د ګردې له درده په اړخ را واوښتلم. موبایل مې وشرنګېده. یوې ملګرې مې د مولوي سمع الله ریحان انځور راولېږه. ورته وموسېدم، دې ته مې بېرته ولیکل چې دا سړی ‌‌‌‌‌‌ډېر قند دی. لا مې موبایل بېرته نه و ایښی چې راته وې لیکل:

«دی یې هم وواژه»

په سترګو مې تیاره شوه. په ځان نه یم پوهېدلې، چېغې مې کړې. مور ته مې ورمن‌‌‌‌‌‌ډې کړې، سلګۍ مې ستوني کې ونښلیدې، اوښکې مې سترګو کې وچې شوې.

دوه ورځې مخکې مې د ایکارټ ټولي کتاب لوست. لیکلي یې و، د ژوند راز دا دی چې له مرګه مخکې ومرئ، پوه به شئ چې اصلاً د مرګ په نوم څه نه شته. “ د فرانسوي فلیسوف ژان پل سارتر خبره ورسره رایاده شوه چې باور یې درلود، نیستي د هستۍ بدل شوی شکل دی. مثلاً وايي، که یو اورلګېد اور واخلي، نو له منځه نه ځي. بلکې له لرګي یې شکل اېرو ته بدلېږي. مانا دا چې نیستي نه شته، هر څه هستي ده، خو یوازې بڼې یې بدلېدستي مې د غني خان بیت د زړه کونج کې زمزمه وکړه:

نه منم، نه منم یاره مرګ انجام د هستۍ نه دی

خلاصېدل شراب په جام کې، اختتام د مستۍ نه دی

ښايي ژوند کې مې هم هغه ورځ لومړی وار و چې د مرګ وېره مې احساس نه کړه. او د جګړې وطن کې مرګ ذهن ته رانه غی. لیکن نن چې مې د مولوي سمع الله ریحان د مرګ واورېدل، لکه له خوبه چې راویښه یم. لکه واقعا چې تګ او پناه کېده شته. مولوي صاحب ریحان زموږ کور کې د ټولو په زړه جوړ و. مور مې یوه خپرونه نه پرې ښودله. درې ورځې مخکې روژه ماتي ته راکره راغلی و. ورور مې وویل چې یوازې د پالکو پيرکی یې وخوړ، او پر لپسې یې اوبه څښلې. ملا ریحان یوازې زموږ د کور د دیني مجلس نقل نه و، بلکې چې یادوه مو موږ ټولو به خندل. ده د خبرو عجیبه طریقه لرله، په بحثونو کې به سپين غږېده، نېغه خبره یې کوله، زړور و، ټوکې یې کولې او عجیب مثالونه به یې ورکولهملا ریحان د خپل تخلص غوندې، د ریحان د ګل غوندې په زړه نرم سړی و. هېچاته یې ونه ویل چې د دین په نوم بل انسان ووژني.

وايي سل دې ومره، د سلو سر دې مه مرمه. مولوي ریحان د سر سړی و، له عامو خلکو سره یې اړیکې وې. هر مازدیګر به د تلویزیون له لارې د هر کور میلمه و، په خبره یې لوی واړه پوهېدل. پېچلې دیني مسلې یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره رسا او ساده ژبه بیانولې. مولوي ریحان د نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ملایانو غوندې له ژوند کولو نه ‌‌‌‌‌‌ډارولو، بلکې تل یې خلک هڅول چې ګټور ژوند وکړي. کار وکړي، زحمت وګالي، وطن او بشر ته یې خیر ورسېږي. ما د ده له خولې دا خبره دوه کاله وړاندې نقل وه:

په شمشاد را‌‌‌‌‌‌ډیو کې مولوي ریحان وویل:

هر هغه ملا امام، عالم او شیخ الحدیث چې هیوادنۍ مینه یې زړه کې نه وي، د ټولنې له درده نه وي خبر، ملي شتمنیو ته درناوی نه لري او په دې ملت یې زړه نه خوږیږي لمونځ نه پسې کیږي. هر هغه چا چې داسې کس پسې لمونځ کړی، لمونځ دې بېرته وګرځوي. او داسې کس دې له محرابه وشړي، چې وطن جوړ شي».

یوه ورځ یې وویل چې د کور په ښځو مهربان واوسئ. پخلي کې او د کور نورو کارونو کې ورسره مرسته کوئ. ښځو ته مخاطب شو ویل، ستاسې ستاینه ستاسې په مېړونو فرض دی. که پيسې او شتمني لري تاسې ته یې نه درکوي، تاسې ته روا ده چې د ده له اجازې پرته یې راواخلئدرې کاله وړاندې یې مولانا عبدالغفور پېروز وواژه، لا یې بدیل نشته او نن ملا ریحان! بې له ملا وطن کې سوله نه شي، د جګړې لمن نه ټولېږي، خو چې کوم یو د سولې غږ کوي، له مرۍ نېول کېږي.

دا چې ځړېږي مخامخ درته په دار سرونه

 په دې وطن کې خو همدغه و د کار سرونه

درویش درانی

مازدیګر دی، مور مې غلې ناسته ده. تلویزیون یې بند دی، د ریحان غږ دپ شو. د ټولي، سارتر او غني خان په تعریفونو مې شک شو. مرګی شته، او دې وطن کې تر بل هر ځای ‌‌‌‌‌‌ډېر او ارزانه دی. موږ د داسې هېواد اوسيدونکي چې، حتا د خدای په کور د خدای په نوم له بې وخته مرګي په امن نه یوو. دا لن‌‌‌‌‌‌ډۍ مې د ذهن پردو کې اوړي را اوړي:

پرون یې مړ په دیني کړم

نن مې د دین په توره دار ته خيژوینه

2 thoughts on “مولوي ریحان، د زړونو ملا | شفیقه خپلواک”
  1. إنا لله وإنا إليه راجعون

    الله ج دي شهید مولوی ریحان وبښی او د کورنی ټولو غړو ته یی تسلیت وړاندی کووم

    .بلی مولوی ریحان هغه سړی وه چه د دین، کلتور او ادب ډیوه یی په نن وخت کی روښانه ساتلی وه

    د مرحوم مولوی ریحان پروګرامونه به د تلویزون او ویدوګانو له لیاری په افغانستان، اروپا او حتی په ټوله نړی کی به په تیره بیا پښتنو خویندو او ورونو په ډیر شوق او ادب سره اوریدله

    خو بدبختانه چه نن یی ځمونږ څخه واخیست او هغه چا راڅخه واخیست چه د دین، افغانیت او ادب سرسخته دښمنان دی

    د مولوی ریحان قاتلین دي الله ج د بد خنځیر دغوړیو په ډیر غټ کړایی کی وسوځوی

  2. شفیقه جانی!ا کور دی اباد!ا مولوی ریحان هغه عالم و چی اسلام یي غواړي!ا ملت یې غواړي!ا او نړۍ یې غواړي!ا خدای دی دغسی عالمان دیر کړي او ده ته دې الله د شهادت درجه قبوله او افغان ملت تسلیت غواړم!ا
    د مولوی ریحان قاتله!ا
    کور دی وران شه د حیرا منډۍ مزدوره
    غول دی وکړل تاته شکاری دغه توره
    د دوزخ د سرو اورونه سره مخ یې
    خدای دی ژر کړي په تا خپله ادې بوره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *