تاند: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمېشنر ولسمشر غني ته نږدې کسان په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي.
مولانا عبدالله ویلي، ولسمشر ته نږدې کسان حتی به مقرریو کې لاسوهنه کوي او د کمېیسیون، ارګ او دارالالنشا ترمنځ د ناندریو هم داسې اسناد لري چې په دې اړه ادعاوې ثابتولی شي.
مولانا عبدالله د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، دی تور نه پورې کوي چې ګواکې ولسمشر د کمیسیون کارونو کې لاسوهنه کوي، خو د ولسمشر شاوخوا داسې کسان شته چې زموږ ځینې کارونه که غیر قانوني هم وي، ژر یې ترسره کوي، خو که ځینې کارونه مو قانوني هم وي دوی ورته خنډونه جوړوي: (( په دواړو برخو کې د دوی د لاسوهنې اسناد لرم))
نوموړی نوم نه اخلي چې څوک له کومې ادارې څخه د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي، خو وايي، دغې کړۍ د کمیسیون د مقرریو ځینې قانوني اسناد له ځان سره ساتلي دی.
ارګ تر اوسه د مولانا عبدالله د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.