تاند – د پښتونخوا جید عالم او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمدخان شېرانی وایي چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې جهادي مواد د امریکا په غوښتنه شامل کړای شوي ول.
مولانا شېرانی وایي چې په هغه وخت کې د روس ( شوروي اتحاد) د ځواکونو پر ضد د جګړې له پاره امریکا کرایي کسانو ته ضرورت درلود چې په دې توګه یې پوره کړل.
د روزنامه پاکستان په وینا له رسنیو سره په خبرو کې مولانا شېراني وویل چې، په دین کې جبر نشته او زیاته یې کړه چې محنت او تجارت هم جهاد دی. نوموړي وویل چې د چا وېرول جهاد نه بلکه فساد دی.
مولانا محمدخان شېراني په یوه جلا وینا کې په سیمه کې د پاکستان رول ته په اشارې سره وویل چې، پاکستان د نړیوالو له پاره د مزدورانو د چوک حیثیت لري، دلته ملایان په کرایه د فتواوو له پاره موندل کیږي، لیډران په کې په کرایه د قوم د غولولو له پاره موندل کیږي، جنرالان په کې په کرایه د پوځ د استعمالولو له پاره موندل کیږي، میډیا په کې په کرایه د پروپاګنډې له پاره موندل کیږي، او د کرایې قاتلان هم همداسې، لهذا دنیاوال پاکستان ته د کرایې د قاتلانو، او د غلو او لوفرانو د کلي په سترګه ګوري.
دا زموږ تنها دخلاصې او قدوري دوکتوراوې چې لري څه وخت به پوه شي؟