تاند – د جنوبي پښتونخوا خوله ور دیني عالم او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېرانی وایي دښمن زمونږ په کور کې دننه دی، هسې خلکو ته دروغ مه وایئ.
ښاغلي شېراني چې د کوېټې په ملکي روغتون کې دننه د شوي ځانمرګي برید په مناسبت یې خبرې کولې پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې وویل چې له خلکو نه بې وقوفان مه جوړوئ او مه خلکو ته دروغ وایئ.
د پښتونخوا ګڼ شمېر مدني فعالانو د کوېټې په روغتون د شوي دغه ترهګریز برید پړه پخپله په پاکستاني استخباراتي ادارو ورواچوله.
د پاکستان ملي شورا ته په خبرو کې مولانا شېراني وویل، «له ښو او بدو طالبانو څخه مطلب څه دی؟ وسله وال تنظیمونه د چا دي؟ آیا دا اجرتي قاتلان نه دي؟»
شنونکي وایي چې د مولانا شېراني هدف پخپله پاکستاني استخباراتي ادارې دي چې افغان طالبانو ته چې په افغانستان کې ځانمرګي او نور بریدونه ترسره کوي او مرسته ورسره کوي ښه طالبان، او پاکستاني طالبانو ته چې په پاکستان کې حملې کوي بد طالبان وایي.
ویل کیږي چې، تېره ورځ د کوېټې په ملکي روغتون کې د یوه ترهګریز برید په نتیجه کې خواوشا ۷۰ تنه ملکي خلک ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول چې نژدې ټول یې د کوېټې پښتانه او د حقوقي چارو کدرونه ول چې د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې د مشر بلال انور کاسي د جسد د لیدنې له پاره د کوېټې ملکي روغتون ته ورټول شوي ول. بلال کاسي د دوشنبې د ورځې په سهار د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شوی او وژل شوی وو.