تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په جرمني کې د مونیخ د امنیتي ناستې څنډه کې په کورنیو چارو کې د جرمني د فډرالي حکومت وزیر ډاکټر مارکوس کربر، په بهرني سیاست کې د حاکم سیاسي ګوند له پارلماني ویاند یورګن هارټ، په بهرنیو او دفاعي چارو کې د پارلماني کمېټې له مرستیال ډاکټر یوهان واډیفل، د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې غړي او د سوسیال ډیموکراټ ګوند د پارلماني ډلګۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند ډاکټر نیلز شمیت او همداراز په بهرنیو چارو کې د جرمني د فډرالي دولت له وزیر انډریس میکایلز سره د دوه اړخیزو اړیکو پر بهبود او د هیواد د سولې پر پروسې بحثونه کړي دي.

په ناستو کې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړل شو، چي جرمني به د افغان پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره ساتي.

جرمني چارواکو همدا راز ویلي، د افغانانو لپاره به د یوې داسې سولې ملاتړ کوي، چي په نتیجه کې یې امنیت تامین شي او د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو نشي.

د هیواد د ملي امنیت سلاکار همداراز د اسټرالیا د دفاع له وزیرې لینډا رینولډز سره هم په لیدنه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د پام وړ اصلاحات راغلي او دا اصلاحات ددې باعث شوي، چي په امنیتي برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د افغان دولت پلان په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.

ښاغلي محب همداراز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش جان ساپکو سره هم په یوه ګډ خبري پینل کې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار د مونیخ د امنیتي ناستې په څنډو کې د هالنډ له لومړي وزیر مارک روټي، د ازربایجان له ولسمشر الهام عالیوف، د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایوف، د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ او د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي په دوه اړخیزو ناستو کې هم ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *