مولانا فضل الرحمن

تاند- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د افغان طالبانو کلک ملاتړکوونکي مولانا فضل الرحمان له افغان طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمان له طالبانو څخه غوا��ي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

ده امریکا ږغ ته وویل، طالبان د افغانستان دي او د دوی جنګ هم د افغانستان د حکومت پرضد دی.

په وروستیو کې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره درې پړاوه خبرې وکړې.

دا ډله وايي چې د افغانستان له حکومت سره نه ږغېږي او یوازې له امریکا سره د افغانستان د سولې په باب خبرې کوي.

خو مولانا فضل الرحمن وویل، د افغانانو په خپل منځ کې خبرې هومره مهمې دي لکه څومره چې له امریکا سره مهمې دي.

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې د طالبانو روانه جګړه جهاد نه دی.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان طالبانو یو مهم مشر په خپل کور کې نیولی دی.

نیول شوی طالب مشر حافظ محب الله نومېږي او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مذهبي چارو وزیر و.

پاکستان تر دې پخوا هم یو شمېر طالب مشران نیولي خو پخوا پاکستان هغه طالب مشران نیولي چې سولې او د افغانستان له حکومت سره خبراترو ته یې لېوالتیا لرله.

د حافظ محب الله د نیونې انګېزه معلومه نه ده. خو ظاهراً داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاسي دریځ کې د پخوا په پرتله تغییر راغلی دی.

3 thoughts on “مولانا فضل الرحمان وايي، د طالبانو روانه جګړه جهاد نه دی”
  1. اوس یی د دی لپاره نسي چې د دوي په خوښه مذاکرات وکړي د دوی لاس پوڅي په امارت کې چندان حیثیت نلري د مجبور غلام په سترګه ورته ګوري

  2. د مولانا فضل الرحمن (ډیزل) ایمان هم د نوموړی د ویناوو په څیر دۍ.هغه مهال چی د ده او آی ایس یارانه پخه او یوه خوله وو نو په افغانستان کي جهاد روا وو خو اوس چی د دوی تر منځ واټن پیدا شویدۍ او نور د نوموړی لاس د آی ایس آی له کاسی لنډ شوۍ نوبیا په افغانستان کی د طالبانو خرمرګی حرامه ګڼي دغه د نوموړی اصلی څیره ده ..

  3. د مولانا فضل الرحمن (ډیزل) ایمان هم د نوموړی د ویناوو په څیر دۍ.هغه مهال چی د ده او آی ایس یارانه پخه او یوه خوله وو نو په افغانستان کي جهاد روا وو خو اوس چی د دوی تر منځ واټن پیدا شویدۍ او نور د نوموړی لاس د آی ایس آی له کاسی لنډ شوۍ نوبیا په افغانستان کی د طالبانو خرمرګی حرامه ګڼي دغه د نوموړی اصلی څیره ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *