موږک به څه وي، وېره به يې څه وي. خو بدبختي ګورئ چې دا مهال زموږ په کور راننوتلي دي . بهرحال يوه لانجه خو ده، يوه پرېشاني خو ده، خو موږ هم نه يو وار خطا بلکه له دغې وړې بلا سره زور وهو. که دا ووايم نو بده خبره به نه وي چې دغه وړه بلا په حقيقت کښي لويه بلا ده او رنګ دي يې ورک سي دا مردار بلکه په دغو غاريو مکروه سترګو، په دغه بد وجود چي د سړي ترا ځني کېږي، کار وسي.

بد بخت د کور ټول سکون او قراري را خرابه کړي ده . داسي تېز دي لکه برق يا پېران. د سپېرمړي له سوبه هر مهال د کور زناني او بچيان په چيغو وي. په هره خونه چي ننوزي نو په المارو کښي نوي نوزي ګران بېه جامې په خپلو روو غاښو سوري سومبري کړي، نور خو پرېږدي د کتابونو خونه لا نه ده ځني خلاصه، په ښو ښو کتابونو کښي يې کومبړي جوړ کړي دي.

هر رنګه زهر مو ورته راوړل ، خو بد بخت ګرسره ور نږدې کېږي نه . په کور کې چي مو کومه غټه پنډه توره پيښي ساتلي ده ، خداي وهلي له ډېره غوښو او خوش خوراکۍ ويده ويده وي او ګرسره يې په بوي کښي چرت لا نه وهي . آځه، دا يې بيا بله، يوه ورځ مي کورداري چيغي کړي چي وۍ اي خو مږه ده او برالبه ده .

پاي جنوري کال 2115

 

“The mouse”

BY Farooq Sarwar

No one claim that the mouse is a problem , who entered in to our house. Yes it is a challenge , a difficult task but we are trying to deal with it. Really the tiny creature destroy the calm and harmony of our home. You can listen the hue and cry of our ladies and children, because when they see him in a room , he is succeeded to destroy the new cloths in cupboard and books in book·shelf and make them rubbish. The devil is so fast that no one can catch and kill him. Our big black fat cat mano , who is always sleeping and slumbering due to more supper and meal , is careless towards him . Now our family become more horrified that the mouse is pregnant.

 

The end

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *