي که نه.
لکه څنګه د ملي اجماع په اړه خلک بېلابېل بحثونه کوي او هر لوری لکه خلیلزاد، استاد عطا، کرزی او نور خپل برداشتونه لري، هغه ډول چې د ولسمشر ورور قیوم کرزي د اسلامي ملي اجماع خبره کوي؛ دغه ډول د موقت حکومت په اړه هم ښايي نظرونه متفاوت وي.
د ولسمشر کرزي او ټیم یې، اپوزیسیون، پخوانیو جهادي رهبرانو او قومندانانو، طالبانو او نړیوالو نظرونه ښايي په دې برخه کې جلاجلا وي. خو دا چې کله به سره په یوه نظر راټولېږي او پایله به یې څه وي، په دې اړه به قضاوت ګران وي، ځکه هره ګړۍ د افغانستان په قضیه کې یو نوی له تصور پورته تحول رامنځته کېږي؛ پوښتنه دا را پیدا کېږي، چې موقت حکومت به د افغانستان ستونزه حل کړي او که نه؟.