د هلمند د سولې کاروان، میدان وردک ولایت ته را ورسېد

تاند – دا د هغو هلمندي ځوانانو او د هغوی د کندهاري، زابلي… کاروانیانو شعارونه دي چې نن د غزني ولایت مرکز ته را ورسېدل.

د سولې دغه کاروان د ثور په ۲۳مه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه را روان شول او ویل کیږي چې په لاره کې ورسره ګڼ شمېر نور کسان هم یوځای شوي دي.‌ هغوی د کندهار، زابل، غزني ولایتونو له بېلابېلو برخو څخه راتېر او نن د غزني ښار ته راورسېدل.

د سولې د کاروان غواړي چې له هلمند څخه تر کابله خواوشا ۶۳۰ کیلومتره اوږده لاره چې ډېره یې وهلې ده په پښو ووهي.‌

د غزني ښار نجونو، ځوانانو،‌ مشرانو او کشرانو د هلمند د سولې ننګیالیو ته تود هرکلی وویل او په غاړو کې یې ګلان ور واچول.

د سولې د کاروان له خوا خپره شوې یوه ویډیو کې د سولې د کاروان غړي شعارونه ورکوي او نور خلک یې ورسره بدرګه کوي،‌

– د افغانستان وینه تویول نه غواړو.‌

– د افغانستان وژل نه غواړو.‌

– د افغانستان کورونه ورانول نه غواړو.‌

– جنګ بس دی، سوله غواړو.‌

– امن غواړو، ژوند غواړو.‌

– مونږ مه وژنئ.‌

– ژوند چې مو بدرنګ دی، جنګ دی،‌ جنګ دی.‌

ویل کیږي چې په افغانستان کې نژدې څلور لسیزې مخکې هغه وخت د جنګ اورونه بل شول چې یو شمېر افغان ځوانان په پاکستان کې د هغه هېواد د استخباراتي ادارو له خوا د مجاهدینو په نامه وروزل شول او بیا افغانستان ته د ښوونځیو، پلونو، پلچکونو د ورانولو او د دولتي مامورینو د وژلو لپاره راولېږل شول.

تاریخي اسناد ښیي، چې د جنګ او نښتو دغه لړۍ هغه وخت نوره هم زور شوه چې شوروي اتحاد پلوه د خلکو دیموکراتیک ګوند د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود د واکمنۍ پر ضد کودتا وکړه او نوموړی یې وواژه.

اوس ځوانان هڅه کوي، چې د هغه وخت د احساساتي ځوانانو او د سیمې د استخباراتي ادارو له خوا د جنګ بل شوی اور چې په هره طریقه وي مړ کړي او افغانان وکولی شي چې په نړۍ کې د سیالو ملتونو په څېر ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *