تاند – په کراچۍ کې د افغانستان پخوانی جنرل کونسل مولوي رحمت الله کاکازاده وایي چې د ګارډين له لوري په هغه خبرې په کلکه غندي او له هغو څخه خپل برائت اعلانوي چې په ده پوري یې تړلي دي.
په یوه خبرپاڼه کې چې د ښاغلي کاکازاده ورورعنایت الله کاکړ په خپله فیسبوک پاڼه د پخواني کونسل له خوا خپره کړې راغلي، «د ګارډين ورځپاڼې خبریال غوښتنه درلوده تر څو راسره مرکه وکړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په امکاناتو او لارو چارو راسره وغږیږې او په دې هکله زموږ له لورې دسولې په پار د وړاندې شوي طرحې په اړه مالومات ترلاسه کړې،»
خبرپاڼه وړاندې لیکي، «تېره اونۍ مو د نوموړې خبریال سره د هغه د مکررې غوښتنې په پايله کې يوه مرکه تر سره کړه چې نژدې ټوله یې په افغانستان کې د سولې او تفاهم او په دې برخه کې زمونږ له لوري په ترسره شوو هڅو راڅرخېدله، خو د ورځپاڼې مغرضو ايډيټرانو د دې پر ځای چې د ناپېيلې ژورناليزم د رسالت له مخې د مرکې له مجموعي منځپانګې نه ( چې سوله او تفاهم وو) خبر جوړ کړي، په مغرضانه ډول یې له یوې داسې خبرې نه خبر جوړ کړ چې له موږ نه اصلاً پوښتل شوي نه دي،»
د ښاغلي کاکازاده له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، «د ګارډين د دغه خبر له لوستلو وروسته پر دې حقیقت زموږ باور نور هم پوخ شو چې زیاتره لوېديځوالې رسنئ د نورو مغرضونو جهتونو په څېر د يوه منظم پلان له مخې په افغانستان کې د سولې او تفاهم د کار په سبوتاژ کولو لګيا دي. موږ پر دې هم باوري يو چې لویديځوالې مغرضي کړۍ او رسنۍ غواړي د دا ډول خبرونو له لارې هغه شخصيتونه تخريب کړي چې د بين الافغاني تفاهم، سولې او ثبات په لاره کې صادقانه هڅې کوي. ځکه نو موږ د دې بیان له لارې په ډاګه کوو چې په ګارډين او د هغې په استناد په نورو رسنیو کې زما (رحمت الله کاکازاده) په حواله خپرې شوي خبري له سياق او سياق نه پرته خپرې شوي او په منځپانګه کې په لوی لاس فاحشه او مغرضانه لاسوهنه شويده.»
په کراچۍ کې د افغانستان پخوانی جنرل کونسل وړاندې لیکي، «زه په داسې حال کې چې افغانان د سولې یوه داسې میکانیزم ته را بولم چې اسلامې او ملي ارزښتونه مو پکې خوندې او نور مو ولس له کړاونو خلاص او د سولې ثبات او اسلامې نظام تر سيورې لاندې ژوند وکړې، د ګارډين له لورې په ماپسې تړل سوي خبرې په کلکه غندم او له هغو څخه خپل برائت اعلانوم.»
تېره ورځ د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې د نورو خبرو تر څنګ د ښاغلي کاکازاده له قوله لیکلي وو چې د طالبانو له لوري پر اېښودل شویو ماینونو د ملکیانو مرګ ژوبلو د افغانستان روانه جګړه د ډېرو لپاره پر یوې منفورې جګړې بدله کړې ده. (د ګارډین راپور)
ویل کیږي چې مولوي رحمت الله کاکازاده یو نرم مزاجه شخص دی او په کراچۍ کې د خپلې کونسلۍ پر وخت یې د افغانستان هغه ځمکه چې د دغه ښار په ارزښتناکه سیمه، کلفټن، کې پرته وه او د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو مېړه آصف زرداري پرې دعوا کړې وه بېرته راوګرځوله او په هغې یې په ۲۰۰۰ کال کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره چې پخوا په کرایي کورونو کې پرته وه د وخت له غوښتنو سره سمه یوه پراخه وداني، جومات او د موټرو پارکېنګ جوړ کړل.
محترم کاکازاده کورنی یو علمی جهادی او مبارزه کورنی ده .
تول عمر یی د طالبانو د تحریک ملاتړ کړی اوس که یی کومه حقیقت خبره کړی دا بده خبره نه ده
نموړی ورور عنایت کاکړ لیکنی دیری جامع که څه هم طالبی دی خو ملی دریځ ورپکښی روښانه او لیدل کیږی .
کاکړ صیب سمه خبره کړی دا چی یو شمیر خود غرضه طالبانو ته د منلی وړ نه ده دا بیله موضع او خبره ده
هغه ځوان چی د وطن په درد سو ځیږی که سل ځله په مخ لویږی پورته کیږی
ماتری سل ځله قربان او صدقه کړی چی د مرګ په پولهپروت وی لا خوځیږی
—————————————————-
د وطن په در د چی ژاړی زما ورور دی
زما ورور دی زما مروزدی زما ورو دی
په هغه نوم اودغه نوم به یادږی
ماته یودی پیدا شوی که له اور دی
زه زخمی له خاینانو لوند ګریوان یم
د ملا او له عالمه می زړه تور دی