مونالیزا

مونا لیزا د نړۍ تر ټولو ډېر مشهور انځور دی چې ایټالوي انځورګر، هنرمند، مجسمه جوړوونکي او مهندس لیونارډو دا وینڅي د ۱۵۰۳ او ۱۵۱۹ میلادي کالونو تر منځ موده کې په روغني رنګ د لرګي په تخته جوړ کړی دی.

لیونارډو په دغه انځور په ۱۵۰۳ کال کې د ایټالیا په فلورېنس کې کار پیل کړی خو وروسته پاچا فرانسې ته ورغوښتی او ده هم نامکمل انځور له ځان سره وړی او بیا یې په فرانسه کې بشپړ کړی دی.

د لیونارډو له مرګ نه وروسته د هغه مرستیال انځور د ۴۰۰۰ طلایي سکو په بدل کې په پاچا پلورلی دی.

دا انځور له ۱۸۰۴ کال راهیسې د پاریس په لور (Louvre) موزیم کې ځوړند دی چې په روانه پېړۍ کې ډېر خلک د کتنې لپاره ورځي.

مونالیزا انځور ۷۷ سانتي متره لوړوالی او ۵۳ سانتي متره پلنوالی لري. په ۱۹۶۲ کال کې د مونالیزا انځور د بیمې قېمت ۱۰۰ میلیونه ډالر وارزول شو، چې د اوس وخت په نرخ ۸۲۰ میلیونه ډالر ګڼل کیږي، خو لور موزیم دې ته حاضر نه دی چې ویې پلوري.

لور موزیم ته په کال کې له ۸ څخه تر ۹ میلیونو پورې خلک ورځي چې اکثر یې د همدغه انځور د لیدلو لپاره ورځي. د لور موزیم تر ټولو ارزان ټکټ ۲۵ ډالر او برابر ټکټ یې په ۴۰ ډالر دی چې په دې حساب کېدی شي دا موزیم یوازې د مونالیزا له نندارې وړاندې کولو څخه په کال کې له ۱۹۲ نه تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې عواید ترلاسه کړي.

مونا لیزا انځور ته په ۱۹۵۱ کال کې د څېړۍ د لرګي یو چوکاټ جوړ کړای شو او په ۱۹۷۰ کې څلور عمودي بندونه پرې ولګول شول چې د انځور د پورتنۍ څنډۍ له منځنۍ برخې سره د لیدل کېدونکي درز د پراخېدا مخه ونیسي.

د مونالیزا انځور د ۱۹۱۱ په اګست کې یوه ایټالوي سړي، وینڅینزو پیروګیا، له لور موزیم څخه غلا کړ، تر دوه کالونو پورې ورک وو خو دوه کاله وروسته د ۱۹۱۳ په ډسمبر کې بېرته ترلاسه کړای شو.

په انځور کې د ناستې ښځې عجیبه موسکا او د هغې د هویت په هکله د معلوماتو نه موجودیت د دې سبب شوي چې څېړنې پرې وشي او جذاب ښکاره شي. پوهانو او تاریخپوهانو د بېلابېلو امکاناتو یادونه کړې ده. ځینې وایي چې هغه لیزا دیل ګیوکونډو ده. ګیوکنډو د فلورېنس د یوه سوداګر فرانسیسکو دي بارتولومیو دیل ګیوکونډو مېرمن وه، له دې امله دغه انځور د لا ګیوکونډا په نامه هم یادوي.

یوه بله تیوري وایي چې دغه موډل ښایي د لیونارډو مور، کترینا، وي او ویل کیږي چې د انځور موسکا د کترینا د موسکا په څېر ده. یوه درېیمه نظریه دا وایي چې انځور پخپله د لیوناردو دی او د انځورګر د څېرې ځانګړتیاوې او هنري ښکلا په کې سره ګډ کړای شوي دي.

هر څه چې ده خو ویل کیږي چې د مونالیزا انځور له هغه نه د وروسته وخت او تر ننه پورې انځورګرۍ لپاره قالب وړاندې کړ چې تر ننه پورې انځورګران ترې استفاده کوي او فرانسویان چې د هنر په قدر پوهېږي هم پرې خپل غرور لوړ ساتي او هم پرې پیسې ټولوي.

سرچینې:
– انسایکلوپیډیا بریتانیکا
– د سي اېن اېن وېب سایټ
– ګېټ یوور ګایډ وېب سایټ
– ویکیپیډیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *