تاند – د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکی اندي مولز وایي، په نړیوال جام کې افغانستان تر هغه ډیر څه وکړل چې تمه یې کیده. افغان ټیم ته دا چانس د دې جام له برکته ورپه برخه شو چې د نړۍ له پیاوړیو لوبډلو سره لوبې وکړي.
افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ کال کې له یوه منلي ټیم سره وکړه، چې دا د یوه ټیم د تجربې لپاره خورا لنډه موده ده.
د افغانستان د ټیم روزونکي زیاته کړه چې د ده لوبغاړو نړیوالو ته دا ثابته کړه چې د دوی په هیواد کې تر جګړې او ناکراریو ورها خوا هم ډیر څه شته. مولز د نیوزیلنډ ( سپورت راډیو) ته په مرکه کې وویل چې افغان لوبغاړو ته د هغوټیمونو په پرتله چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري، هیڅ امتیازات نه شته. خو دوی په میړانه د خپل هیواد لپاره ویاړ راوړی.
انډي مولز بیا وویل، په دې کې هیڅ شک نه شته چې په تیرو پنځو شپږو کلونو کې افغان لوبډلې ډیر پرمختګ کړی دی، خو د دې ټیم د لابریالتوبونو لپاره نورې پرمختیا ته اړتیا شته.
د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکي بیا وویل، په تیرو دوو کلونو کې افغان لوبډلې له تکړه ټیمونو سره یوازې درې لوبې کړې وې او په همدې وړې تجربې یې په نړیوال جام کې برخه واخیسته، د دې په مقابل کې مثلا نیوزیلنډ ۱۷ میچونه په پنځو میاشتو کې تر نړیوال جام مخکې کړې وې.

د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکي انډی مولز وایي، په کابل کې د لوبغاړو یو نوی نسل شته چې ډیرې هیلې ورته شته، خو انډي مولز اندیښنه څرګنده کړه چې د امنیتي ستونزو له امله به لا هم نورې لوبډلې دې ته زړه ونه کړي چې په افغانستان کې لوبې وکړي، خو تر څو چې د امنیت ستونزه وي پکار ده چې افغان لوبډله په متحد عربي اماراتو کې له نورو لوبډلو سره د لوبو مهالویش ولري او مسابقې وکړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکي بیا وویل، په خپل کور کې د لوبې تجربه د یوه ټیم لپاره ډیره مهمه ده. خو روزونکي بیا هم امنیتي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تر نړیوال جام مخکې چې څو میاشتې په کابل کې دوی لوبغاړي روزل امنیت ته اندیښنه وه. ده بیا وویل چې زه به د ماښام خواته بهر نه وتلم. خو په دې هیواد کې له کرکټ سره دومره مینه شته چې زه یې ورجذب کړی وم
afghanistan cricket team is best for afghan peopels
thanks