بلخ ادبي خوځښت/مومند بابا ادبي بهير:
د مبتدي لیکوال لپاره تر ټولو مهمه خبره د موضوع موندل دي.
دغه څرګندونې د بلخ ادبي خوځښت مومند بابا ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې په یوه مقاله د کرکتنې پر مهال وشوې.
راپور: محمدخالص ادیب
په یاده ناسته کې، چې د ۱۳۹۶لمريز، د غويي په ۱۵مه، وشوه؛ ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د پوهنتون محصلینو ګډون کړی وو.
د غونډې میلمه کاتب نصرالله او کوربه سمیع الرحمن رحماني وو، چې د دریځ چارې یې محب الله قاري زاده پرمخ وړې.
په سر کې سمیع الرحمن رحماني راپور ولوست، چې د ګډونوالو له خوا ورباندې کره کتنه وشوه.
میرویس درمان پر راپور د کره کتنې پيل وکړ، ويې ويل، چې په راپور کې کوم خاص نوښت نه لیدل کېږي، ځکه د تېرې اونۍ له راپور سره هیڅ توپیر نه لري.
نوموړي زياته کړه: (( کله چې موږ دغه ډول راپورونه لیکو باید لږ بدلون په کې راولو.))
سیدعالم سیلاب د راپورلیکوونکي د غږ خوښونې تر څنګ وویل، چې په راپور کې د کره کتنې برخه نیمګړې را اخیستل شوې.
سیلاب په راپور لیکوونکي غږ وکړ: ((کله چې موږ په راپور کې د چا نقل قول راخلو باید نوم یې په سمه بڼه ذکر کړو، دا خو ادبي ناست دي که چېرې له دولتي یا کومې بلې رسمي غونډې څخه په راپور کې د یو چا له نقل قول سره نوم په سمه بڼه ذکر نه کړو، نو د خلکو له نیوکو سره مخامخ کیږو.))
بریالي جلالزي وویل، چې په تېره اونۍ کې هم په راپور لیکوونکي نیوکه شوې وه، چې د ((چې)) کلیمه یې زیاته کارولې ده، خو دا ځل یې له ((او)) کلیمه ډېره استفاده کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((موږ باید د (چې) او (او) کلیمو تر منځ توپیر وکړای شو، (چې) د مخکینۍ جملې په اړه تفسیر ورکوي مګر (او) د دوو جملو ترمنځ ارتباط رامنځته کوي.))
راپور ليکونکي رحماني په راپور د شوې کره کتنې په اړه د ټولو ګډونکوونکو د نظرونو د مننې تر څنګ، د درمان نظر رد کړ. نوموړي وویل، چې په راپور کې هغه وخت نوښت رامنځته کولی شو، چې په غونډه کې بدلون راشي.
د غونډې په دویمه برخه کې د وحیدالله مؤحد په مقاله کره کتنه وشوه.
د مقالې منځپانګه د بلخ ادبي خوځښت په فعالیتونو څرخېده.
عبدالله میرخېل په مقاله کې ځینو جملو ته ګوته ونیوه، چې که چېرې د دغې جملې ((د نوموړي بهیر تجربو لرونکو ادبیان او پیاوړو شخصیتو تر ادارې لاندې څارل کېږي)) پر ځای داسې ولیکل شي: ((دغه بهیر د تجربه لروونکو ادبیانو او پیاوړو شخصیتونو تر ادارې لاندې څارل کېږي))، د مقالې روانوالی او جذابیت به لا ډېر کړي.
درمان په مقاله کې د اضافت تورو په زیاته کارونه نیوکه وکړه. هغه وویل، چې باید لیکوال د مقالې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو تر څنګ په ګرامر او یاګانو باندې هم ځان پوه کړي.
خو جلالزي د ناستو کسانو د نظر خلاف مقاله وستایله.
هغه زیاته کړه، دا مهمه نه ده، چې نن لیکوال څه لیکلي، بلکې مهمه داده چې ده لیکل کړي دي د کار شروع سخته ده.
هغه وويل، چې په مقاله کې د پراګرفونو تړاو د مبتدي لیکوال تر ټولو ښه ځانګړنه ده.
جلالزي ډاډ ورکړ، که څه هم د لیکوال دا لومړنۍ لیکنه ده خو بیا هم اضافي جملې نه په کې لیدل کیږي.
نوموړي يې ځینې وړې تېروتنې لهجوي ستونزه وبلله. همداراز يې وويل، چې په کومه سیمه کې چې لیکوال ژوند کوي د محیط تر اغېزې لاندې راغلی دی، که چېرې لیکوال مطالعه وکړي، نثري کتابونه، لنډې کیسې او ناولونه ولولې دا ستونزه یې هم حل کیږي.
له کره کتنې وروسته مشاعره وشوه، چې ځينو شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول.
په پای کې د غونډې میلمه کاتب نصرالله د بلخ ا دبي خوځښت فعالیتونه وستایل او د مومند بابا بهير په نننۍ ناسته کې يې په خپل ګډون خوښي څرګنده کړه.
د غونډې کوربه رحماني له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه.
د راتلوونکي اونۍ لپاره د حضرت الله ایاز لنډه کیسه د کره کتنې لپاره انتخاب شوه.
ناسته مازدیګر مهال شاوخوا پنځه بجې پای ته ورسېده.