تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام او طالبانو سرسختي ملاتړي مولانا فضل الرحمن وايي، د عمران خان د واک د تختې چپه کولو لپاره یې د ټول هېواد په کچه د پراخ لاریون تابیا نیولې ده.

نوموړي له ټولو ګوندونو او سیاسي مشرانو سره د اسلام اباد پر لور د یو بې ساري لاریون د ایستلو لپاره هڅې پیل کړې دي چې په وینا یې دا لوی لاریون به د ازادۍ مارچ په نوم یادېږي.

 د جمعیت علمای اسلام د مرکزي کمېټې د سکرتر جنرال مرستیال اسلم غوري وايي، د ټول پاکستان له مختلفو سیمو څخه به د لاریونوالو قافلې د اکتوبر د میاشتې په ۲۷مه اسلام اباد کې سره راټولېږي.

په همدې حال کې پخپله د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، دا کاروانونه به له شاوخوا سیمو څخه د اکتوبر په ۲۷مه راځي مګر اسلام اباد ته به یې قافلې د اکتوبر په ۳۱مه نېټه داخلېږي.

د جمعیت علما مهم غړی اسلم غوري وايي، د دوی لاریون به سلګونه زره کسان ولري او اسلام اباد ته په ننوتو به لارې، بازارونه او د ژوند ټولې چارې په ټپه ودروي او تر هغه پورې به یې اعتراضونه روان وي تر څو عمران خان او کابینه یې له پاکستان څخه تېښته غوره کړي.

د پاکستان حکومت د دغه لاریون د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړې دي خو د زرداري په مشرۍ د پیپلزپارټۍ کراچۍ څانګې غوښتنه کړې چې د دغه ستر لاریون مخې ته دې هیڅوک نه ورځي.

 د دې لاریون د یوې قافلې مشري به له سکهر څخه مولانا فضل الرحمن پخپله کوي او د ګڼو نورو ګوندونو مشران به هم له خپلو قافلو سره په څو ورځو کې ځان اسلام اباد ته ورسوي.

د پاکستان زنداني پخوانۍ لومړي وزیر نواز شریف د مولانا د اعتراضیه لاریون ملاتړ کړی او له خپلو ګوندیانو یې غوښتي چې د عمران خان واک د تختې چپه کولو لپاره دې له مولانا ملاتړ وکړي.

One thought on “مولانا فضل الرحمن: د ازادۍ په مارش عمران خان له تخته ځمکې ته راغورځوم”
  1. داسی ښکاری چی پاکستانی واکدارانو د طالب د کازینو د میز په څرنګوالی کی د ژور بدلون هڅه پیل کړی او د طالب خواخوږی یعنی فضل ارحمن او ګوند ئی د فکری ګډوډی سره مخامخ او عکس العمل او غبرګون ته هڅولی وی البته د طالب د نوی سنګر او ماموریت د څرنګوالی په هکله نظر به فعلاً یو تش ګومان وی
    ولیدل سی څه پېښېږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *