تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د پاکستان د حکومت مخالفو معترضانو مشر مولانا فضل الرحمن ګواښ کړی که راتلونکو دوه ورځو کې عمران خان له واک څخه استعفی ور نکړه، ولس قانوني حق لري چې په زور نوموړی له څوکۍ لرې کړي.
تېره ورځ تر ماښام ناوخته پورې په اسلام اباد کې د عمران خان پر ضد ازادۍ مارش ته د مولانا تر څنګ د نواز شریف ورور شهباز شریف او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په شمول ګڼو سیاستوالو وینا کې د پاکستان پر ادارو کلکې نیوکې وکړې.
مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې د پاکستان پوځ ته په اشاره ویلي، یوازې ولس کولی شي چې حکومت وکړي، کومه اداره نه شي کولی چې پر خلکو حاکمان مسلط کړي: (( موږ په خپله خاوره یو عادل نظام غواړو، په ۲۰۱۸ کال کې انتخابات له درغلیو ډک وو، موږ یې هغه وخت هم پایلې نه وې منلې، نه هم اوس د درغلیو څخه په ډکو پایلو جوړ شوی حکومت منو.))
ښاغلي فضل الرحمن زیاته کړه، اوس د معترضانو یوه پرېکړه ده او هغه دا چې د عمران خان حکومت له منځه ولاړ شي: (( عمران خان د پاکستان ګورباچوف دی، هغه کشمیر خرڅ کړی دی، خپله ناکامي دې ومني او دوه ورځو کې دې واک خوشې کړي.))
مولانا د پاکستان د شدید اقتصادي بحران پړه هم پر عمران خان واچوله او زیاته یې کړه د عمران خان د حکومت په راتګ د توکو بیې لوړې شوې دي او یو بې وزله سړی کور ته د ماښام مړۍ نه شي پیدا کولی: (( ځوانان ځان وژنې کوي، کار نشته، خلکو رکشې د سړک په سر وسېځلې، ګڼو خلکو دوکانونه وتړل، پاکستان یې له اقتصادي پلوه سوال ته کینولی دی.))
ښاغلي مولانا د عمران خان دا خبره هم رد کړه چې ګواکې معترضان دې د قانون درناوی وکړي او ګډوډي دې نه جوړوي: (( د قانون خبره خو زه کوم، زه یو اسلامي پاکستان غواړم.))
دا په داسې حال کې د چې مولانا فضل الرحمن د اکتوبر له ۲۸مې راهیسې له ګڼو سیاسي لوریو سره د اسلام اباد پر ضد اعتراضیه مارشونه را ایستلې دي او له پرون راهیسې یې په اسلام اباد کې اړولي دي.
د دغه ستر اعتراض له کبله چې نږدې د پاکستان د ټولو مدرسو طالبان هم په کې دی په اسلام اباد کې کاروبار، مواصلاتي لارې او ژوند په ټپه ولاړ دی چې د پاکستان حکومت ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.