بيګا سړی رک روغ وي، چې ګورې سهار يې د کلي له لوډسپيکره د مړينې غږ پورته شي.
په سلګونو خلک يې جنازې ته راغلي وي، په لسګونو خلک ورته د قبر په کيندلو لګيا وي، تر دې چې په خپلو لاسونو مړی په قبر کې کيږدوي او د خاورو دلۍ ورباندې جوړه کړي.
زه مې په خپله او د کليوالو په نيمګړې مسلمانۍ شکي يم، ځکه هر څو ورځې وروسته زه او کليوال مې ضرور د يوه مړي په جنازه او دفن کولو کې ګډون کوو.
پدې هم پوهيږو چې يوه ورځ به همداسې مونږ هم مرو، په يوه وړه او تياره کوټه کې به نوی ژوند پيلوو او همدارنګه ددې نيمګړي ژوند ښه او بده ثمره به وي��و .
د دې پورته ټولو حقيقتونو په شتون کې خپلو او د کليوالو کړنو ته هک خيران پاتې يم.
نپوهيږم !
چې په دې ټول باوري يو چې يوه ورځ به هرومرو مړکيږو، نو بيا ولې داسې عملونه کوو ?
ولې نورو مسلمانانو ته زيان رسوو ؟
ولې د خدای ج د ښکلې پيعمبر ص لار بدلوو؟
افسوس !!!
زه وايم چې زه او کليوال مې ټول ليونيان يو
مونږ عقل نلرو
مونږ پوهه نلرو
مونږ د نړۍ پر مخ تر ټولو کم عقل خلک يو
کنه نو ولې هفه څه ترسره کوو چې زمونږ ابدي ژوند ته حطر پيښوي.
ولې د خپل ګران پيعمبر ص لار بدلوو؟
ولې نورو مسلمانانو ته زيان رسوو؟
په رښتيا چې مونږ د داسې کړنو په کولو سره د نړۍ تر ټولو کم عقل خلک يو.