تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا عبدالله یو وار بیا د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو د احتمال خبر ورکوي.

نووړی وايي، تخنیکي او نورو ظرفیتي ستونزو ته په پام ممکنه نه ده چې پایلې د عقرب په ۲۳مه نېټه اعلان شي.

ښاغلي عبدالله نن جمعه په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ظرفیتي ستونزو له کبله ممکنه نه ده چې پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلان شي: (( تر اوسه د رایو د بیا شمېرنې هیڅ اقدام نه دی شوي.))

خو دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړ چې د پایلو په اعلان کې ځنډ به ورته د منلو نه وي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې میزان د میاشتې په ۲۷مه او نهايي پایلې یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون دواړه نېټې وځنډولې اوزیاته یې کړه د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او نهايي پایلې به یې د قوس په ۱۶مه اعلان کړي.

One thought on “مولانا عبدالله: د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به بیا هم وځنډېږي”
  1. په داسې مهم او حیاتي کمیسیون کې د مولانا عبدالله په شان د مغرضو او د ثبات او همپالنې ډلې غړي موجودیت د ټول ملت د نفرت سبب شویدی.
    د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید واقعا یو بېطرفه اوخپلواکه اداره او ټول ملت ته د منلو وړ وی.
    له بلې خوا کمیسیون یو ویاند او مسوول شخص لري چې د داسې مهمو پرېکړو په باب د ټولو په خوښه او ګډه فیصله ولس ته مالومات ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *