نجيب ننګيال –
په کابل، هلمند او کندهار کې د په يوه ورځ د پرله پسې بريدونو او د بېګناه افغانانو شهادت سخت دردولی يم. پرله پسې مې د طالبانو د اوسنۍ جګړې په غندنه ليکل وکړل. هغومره چې ما ته د پاکستاني ملايانو سايکي را مالومه ده او د افغان دښمنۍ له خصلته يې خبر يم نو د دې جګړې د فتوا پړه يواځې او يواځې پاکستاني ملايانو ته راجع کوله. خو تېره ورځ يوه مولانا صيب جالبه وکړه. يو اوږد پېغام يې زما فيسبوک پاڼې ته رالېږلی. زه د ژمنې سره سم د مولانا نوم نه اخلم، خو پيغام يې کټ مټ خپروم. تر څو د روانې جګړې په شرعي اړخ د ولس ذهن خلاص شي.
“سلام ډاکټر صيب.
له متعال خدايه درته صحت او عافيت غواړم.
زه دا څو ورځې ګورم چې تاسې په پرله پسې ډول د روانې جګړه د فتوا ګوته حقانيې او د پاکستان نورو مدرسو ته نيسئ. بايد ستاسې د مالوماتو لپاره ووايم چې د طالبانو اوسنۍ جګړه هيڅ ډول ديني مشروعيت او جواز نلري. طالبان د روانې جګړې لپاره د هيڅ معتبر جهت او باوري دارالافتا څخه فتوا نلري. زه دا په چېلج درته وايم چې طالبانو ته د روانې جګړې شرعي فتوا هيچا نه ده ورکړې. نه ديوبند، نه حقانيې او نه کومې بلې معتبرې مرجع. په عربستان کې د کعبې شريفې د امام وروستۍ څرګندونې چې طالبان او داعش يې له اسلامه بهر وبلل د هر څه ښکاره ثبوت دی. روانه جګړه کې يواځې او يواځې بېګناه افغان مسلمانان وژل کېږي او بس.
ښاغلی ډاکټر صيب!
زه به يوه کيسه درته وکړم. را ته ښه غوږ شه. په افغانستان کې د سولې د ټيکاو لپاره مونږ يوه ډله علما د وتلي دينې عالم او د اسلامي علماو د نړېوالې شورا رئيس مفتي تقي عثماني ته ورغلو چې د سولې لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. مولانا تقي عثماني وژړل. ويل طالبان راته راځي. کېني. د روانې جګړې د مشروعيت په اړه را نه پوښتنه کوي. زه ورته په ساعتونو ساعتونو خبرې وکړم. په شرعي دلايلو، منطق او اخلاقي لحاظ د دې جګړې په نا روا والي بحث ور سره وکړم. ځولۍ ورته ونيسم چې د خدای په پار دا جګړه نوره بس کړئ. دا جګړه د افغانستان او اسلام په ګټه نه ده.
مولانا مخکې ولاړ، وای زه په دې باوري يم چې تر دې زيات امريکايان انعطاف نشي کولی. تر دې مهاله د طالبانو جګړې امريکايان دې ته مجبور کړل چې له ولايتونو، کليو بانډو وځي او عملا له جګړې لاس واخلي. اوس امريکايان په ډېر کم شمېر کې پاتې دي چې د افغان ځواکونو په تربيت لګيا دي. د طالبانو ګوزارونه اوس تر امريکايانو نه رسېږي بلکې عامه افغان مسلمانان يې قرباني کېږي. تر دې ښه خبره ده چې طالبان اوس د يوه وسله وال قوت په ځای په يوه سياسي قوت بدل شي. د سياست لاره اوږده ده. صبر او استقامت غواړي. خو زيانونه يې ډېر کم او د ولس ويښتيا ته په کې ډېر څه کېدای شي. که طالبان رښتيا غواړي په افغانستان کې خلک مسلمان پاته شي او له دينه منفور نشي نو مهرباني دې وکړي وسله دې وغورځوي. سياسي مبارزه دې پيل کړي. د اوسني نظام او د همدې موجود جمهويت څخه دې ګټه واخلي. د همدې سستم په پياوړتيا دې کار وکړي. د ځواکونو او انټيلي جنس په قوت دې کار وکړي. اقتصاد دې ښه کړي. له حکومت سره دې مرسته وکړي تر څو افغانستان يوه قوي مملکت وګرځي. پوهېږم دا ټول په يوه کال کې نه کېږي. حتما يوه يا دوه لسيزې په بر کې نيسي. خو د ملتونو په ژوند کې لسيزې څه چې پېړۍ هم ډېره وړه خبره ده. که دا ټول هدفونه تر لاسه شو، هغه امريکايان څه چې د نړۍ هيڅ استعمار نشي کولی دا ملت مات کړي او بيا يې ونيسي.
مولانا سوړ اسوېلی وکړ:
کاش طالبان زما د خبرو په ژوروالي پوهېدل. کاش هغوی د شرعيت او اسلام له اصله خبر وای. هغه بېچاره ګان خو جذباتو په سر اخيستي او د جذباتو طوفاني سمندر يې عقل لاهو کړی. سياست، سياسي بصيرت او د نظام په اهميت کاش هغوی پوهېدای. په والله بالله هغومره نصحيتونه چې ما طالبانو ته کړي، که مې د کاڼو دېوال ته کړي وای، درزونه به پکې پيدا شوي وای. را سره ژړلي به يې وای. خو طالبان بدبختانه اوس نه په دين پوهېږي، نه اخلاق لري، نه عقل لري او نه د رحم په نامه څه پېژني. له شرعي لحاظه دوی باغي ډله ده او جګړه يې ناروا ده. “
هيله ده دا پيغام شريک کړئ، چې زمونږ ځوان او احساساتي قشر بيا د کوم جاسوس ملا په خبرو و نه غولېږي. له جګړې لاس واخلي او ټول په سوله کې ژوند وکړو. دا زمونږ فردي مسوليت دی چې خلک له جګړې را وګرځوو او د دې بدنامې جګړې په دوامداره زيانونو يې خبر کړو. درنښت