تاند- د اسلام اباد د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز وايي، که څوک د پاکستان اساسي قانون ته اسلامي قانون ووايي نو دا به د پېړۍ تر ټولو لوی درواغ وي.
مولانا عبدالعزیز، چې د پاکستان له حکومت سره د طالبانو له مرکچي پلاوي څخه د اعتراض په دود وتلی، نن /یکشنبه/ په اسلام اباد کې وویل:«د پاکستان د اساسي قانون په اړه ټولو علماوو ته د مناظرې چلینج ورکوم.»
ده چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، همداراز وویل:«که څوک وايي چې د پاکستان اوسنی اساسي قانون اسلامي دی نو زه ورته د مناظرې چلینج ورکوم.»
ده ټینګار وکړ چې د پاکستان د اساسي قانون اسلامي بلل د پېړۍ تر ټولو لوی درواغ دي، دا قانون د انګرېزانو قانون دی او انګرېزانو جوړ کړی و.
مولانا عبدالعزیز د طالبانو له مرکچي پلاوي څخه په دې خاطر ووت چې د خبرو له اجنډا څخه د شریعت د نفاذ پر سر خبرې وایستل شوې.
له بلې خبوا پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې طالبانو د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو د بریالي کېدو لپاره له اوربند سره موافقې ته تیاري ښودلې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د طالبانو سیاسي شورا د سولې له مرکچي پلاوي سره د کتنې په مهال له اوربند سره موافقه ښکاره کړه.
دا سپین ګیری بابا بالکل رښتیاوایی
Zinda bad mawlana saheb. sam aw rishtinay alem ye…………..
داخو ښکاره خبره ده چی دباکستان اساسی قانون اسلامی ندی نو بیا ولی باکستانی عالمان په افغانستان کی دمرحوم سردار محمد داؤد خان دجمهوریت له پیل سره سم په افغانستان کی دجهاد په نامه داکوړه خټک په دینی مدرسه کی طالبان روزی ته چی اوس سپین ږیری شوی اوس وایی چی قانون مو غیر اسلامی دی خو چی جهاد فتوی په اسلامی افغانستان کی کوی نوبیا یی هلته په پاکستان کی ولی دغه جهاد نه کوی .خدای تعالی ته به ښه ځواب ووایی همدا ته اوتاته ورته نور پلورل شوی عالمان یاست چی دانګریزانو په پیسو لوی شوی یاستی اوهرهغه څه چی دپاکستان آی اس آی درته ووایی په هغه عمل کوی
مولوی صاحب تر اوسه ولی غلی ناست وی چی اوس داخبری کوی افغانان موتباه کړل
دجهاد فتواڅوک ورکوی اوچا ورکړی دی لکه چی پیسی درباندی بندی کړی
خدای اودغه مظلومو افغانانوته به دقیامت په ورځ څه جواب ورکوی
الله موپه خپل مینځ کی سره په جنګ اخته کړه چی مسلمانان درنه په امن شی