کله چې د نړيوالتوب یا ګلوبلایزیشن په باب خبرې کيږي نو تر ټولو عمده فکتور په کې د ارتباطاتو دی چې انسان ته هغه مشهوره خبره وریادوي چې نړۍ په کلي بدله شوې او واقعیت هم همدا دی، خو په دغه کلي کې هر ملت ځان لپاره خپل زيار په نسبت ځای لري کوم ملتونه چې زیار باسي نو زور او زر ورسره مله کيږي او کوم ملتونه چې هر څه ته په بابیزه سترګه ګوري نو خامخا به يې پايله ګوري.
هیوادونه او ملتونه عموماً د زور له لارې لاندې کيږي که دا څوک وغواړي یا ونه غواړي تاریخ ثابته کړې چې د ملت په توګه به يا باندي وي یا لاندې خو دغه لاندې او باندې کيدلو شيوه تل د بدلون په حال کې ده پخوا د دغې چارې طبعیت داسې وو چې په ښکاره او د وسلې او تورې په زور به ملتونه لاندې او باندې کيدل خو په ننۍ نړۍ کې حالت بل ډول دی او هغه دا چې د فکرونو د معلومولو او خپلولو له لارې ډير څه تر سره کيږي او په دې برخه کې ټولنيزې رسنۍ هغه څه دي چې ډيره په آسانۍ کولای شي په دې برخه کې خپل رول ولوبوي. زه پر دې کار نلرم چې څوک ،ولې او څرنګه د ټولنيزو رسنیو له لارې وخت ناوخت زمونږ او یا د هرې بلې ټولنې نبض په بیلابيلو برخو کې ګوري بلکې له دې لیکنې زما موخه دا ده چې مونږ د ټولنيزو رسنیو له لارې ولې هغه څه نه کوو چې کولای شو.
زه خپله د څو کلونو را په ديخوا فیسبوک کاروم او د خپل شخصي اکونټ سربیره یوه داسې پاڼه هم چلوم چې په زرګونه کسانو خوښه (لایک) کړې او هر هغه څه چې زه شریک کوم په زرګونه کسان هغه ویني، لولي او خپل نظرونه ليکي، خو په دغې موده کې فیسبوک کې ډیر داسې بوخت ځوانانو سره هم مخ یم چې د وخت له ضیاع پرته بل څه نشي بلل کيداي خو زمونږ د ځوانانو ستونزه دا ده چې وخت يې ورته تر بل هر څه ارزان دی په داسې حال کې چې ډیری وخت فیسبوک د وخت تر ټولو ستر دښمن بلل کيدلای شي. د داسې یو کس په توګه چې فیسبوک کې څه ناڅه فعال یم فیسبوک سره خپل چلند کې زمونږ د ځوانانو یوه ستونزه دا ده چې د دغې پاڼې د تفریحې اړخ ته په کتلو کې ډیری وخت افراط کيږي همدا لامل دی چې تر زیاته د هغه څه په وړاندې د مسوليت احساس نکيږي کوم چې په خواله رسنيو يا فیسبوک کې په مشخصه توګه ليکل کيږي په داسې حال کې چې د دغه مسولیت نه احساس پر ټولنه باندې خورا زیاته اغيزه لرلای شي.
قومي، ژبني او سمتي اختلافونه او نفاق اچونې هغه څه دي چې د يو ملت او هیواد ستنې لړزوي، له بده مرغه زمونږ په هيواد کې فیسبوک تر ډیره د کرکې او نفرت خپرولو ته وقف کيږي تیرو ټاکنو په ډيره واضیح توګه دا ثابته کړه چې زمونږ يو ډير شمير ځوانانو د دې پر ځای چې د خواله رسنيو له لارې په دغسې يو حساس وخت کې چې ملت له يو خورا سترې ازموينې سره مخامخ وه د يوالي غږ پورته کړي د قومي او سمتي نارې پورته کړلې په داسې حال کې چې که چيرې د قضيې بل اړخ ته نظر وکړو فیسبوک يا په ټوله کې خواله رسنۍ د يوې وسيلې په توګه د ملت په رغولو او يوالي کې هم هم خورا مثبت نقش لوبولوی شي خو دا په خپله ټولنې پورې اړه لري چې وګړي يې تر کومه بريده ويخ دي او له فرصتونو او وسايلو څخه په مثبته برخه کې ګټه پورته کوي.
د دغه نه مسوليت احساس بل اړخ دا دی چې د خواله رسنيو له لارې تر ډيره د رواني جګړې د لاره اچولو د يوې وسيلې په توګه ګار اخیستل کيږي ډیری وخت یوه وړه پيښه خورا لويه ښودل کيږي او بر عکس.
په پای کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د هرې وسيلې څخه د ګټې اخيستلو په برخه کې له افراط او تفریط څخه ډډه کول کولای شي چې د هغې وسيلې مثبته اغيزه پر ټولنه برڅیره کړي.