موڅارت

تاند- والفګانګ امادویوس موڅارت د موسیقۍ د دنیا له نابغه ګانو څخه شمېرل کېږي.

موڅارت د ۱۷۵۶ م کال د جنورۍ په ۲۷ مه زېږېدلی او د ۱۷۹۱ د دسمبر په پنځمه له دنیا تللی دی.

دغه اُتریشي موسیقار او موسیقي پوه په خپل لنډ عمر کې د اوپرا، سیمفوني او کورس لپاره د موسیقي تر ۶۰۰ زیاتې ټوټې پنځولي دي.

موڅارت په درې کلنۍ کې په کمپوز جوړولو پیل وکړ او په پنځه کلنۍ کې د ده پر نوبغ په ټوله اروپا کې اعتراف وشو.

موڅارت په اووه کلنۍ کې لومړنۍ سیمفوني او په ۱۲ کلنۍ کې بشپړه اوپرا ولیکله.

موڅارت د اُتریش په سالزبورګ کې، چې په اروپا کې د موسیقۍ او هنر یو مهم او فعال مرکز و، وزېږېد.

موڅارت په خپل ژوند کې ډېرې سختۍ ولیدې او ډېرې ستونزې یې له کلیساوالو سره وې چې د ده له موسیقۍ سره یې جوړه نه وه.

موڅارت له پراګ ښار سره ځانګړې مینه لرله ځکه چې پراګ والو د ده د هنر قدر کاوه.

ده ویل«پراګیان ما درک کولی شي. (Meine Prager verstehen mich) له ده سره د پراګ خلکو ډېره مرسته کړې ده.

په سالزبورګ کې دربار د ده له هنري اثارو راضي نه و خو اوس د موڅارت ټول هنري اثار د موسیقي شهکارونه بلل کېږي.

لاندې ویدیو تر ۱۰۰ ملیون ډېرو کسانو اورېدلې ده.

د موڅارت د مړینې علت تراوسه پوري سم څرګند نه دی. ځیني وايي چې ډېر وخت ناروغ و، خو ځیني وايي چې ناببره ناروغ شو او په یوه اووني کې ومړ.

د ده مړی د بېوزلو په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی او له دې داسي انګېرل کېږي چې د عمر په پای کې ډېر بېوزله و.

خو ځیني نور وايي چې موڅارت ډېر عاید درلود مګر ډېر بد خرڅه و او پیسې یې په لاس کې نه پاتې کېدې.

د ده مور وايي«کله چې والفانګ به له چا سره بلد شو، هر څه به یې ورسره شریکول، ځان ته یې هیڅ نه پرېښودل.»

ښايی ډېرو افغانانو ته دا موسیقي هغسي خوند ورنه کړي چې اروپایانو ته یې ورکوي ځکه چې غوږونه یې ورسره عادت نه دي.

One thought on “موڅارت د موسیقۍ نابغه پنځوونکی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *