احمد الله احمدي –

د ګردېز- کابل د لويې لارې د ټکسي موټر چلوونکو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې شکايت وکړ چې د اتحادیې مشر يې د قانون خلاف خپل او د خپلوانو موټر بې نوبته سورلي چلوي.

دوئ وايي ډېری موټر چلوونکي د نوبت لپاره دوه شپې او ورځې تېروي.

موټر چلوونکي دا نيوکه هم کوي چې د اتحادي مشر يې د پپسو په مقابل کې شخصي موټرو ته اجازه ورکوي چې د کابل او ګردېز په لويه لاره سفرلي واخلي.

موټر چلوونکي د اعتراض په ډول د ګردېز کابل لويې لارې ته راوتلي وو او له دولتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د دوۍ ستونزو ته پام وکړي.

موټر چلوونکي شکايت کوي چې په غيري قانوني ډول د اتحادي مشر د نورو موټر چلوونکو حق ورڅخه اخلي او پر ځای يې په بې نوبتي سره خپل او د خپلوانو موټرو ته سورلۍ پورته کوي.

1موټر چلوونکي وايي، د قانون له مخې هر موټر چلوونکی د نبر په اساس سورلۍ چلوي خو دوئ شکايت کوي چې د اتحادي مشر په بې نوبتۍ د خپلو موټرو ترڅنګ د خپلوانو موټر هم د قانون خلاف چلوي چې پر وينايي تر اوسه دولتي چارواکو او د ترانسپورت مسولينو څه ندي کړي.

د دې لارې موټر چلوونکي د اتحادې په مشر دا نيوکه هم کوي چې د قانون خلاف شخصي موټرو ته د پيسيو په مقابل کې اجازه ورکوي چې د ګردېزـ کابل سورلۍ د شخصي موټرو په واسطه انتقال کړي.

پکتيا کې د تراسپورټ ريس هم دا ستونزه مني او وايي چې د راتلوونکي شنبې په ورځ له موټر چلوونکو او د اتحادي مسوولينو سره د حل په موخه ګډه ناسته لري.

د ترانسپورت ريس امان الدين امان وويل ستونزه هغه وخت حل کيدلی شي چې قانوني طرزالعمل پلي شي.

موټ�� چلوونکي وايي، که د موټرو په اډو کې دا ډول توپيري چلند دوام ولري، دوئ مجبور دي چې د ګردېز او کابل لويه لاره د موټرو په مخ بنده کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *