مکالمه یوازې د خبرو هغه فردي یا ظاهري رویه نه شو بللی، چې د اظهار په ارتباط يې د یو چا په خبرو کې درک کړو، بلکې په صریحه معنا مکالمه د فکر او اظهار هغه مجموعي ډیالوګ دی چې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهیم پروسه پرمخ بیايي او یا هم په دقیقه معنا مکالمه یو ډول د رواداري، زغم او د انسان د متقابل چلند د درنښت او احترام نوم دی. یوازې د خبرو هغه ټولنیز طرز چې مکالمه يې بولو، که يې په اړه د مکالمې همدا پورته دقیقه معنا په پام کې ونه نیسو؛ بویه مکالمه دې يې ونه ګڼو.

هغه خلک او ټولنه لکه (پښتانه) چې د مکالمې عمومي کلچر يې د علم، فکر، عقل، پوهې او استدلال پرځای احساساتو، ښکنځلو او جذباتو ځای پکې نیولی وي، دوی په اصل کې د ځان د معرفت او د ژوند پر وړاندې له بنیادي بحران سره مخامخ وي.

زمونږ دا شته نسلونه چې یو څه محافظه کاره خلک یو او د ځان ملامتول مو نه خوښېږي، دا به هم ومنو، چې د مکالمې خلک ځکه هم پاتې نه شو، چې د ښونځیو او مدرسو زمانې مو له جګړو او تاوتریخوالي سره تېرې شوې دي او همدا به یو څه نفسیاتي اثر وګڼو. مګر د وړاندې، وروستو د پوهو او عالمو خلکو د مکالمې په اړه څه ووایو!؟

دا به مبالغه نه وي چې څه کم او زیات څلوېښت کاله کېږي چې د مکالمې د ورکې تیورۍ له امله د ځان وژنې او بل وژنې په شر اخته یو او تر هغې مو خلاصون هم ممکن نه دی چې د مکالمې بحث و مباحثو کلتور عام نکړو. د صداقت او حقیقتونو تړلې لارې به هيڅکله خلاصې نه کړو تر څو مو چې په ټولنه کې د مکالمې کلچر ته وده نه وي ورکړي. په کومه ټولنه کې چې د مکالمې ځای تحقیر او تورونه ونیسي، نو دا د همغې ټولنې لپاره تر مرګ هم بد انجام لري.

انسان په طبیعي توګه تجسس لرونکی موجود دی، له بېلا بېلو پوښتنو او شکونو په اړه یې تېز او توند غبرګونونه ورته د قناعت وړ نه دي. دی چې له پوښتنې او شک سره مخ دی، باید پوښتنې او شک ته یې ځوابونه ومومو، مسله یې ورحل کاندو او حل یې هغه وخت ممکن وي چې نرمه او په سړه سینه مکالمه موجوده وي.

د مکالمې د سماجي یا فکري رویې دار و مدار همدغسې څه ده چې د یو چا د خبرو او فکرونو ارایه دې مستدله او تعقلي وي. هغه څوک چې په استدلال او تعقل باور نلري، دوی پر بل غلطولو، ښکنځلو، احساساتو او شعارونو د نورو خلکو پر تعقل ملنډې وهونکي هدفونه لري. که څه هم په حقیقت کې د دوی ځای نشته، خو دوی پر همدومره څه او پر همدې اسبابو نور خلک هم له ځانه سره په خپلو خیالی جنتونو کې مېشتوي.

هغه ګوندونه، فکري او سیاسي نهضتونه او ایډیالوژۍ به درواغ درته وايي، چې پر مکالمه او سوالونو او شکونو بندیزونه درته لګوي. داسې څنګه کېدلای شي، چې د فکر، علومو او د ژوند د هرې سنجیده مسئلې پر وړاندې دې د نورو خواهشي چلند د خپل ځان په مورد کې ورسره ومنو.

د مکالمې تعامل پر استدلال او منطق ولاړ دی، نه پر احساساتو او ښکنځلو او یا د بل په تحقیرولو او تکفیرولو کې.

زموږ د څلوېښت کلنې غمیزې لویه بدمرغي همدا وه، چې د مکالمې تار مو پرې شوی وو او د وهم داسې تیارې غوړیدلې وې، چې د علم او پوهې سپین سحرونه مو د یو بل پر سپکولو او تکفیرولو کې لیدل. زمونږ مفکرین همغه وو یا دي، چې یا ښه ښکنځل مار وو او دي او یا هغه، چې د نورو تحقیر کې تر ډیرو جالب طرز ولري. نو په داسې یوه حالت کې به د خلکو نجات په څه کې وو؟

د فکر او تمدن د غوړیدا یوازنۍ لاره د مکالمې راوجول دي. د مکالمې د خاص اهمیت لپاره د علم او فهم تر څنګ د زغم د کلتور ایجادول به هم مهم وي. سره له اختلافه په سړه سینه د (اورولو او اورېدلو) رواداري هغه ده، چې خلک په مکالمه کې د انتشار پرځای فهم او درک ته ورسېږي، په سینو کې زغم او تحمل ته د ځای نه ورکولو په صورت کې شاید سینې مو د کرکې او افراطیت ځالې وګرځي، چې دا عمل بیا د انسانانو تر منځ د مکالمې په مورد کې له بدو هم بد مترادف عمل دی.

راځئ نور ځان او بل پر دې بد ونه ګڼو، چې د یو چا د ښه او مثبت فکر پر وړاندې ولې غلي او خاموشه یو، بلکې ځان او بل پر دې سپک وبولو، چې ولې د ښه او مثبت فکر پر وړاندې بې دلیله، بې فکره او بې مغزه له هغه سره ښکر ووهو !!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *