ژباړه: محمد طاهر ابشار

واشنګټن : څيړونو ښو دلې ده چي  نر موږک خپله  محبوبه  د سندري په زمزمه کولو سره خپل خواته رابولي.

د امريکائي پوهانو د ځيړونو څخه دا ثابته سوې ده  چي نر موږک د مادې موږکي د توجه د جلبولو لپاره  ځانګړو اوازوو پرځای  يو سندره زمزمه کوي .  پوهانو د موږک دسندري  پرتله د مرغانو داوازنو(سندرو) سره کړې ده چي  په يو تر تيب سره دي ، همدارنګه د موږک په سندره  هم په وار وار سره تکرار وي . پوهانو دموږک سندره ثبت کړې او د اوريدو څخه وروسته دا معلومه سوه چي  دمرغانو دسندرو په ډول وه.

پوهان وايي چي کله نر موږک خپل دمادې (ښځينه) بوی احساس کړي او هغه په نظر  ورنه سي  نو په لوړ اواز سره يو سخته او پيچلې سندره وائي  ليکن کله چي ماده يې تر سترګوسي نو بيا ساده او اوږده سندره وائي . د پوهانو د معلو ماتو له مخي کله چي سخته او ساده دواړي سندري  د مادې مخي ته  د ريکارډر له لاري واورول سوې  نو دا معلومه سوه چي  نر موږک سخته او پيچلې سندره د توجه د جلب  ولو لپاره وائي.

دپوهانو څيړونو ښو دلې ده چي کله نر  موږک  د مادې  بوی حس کوي  او هغه په سترګو ونه ويني  نو نر موږک  الټراسونيک ( داسي ږغ  چي انسانان يې نه اوری ) اواز په واسطه د ميني سندري وائي  حتی  دا حالت د مادې په ليدلو هم تر سترګو کيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *