آغاملوک سهار ||
زه هغه وخت د ښوونځي په ابتدایې دوره کي وم، زموږ سیمې ته والي، ولسوال له نورو دولتي کسانو سره راغلي وو. چې د خلګو ستونزې له نژدې واوري، له کلیوالو څخه یو کس ته د خبرو کولو نوبت ورغي، د دې په ځای چې څو ښوونځي هم تړل سوي وو، د سیمی د امنیت او نورې لسګونه ستونزې ورته ووایې، هغه والي ته وایې، دا د ډیورنډ مسله به څنګه سي؟ حکومت په دی اړه څه کوي؟ دغه کس یو عادي بزګر وو.
د ښوونځي په دولسم ټولګي کې وم، د کانکور له آماده ګي ناوخته راغلم، ملګرو راته وويل تالار کې سمینار دی، یو ارواپوه راغلی وو. په تالار کې څو سوه زده کوونکو ته یې سمینار ورکاوه، په وروستیو کې یې له څو زده کوونکو د هغوی د راتلونکي ژوند د هدفونو په اړه وپوښتل چې څه غواړئ، زموږ یو ملګري ورته وویل غواړم له پاکستان سره د سرحد مسله حل کړم، هغه ارواپوه ورته وویل دا هیله ده، هدف ندی.
په داسې حال کې چې اوس موږ ټولو پوهنتونونه لا خلاص کړل مګر دغه ملګري مو حتا دولتي یا شخصي پوهنتون ته د لیدلو په موخه نه ننوت، کامیاب خو هیڅ نسو.
دا زموږ د ټولنې د احساساتو او لومړیتوبونو یو دوه عادي نمونې دي.
اوس هم دا حال دی، په ادارو کې مامورین، په پوهنتونو کې محصلین، استادان په ښوونځیو کې زده کوونکي په هوایې مسایلو کې لګیا وي، چې د دوی له کار، ژوند، توان او لومړیتوبونو سره ۱۸۰ درجي فرق لري.
دا ډول احساسات که هر څومره ګرم او پاک وي خو نتیجه یې هیڅ ته نژدي وي، او نه څوک دومره ارزښت ورکوي، یا ترې غلطه ګټه اخلي، او ژوند هم په هوا کي ترې تیر سي، ښه دا ده چې د هوایې مسایلو، احساساتو په ځای په خپلو لومړیتوبونو، ژوند ښه کولو او د توان په اندازه مسایلو غور وشي.
ملي مسایل په ملي سطحه سپړل کیږي او نړیوال په نړیواله سطحه.
محصل خپله د دولت او کورنۍ د اوږو بار دی، ښه دا ده چې مهارتونه زده او لوړ کړي کنه په سند فکر نه کوم د ښه کار، شخصیت، پرمختګ او هوسا ژوند خاوند سي، همداسې استاد او مامور،…
کریکټ ښه لوبه ده، زه یې هم مینوال یم، خو په سلګونه داسې کسان وینم چې دومره وخت دی مسایلو ته ورکوي، که یې دا وخت زده کړو او کار ته ورکړی وای یو بل لیسانس یا ماسټرې به یې کړې وه، یا به ښه کریکټر وو، که څه هم د ده دا احساسات د کریکټ په ګټلو یا بایللو، ښه کولو یا تقرر کی هیڅ رول نلري، حتا یوه لوبغاړی هم ونه پيژنده، نو احساسات دې هلته وښودل شي چې ارزښت ولري.
د ترکيې ښه انتخابات دي، خو په موږ تاسو پورې اړه نلري، هغوی پخپلو لومړيتوبونو ښه پوهېږي.
زموږ تیروتنه دا ده چې فکر کوو په نړۍ کې ډیر وخت لرو، خو داسې نده، هرڅه به د سترګو په رپ کې تیر سي، خو هیڅ به نه وي ترسره سوي، زموږ له کار او فکر نه نور متاثره کیږي، او موږ یوازې د خپل ځان نه یو، د کورنۍ، هیواد او ټولنې د غړیتوب حق باید ادا کړو. نو ښه دا ده په هغه څه فکر او کار وکړو چې درد مو دوا کوي، اوس موږ شاوخوا دیرش میلیونه یو خو له فکر تر وسایلو ټول وارداتي او وابسته یو.