ژباړن: شریف افغانمل
د سوات د زرګونو مېندو په شان د ملالې یوسفزۍ مور هم د مولانا فضل الله په یو ځل بیا راتګ شوک وخوړ.
په سر کې مولانا فضل الله په سوات کې خپل فکر د اسلامي اصولو عملي کولو ته منحصر کړ او خپل ځان یې د سوات غښتلی او مشهور کس په توګه معرفي کړ.
هغه د خپلې غیر قانوني راډیو په نشراتو کې د سګریټ څکول منع اعلان کړل، نصوار او نشه یې هم حرامه وبلله.
د راډیو په اف ایم څپو د مولانا فضل الله تبلیغ ډېرې ښځې تر تاثیر لاندې راوستې او هغه ته یې خپل ګاڼه او پیسې د سوغات په نوم ورکړل.
د ملالې یوسفزۍ مور وروسته له هغې غټ ټکان وخوړ، چې په راډیو کې یې د ښځو په اړه د مولانا فضل الله نوې فتوا واروېده. هغه پخپله فتوا کې وویل، چې نور ښځې بازارونو ته د خریدارۍ لپاره نشي تللی.
ملاله یوسفزۍ پخپل کتاب (زه یم ملاله) کې څرګندوي، چې د هغه پلار ضیاء الدین یوسفزي بله ورځ په ټوکو په کور کې وویل :((مولانا فضل الله یو ښه کار دا وکړ، چې نجونې یې بازارونو ته له تګ منع کړې، چې پدې ډول به د پلرونو د بې ځایه پیسو د مصرف مخه هم ونیول شي.))
په حقیقت کې په سوات کې د مولانا فضل الله له راپورته کېدو سره د هغې پلار سخت په اندېښنه کې وو. ملالۍ یوسفزۍ پخپل کتاب (زه یم ملاله) کې د مولانا فضل الله په اړه ډېر زیات توضیحات ورکړي دي. طالبانو وروسته له هغې مولوي فضل الله خپل مشر اعلان کړ، چې حکیم الله مسید د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
په ډېرو اردو او مذهبي ورځپاڼو کې داسې اوازې خپرې شوې، چې د ملاله یوسفزۍ کتاب د اسلام، پاکستان او ټولنیزو اصولو خلاف پېغام لري، اما مثبت هرکلی یې هم تود وو.
په ملالۍ او د هغې په پلار ډېر فشارونه راغلل، چې ددې کتاب په راتلونکي چاپ کې د مولانا فضل الله په اړه په خپرو شویو مطالبو یو ځل بیا له سره کتنه وکړي، اما مولانا فضل الله ته د نږدې سرچینو د معلوماتو له مخې هغه څه چې خپاره شوي له حقیقت لرې نه دي او مولانا فضل الله هم لکه د ملالې یوسفزۍ د یوسفزو له قومه دی. په ملالې یوسفزۍ د تېر کال په برید کې هم مولانا فضل الله په لاس لرلو تورنېږي.
همدا ډول هغې پخپل کتاب کې لیکلي دي، چې د ۲۰۰۵ میلادي کال په اکتوبر کې په پاکستان کې له خطرناکې زلزلې وروسته مولانا فضل الله په سوات دره کې خپل فعالیتونه زیات کړل.
د لارو او سړکونو د خرابېدو له وجې حکومت ونشوای کولای، چې د زلزلې له قربانیانو سره پر وخت مرسته وکړي، نو همدا دلیل و، چې مولانا فضل الله د خپلو اهدافو د عملي کولو لپاره همدا وخت غوره وباله او د تحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم یې فعالیتونه پراخ کړل، ددې فعالیتونو سربراهي یا مشري صوفي محمد کوله. که څه هم هغه دا مهال په بند کې و، خو زوم یې ـ مولانا فضل الله ـ دا بهیر پرمخ وړه.
ملالې یوسفزی په خورا جرآت سره د جمعت الدعوه د خیریه کارونو په اړه معلومات شریک کړي دي، چې مشري یې هغه مهال مولانا فضل الله کوله ـ جمعت الدعوه خیریه بنسټ د عبدالله عزام لخوا د ای اس ای په مرسته رامنځته شوی او په جګړو کې د ښکیلو کسانو له کورنیو سره مرسته کوي، ژباړن.
آغلې یوسفزۍ د مولانا فضل الله په اړه نور وضاحت ورکوي، چې څنګه یې د الله له دې امتحانه (زلزلې) د خپلو فعالیتونو د پراخوالي لپاره کار واخیست.
د ملالۍ د معلوماتو پربنسټ مولوي یا مولانا فضل الله چې په ملا راډیو مشهور دی هغه مهال له زلزله ځپلو سره بې درېغه مرستې وکړې او همدا وخت یې د فعالیتونو لپاره خورا ښه وخت وباله.
همدغه ډول ملاله یوسفزۍ هغه نقطې هم تشریح کوي، چې د مولوي فضل الله ژوند ته یې تغیر ورکړ او هغه یې د پاکستاني حکومت یو سرسخت دښمن مشهور کړ.
یو له دغو څخه یې د مولوي فضل الله د ورور مولانا لیاقت وژل کېدل دي، چې په باجوړ کې د هغه په مدرسه د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. پدې برید کې د هغه د دریو زامنو په ګډون ۸۰ کسان ووژل شول، چې د سوات درې ۱۲ هم پکې شامل وو. دا پېښه په ۲۰۰۶ کال کې رامنځته شوه.
له دې پېښې لس ورځې وروسته یوه ځانمرګي برید کوونکي په درګۍ کې په یو نظامي مرکز په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزول او ۴۲ پاکستاني پوځیان یې ووژل.
فضل الله تر دې ټولو پېښو وروسته سخت په غوسه شو او پاکستاني چارواکي یې تورن کړل، چې د هغه په راډیو بریدونه کوي.
د هغه د خوښې له مسایلو یو یې دا و، چې په قبیلوي اساس خپل فعالیتونه پرمخ یوسي. بېوزله خلک د هغه دې خبرو ته سخت خوشحاله برېښېدل.
دوی لیدل چې فضل الله لکه د یو غښتلي سرلاري عمل کوي او دوی پدې عقیده ول، چې مولوي فضل الله به دوی ته د خانانو ځمکې ورکړي او پدې ډول به یې ژوند تغیر شي. اما یو شمېر خانان له سوات درې په تېښته مجبور شول او خپل کورونه یې پرېښودل. ملاله وایي: ((زما پلار د خانېزم یا خان پرستۍ پرضد و، خو طالبان ډېر بد خلک وو.))
دویمه موضوع چې د مولوي فضل الله ژوند ته یې تغیر ورکړ، هغه په ۲۰۰۷ کال کې په اسلام اباد کې په لعل مسجد د پاکستاني ځواکونو عملیات وو. ملالې یوسفزۍ په دې اړه خورا زیات معلومات ورکړي او د خپل کتاب تقریباً لس څپرکي یې دې موضوع ته بېل کړي دي.
ملالې د خپل کتاب په ۱۰۶ مخ کې لیکلي دي، چې د لعل مسجد کلابندۍ د سوات د طالبانو ذهن چورلټ بدل کړل.
په همدغه ورځ مولوي فضل الله پخپله راډیو کې د لعل مسجد پېښه وغندله او د قربانیانو د انتقام غږ یې پورته کړ.
د لعل مسجد په اړه د هغه غوسه وروسته له هغې نوره هم پسې سخته شوه، چې عبدالرشید غازي له خپلې مور سره یو ځای د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شو. همدغه وخت مولوي فضل الله د پاکستاني حکومت پرضد د جنګ اعلان وکړ.
د ملالې یوسفزۍ د معلوماتو پربنسټ همدغه وخت و، چې واقعي نا ارامي هم پیل شوه. فضل لله اخطار ورکړ او په لعل مسجد کې د محاصره شویو کسانو د انتقام لپاره یې د طالبانو ګرځنده ټیمونه رامنځته کړل.
څو ورځې وروسته طالبانو په سوات دره کې په یو نظامي مرکز ځانمرګی برید وکړ او ۱۳ پوځیان یې ووژل.
د ملالې پلار همدغه وخت هم په طالبانو پسې نېغې خبرې کولې. یوه ورځ مولوي فضل الله په راډیو کې د ملالې پلار وننګوه. ملاله وایي، له دې اخطارونو وروسته د خپل پلار په اړه سخته ووېرېدم.
د هغې پلار به د شپې لخوا د خپل یوه ملګري په کور کې وېدېده او وخت نا وخت به طالبان په هغه پسې کور ته ورتلل او د کور تالاشي به یې اخسته.
د ملالې مور به نور د شپې لخوا تر خپل بالښت لاندې له ځانه سره چاقو کېښود، چې د شپې لخوا د احتمالي بریدونو مقابله پرې وکولای شي.
ملالې یوسفزۍ له همدغو شپو له ځانه سره یو پروګرام ترتیب کړ، چې که چېرې طالبان یې د شپې لخوا په کور ورشي، نو هغه به په یوه بهانه او له پټې لارې تشناب ته ځي، څو پولیسو ته تلیفون وکړي او مرستې ته یې را وغواړي.
ملاله وایي: دې دعا کوله، چې که یو جادوګر پیدا شي، چې طالبان له سیمې ورک کړي. په کور کې له همدغو بحثونو وروسته یوه ورځ هغې خپل کوچنی ورور ولید، چې د حویلۍ په چمن کې یې لوبه کوله. له خپل بل ورور یې پوښتنه وکړه، چې هغه څه کوي؟ هغه ورته ځواب ورکړ: په طالبانو جادو کوي! فضل الله د هغې په کورنۍ دومره وېره غالبه کړه، چې هره شېبه د تابوت او جادو فکرونه وکړي او پدې ډول د ځان خوندي کولو یوه لاره ومومي.
که له یوه پاکستاني دوکاندار نه هم پوښتنه وکړې چې افغان طالبان څنګه خلک دي، خامخا به درته ووایي چې ښه خلک دي، او علت یې دا دی چې هغوی غواړي چې د افغان طالبانو په لاس افغانستان وران کړي. دوی همدا لوبه د مجاهدینو په وخت کې هم کوله تر دې چې د افغان حرامونو (ګلبدین، رباني، سیاف، مسعود…..) په لاسونو د وران شوي کابل لوګي او لمبې یې په خپلو سترګو ولیدل. سړی حیران شي چې زمونږ قلموال او ښه لیکوال خلک ولې د داسې چا نوم بدوي چې هغوی شپه او ورځ د پاکستان د منافق پوځ او استخباراتو په مقابل کې جنګ کوي؟
زما نظر دادی چه پاکستان په افغانستان کی داسی فرهنګ رواج کی چه افغانستان وی ددی بد بختی څخه به نه خلاصیږی او داسی لاس پوڅی یی وروزل چه تل به دپاکستان داستخباراتو به خدمت کی وی لکه تش به نامه مجاهدین اوطالبان
زه یم فریاد افغان یو وار خو مونګ ته مجاهدینو تکلیف راکړ د زل ته د طالبانو په نوم نور اشخاصو تکلیف راکړ اوس هم تاسو په دی خرابو لیکنو تکلیف راکړ.
ډیره بخشه کوۍ تکلیف مو ډیر زیاد راکړ
وسلام
زه یم فریاد افغان