نن جمعی ورځ سهار د ختیځ ادبي بهیر د غونډې وروسته شاوخوا ۱۱ بجې وي، چې موږ امن غواړو او د امن لپاره کار کوو تر سر لیک لاندې یو پروګرام د حمد الله ارباب او ورسره ملګرږ په نوښت په لاره اچول شوی وو.

ارباب صیب پخپل لیکنه کې له میدیوتیک ادارې- د میدیوتیک ادارې مشرتابه او همکارانو څخه مننه کړي، موږ هم ورڅخه مننه کوو، میدیوتیک اداره تل داسې فعالیتونو ته چې د ټولنې په خیر وي هر کلی وایي.

لاندې لیکنه مې د حمد الله ارباب صیب له فس بوک وال څخه واخیست.

We want peace and we strive for peace campaign

We want peace and we strive for peace campaign
درنو ملګرو سلامونه!
نن سهار د ننګرهار په میډیو ټک انګړ مو د (مونږ امن غواړو او د امن لپاره کار کوو کمپاین) په اړه د فرهنګي دوستانو سره خبری اتری وکړی. ټولو ژمنه وکړه چی د قلم او عمل د لاری به دغه پيغام خپل کور کلی او بانډو ته رسوي. غواړم د بازمحمد عابد صیب، پسرلي صیب او د میډیو تیک د مشرتابه او ټولو همکارانو نه مننه وکمه چی تل ی زمونږ سره هر اړخیزه مرسته کړی ده.
ډیرو ګلونو ماشومانو تمانچی ماتی او ژمنه ی وکړه چی نور به دغه څیزونو نه نفرت کوي او نه به ی اخلي.

تاسو باید خبر اوسی چی سبا ته به د خیره په ملکنډ تاڼه کلي او چوک کی په دغه موضوع باندی سوله یز لاریون وي چی تاسو ورته رابلو.
د ځوانان په عمل کې ټولنی او هنر کور نه هم ډیره مننه چی دوی دغه فعالیت سپورټ کوي.

مونږ امن غواړو او د امن لپاره کار کوو کمپاین کوو

حمد الله ارباب

 ۲

په دغه لاندې انځور کې تاسو ګورئ چې ماشومانو پخپله پلاستیکي تمانچي ماتوي او په پای کې ټول په لوړ غږ غږ کوي چې موږ امن غواړو او د امن لپاره کار کوو، موږ ژمنه کوو چې خپلې پیسي بې ځایه نه مصرفوو او له دې وروسته به نه تماچي اخلو او نه هم پټاقي

 1

موږ له تاسو ټولو څخه غوښتنه کوو چې موږ سره په دغه کمپاین کې شرکت وکړئ، او د خپلو ماشومانو راتلوونکي روښانه کړئ.

له ټولو دوکاندارانو ورونو څخه هیله کوو چې د دا ډول مضره اجناسو د خرڅلاو څخه خودداري وکړي.

د ځان اصلاح د ټولنې اصلاح ده.

په درنښت

صیام الدین پسرلی

ننګرهار میدیوتیک – رسنیز کور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *